عیني شاهد: په ماشومانو ډزې کونکو د الله اکبر نعرې پورته کولې

Your browser doesn’t support HTML5

حمله کونکو ناتاره ډزې او د الله اکبر نعرې يي پورته کولې

د ارمې پبلک سکول ځېنې ماشومان د سکول په هال یا تالارې کې د یو پروگرام دپاره

ناست وو، چې د پوځ په دریشۍ کې دوه وسله والو د تالار دوازه ماته کړه، ناتاره ډزې يي شورو کړې، د الله اکبر او نعره تکبیر نعرې يي پورته کولې.

د سکول د لسم درجې ماشوم د سترگو لیدلی حال بیانوي، وايي تالار کې موجود خلکو د ځان محفوظ ساتلو دپاره د خپل وس کوششونه شورو کړل.

کریم خان وايي نزدې ورسره یو ماشوم په سر ولگیدو. خپله د هغه جامې هم په وینو رنگ شوي. ماشومانو ژړل خو ویریدلې وو او د حملې په وخت خاموشي وه.