پاکستان عراق ته د پوځ د تربيې وړاندیز کړی

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویلي د پاکستان پوځخپلو ځواکونو ته ښه تربیتي روزنې او اسانتیاوې ورکړي. پاکستان عراق ته هم وړاندیز کړی چې د ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د تربېې پروګرامونو مرسته کولای شي.

خرم دستګیر دغه وړاندیز د عراق سفیر علی یاسین محمد کريم سره د هغه په دفتر کې د لیدو کاتو پر مهال کړی.

ښاغلي دستګیرد عراقي ولس د سولې په بهیر کې د هغوي هڅې او هیلې ستایلي او زیاته کړی يې ده چې پاکستان د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ لپاره یو بنسټیز (انسټیټیوشنل) چوکاټ جوړولو ته تیار دی.

د دفاع وزیر غلام دستګیر په سیمه کې د امنیت ټینګولو په لړ کې د پاکستان ارادې او رول روښانه کړی. او ویلي يې دي چې سیمه ایزو همکاریو ته اړتیا ده تر څو په افغانستان کې هم سوله او ثبات راوستل شي.

په غونډه کې د دواړو هیوادونو د دوو اړخیزو همکاریو، ګټو او ارزښتونو په اړوند هم خبرې شوي.

غلام دستګیر د عراق سفیر ته د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان مبارزې او هڅو خبرتیا هم ورکړې.