د مخالفو ډلو د اسمبلیو غړي به تر 31م دسمبره استعفاګانې د خپلو ګوندونو مشرانو ته سپاري: پي ډي ایم

د مخالفو ګوندونو د غړو د خپلو څوکو نه د استعفا اعلان د پاکستان په سياسي میدان کې دوړاندې څخه روانه بیقراري نوره سوا کړیده.

د پاکستان ډیموکریټکس مومینټ (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی چې د حکومت مخالفو ګوندونو منتخب غړي به د خپلو څوکو استعفاګانې د خپلو ګوندونو مشرانو ته سپاري.

هغه نن په اتم دسمبر اعلان وکړو چې د پي ډي ایم مشرانو پریکړه کړې خپلو منتخب غړو ته وايي چې خپلې استعفاګانې ورته وسپاري.

د پي ډي ایم د حکومت په ضد تحریک کې دې نوي پړاؤ د پاکستان په روان سیاسي بېقراره ماحول کې نوره تيزي پیدا کړیده.

د مولانا په اعلان په ټولنیزو رسنیو په چټک غبرګون کې څیړونکي وايي د مخالفو ګوندونو دا چال هم د حکومت د پاره چیلنج دی او هم د مخالفو ګوندونو دپاره.

د عمران خان د حکومت او د پاکستان پوځ په سیاست کې د لاس وهنې نقاد ډاکټر تقي په خپل ټویټر د اردو ژبې یوه محاوره کې لیکي:

“ اب آئیگا اونٹ پہاڑ کے نیچے” معنا یې دا شوه چې اوس ګني حکومت په رښتیا ښکیل شو.

د تحریک انصاف ګوند سنیټر فیصل جاوید خان په مخالفو ګوندونو طنز کړی او په ټویټر لیکي دوي لومړی له وزیراعظمه استعفا غوښتله خو وس له خپلو غړیو غواړي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې دا وخت تر ټولو ډېر سيټونه د عمران خان د تحریک انصاف ګوند 156 په دویم نمبر د پاکستان مسلم لیګ نون 83 او په دریم نمبر پيپلز ګوند 55 سيټونه لري.

که چري یواځې د حکومت د مخالفو ګوندونو په اتحاد کې د مسلم لیګ نون، پيپلز ګوند، ایم ایم ای، بي این پي، ای این پي او څلورو اذادو غړیو څوکۍ وشمارل شي نو 162جوړیږي.

د حکومت د مخالفو ګوندونو په اتحاد کې د مسلم لیګ نون، پيپلز ګوند، ایم ایم ای، بي این پي، ای این پي او څلورو اذادو غړیو څوکۍ 162 جوړیږي

مولانا ويلي دي د مخالفو ګوندونو د اسمبلیو غړي به د روانې میاشتې د 31مې نیټې پورې خپلې استعفاګانې ورکوي.

هغه وویل ډېر زر به د حکومت په ضد د نوو جلوسونو او جلسو تګ لاره هم اعلانوي.

هغه وویل نن د پي ډي ایم په غونډه کې پخواني وزیراعظم نوازشریف او پخواني صدر اصف زرداري هم په ان لاین بڼه ګډون درلود.

مولانا وویل چې د حکومت سره د خبرو اترو وخت تلی دی:

“عمران خان د خبرو جوګه نه دی”

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی.

د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

بلې خوا ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خپله یوه تازه مرکه کې ګمان کړی دی چې د مخالفو ګوندونو د اتحاد په شا د بهر هیوادونو سازش کیدی شي.

د ښاغلي خان سره د ناستې ورستو پاکستاني خبریالانو رسنیو ته ویلي دي چې وزیزاعظم ګمان کوي د مخالفو ګوندونو د مشرانو په خبرو کې چې کوم اعتماد دی د هغې نه داسې ښکاري ددې په شا د پاکستان د دښمن هیواد سازش وي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم دمخه ویلي چې که داپوزیشن ګوندونو غړي دپارلیمان څخه استعفاګانې ورکړي نو هغه چمتو دی چې په دغو چوکیو بیا دسره ټولټاکنې وکړي.