پيپلز پارټۍ د سېڼت د چیرمېن انتخاب چېلنج کړو

د سېنټ د چیرمېن دپاره ښاغلی ګیلاني د حکومت مخالف ګوندونو امیدوار و

د سېنټ د چیرمېن دپاره د حکومت مخالف ګوندونو اتحاد امیدوار او د پیپلز پارټۍ غړي یوسف رضا ګيلاني د سېنټ د چیرمن دپاره شویو ووټونو کې د حکومتي امیدوار صادق سنجراني کامیابي په ضد عدالت کې چېلنج کړې ده.

د دې میاشت په ١٢ نېټه د سېنټ د چيرمين لپاره شوي انتخاب په موقع موجود ٩٨ سينيټرانو په خفیه ډول رای ورکړې وې پ چى پکي يوسف رضا ګيلاني ٤٢ او د واکمن تحريک انصاف ګوند اتحادي صادق سنجراني ٤٨ ووټونه اخیستى وو.

د انتخاب مشر يا پريذایډنګ افسر د ګيلاني په حق کې ورکړی شوي ٧ ووټونه رد کړي وو.

صادق سنجراني

اسلام اباد هايي کورټ ته د ښاغلي ګیلاني په خواست کې غوښتنه شوي چې د اووه وټونو ردکولو د پرېزایډنګ افسر فېصله دې رد کړی شي.

پيپلز ګوند هغه وخت هم احتجاج کړى و خو پريزایډنګ افسر د واکمن تحريک انصاف ګوند اتحادي د فنکشنل مسلم ليګ نواز ګوند د سيڼټ غړى مظفر حسين شاه خپله پريکړه بيرته اخیستلو نه انکار کړى و

د مظفر شاه دريځ و د واضح هدايات باوجود دغه ٧ ووټونه کى د خانى پځاي د يوسف رضاګيلاني د نوم د پاسه مهرونه لګيدلي دي ځکه دا رد شويدي.

خو د پيپلز ګوند دريځ دی که د ووټران نيت ته وکتل شي نو دې کې څه شک نېشته چى دوی ګيلاني ته ووټونه ورکړي او مهر بېځايه لګيدل څه غير قانوني نه دي.

د قانون پخوانى مرکزي وزير او د ملکي دستور ماهر افتخار حسين ګيلاني هم په دى اړه د پيپلز ګوند ملاتړ کوي.

د ملکي قانون او د سپريم کورټ تيرو پريکړو په رڼا کې افتخار ګيلاني د پيپلز ګوند موقف په قانوني بڼه مضبوط وېني.
د وي او ای ډيوه سره خبرو کى افتخار ګيلاني د حکومتي وزيرانو دا دعوه هم بې اساسه بولي چې ګني د سيڼىټ د مشر رولنګ يا پريکړى په ضد کوم عدالت کى قانوني کاروايي نه شي کيدلى او د ګيلانى په خبره دغه وخت مظفر شاه دسېنټ مشر نه خو يو پريزاٸډنک افسر کردار لوبولو

بل اړخ ته د واکمن تحريک انصاف ګوند لخوا د سېنټ په انتخاب کې د ووټونو د اخېستلو په تور يوسف رضا ګيلاني او د هغه زوي حيدر ګيلاني د نااهله ګرځوولو د خواستونو اوريدنه انتخابي کمېشن کى شويده

د اوريدني ورورسته ميډيا سره خبرو کى خواست کوونکي د قامي اسمبلى غړى ملاٸکه بخاري خبردارى کړى که ګيلانى او دهغه زوي په ضد قانون کاروايي وونه شوا نو بيا به د ولس د انصاف په نظام اعتبار ختم شي

انتخابي کمېشن په دغه قضيه کى د يوسف رضا ګيلاني نه سپيناوى غوښتلى دى د کېس اوريدنه ېې د اپرېل د شپږمې نېټې پورې ځنډولې ده.