په شمالي وزیرستان کې دوه پاکستاني عسکر او درې ځايي تنان وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې په سړک د پوځ یو چېک پوسټ

د خېبر پښتونخوا په شمالی وزیرستان ضلع کې د پوځ په چېک پوسټ د وسله والو په حمله کې دوه عسکر او درې ځايي تنان وژل شوي دي. د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې د برید مسولیت منلی دی.

د شمالي وزیرستان ځايي انتظاميي ویلي د پوځ په چیک پوسټ حمله د زیارت، پنجنشنبې، په ماسپښین د ميرعلي تحصيل په عیدک کلي کې وشوه.

ځايي چارواکو د نوم نه څرګندوولو په شرط وویل چې پوځي چیک پوسټ په راکټو په هدف شو. د وژل شویو عسکرو شناخت د حوالدار ظفر او سپاهي په نومونو شوی دی.

چارواکو وویل د بريد پرضد ځوابي عمليات شروع شوي، اضافي عسکر سیمې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخيستې ده.

په شمالي وزیرستان کې په پوځ تازه حمله په داسې حال کې شوي چې پوځ ویلي چې د سله والو د حرکت مخه نیوولو دپاره افغانستان سره په پوله د ازغن تار د لګوولو ۷۰ فیصد کار مکمل کړی شوی دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د یو رپورټ ترمخه د پاکستان پوځ دا هم چې د افغان پولې سره نژدې سیمو کې یې د ترهګرو بنیادي اسانتیاوې تباه کړي دي چې په نتیجه کې یې امنیت ښه شوی او په ملک کې د وسله والو حملې د وړاندې په مقابل کې کمې شوي دي. خو په تېرو څو میاشتو کې په شمالي وزیرستان ضلع کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوي او دا تشویش یې راپارولی چې وسله وال په سیمه کې بیا ځان قوي کوي.

تېره میاشت په شمالي وزیرستان کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو وؤه بریدونه شوي وو چې پکې عسکر او وسلوال دواړه وژل شوي او ژوبل شوي وو.

په ۲۶م اپرېل ترسره شوي په دوو جلا پېښو کې درې پاکستانی پوځیان او اته وسلوال وژل شوي وو.

انتظاميه او ځايي خلک وايي تیر شویو څلیریشت ساعتو کې په شمالی وزیرستان کې د هدفی وژنو دوه پیښې را مینځته شوې چې پکې درې ځايي کسان وژل شوي دي.

د انتظامیه په خبره دا هدفی پیښې د شمالی وزیرستان مرکز میرانشاه په تپئ سیمه کې تر سره شوې دی او تر هغه ورسته په سیمه کې د برید کوونکو پرضد لټون عملیات روان دي.

د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې په عیدک کې د حملې ‌ذمه واري ومنله.

حزب الاحراز په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ د اکثرو بریدونو ذمه واري په غاړه اخیستې ده.