شهباز شریف:شتمنو هیوادونو نه به موسمي بدلون څخه د اوښتو زیانونو معاوضه غواړو

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وېلي په پاکستان د پورونو پېټی یا بار ددغه هېواد د سېلاب د بدو اغېزو څخه د راوتلو په لاره کې لويې خنډ دی

په داسې حال کې چې پاکستان د وروستيو سېلابونو د بدو اغېزو څخه د وتلو په حال کې دی، ددغه هېواد وزير اعظم شهباز شريف د ګل په ورځ د مصر ښار شرم الشېخ کې د موسمياتي بدلون نړیوال کانفرنس ته وېلي چي د هغه هېواد ته به په پورونو کې د اسانتیا ورکولو ضرورت وي او هغه به د نړۍ د شتمنو هېوادونو څخه د موسمياتي بدلون څخه د اوښتي تاوان معاوضه هم غواړي.

د پاکستان د حکومت د شمېرو ترمخه د وروستيو سېلابونو له کبله د هېواد اقتصاد ته نزدې د 30 اربو ډالرو زيان اوښتی دی او د 3 کروړو څخه زيات خلک اغېزمن شوي،

ددې ترڅنګ دسیلابونو له امله په پاکستان کې په لويه کچه سړکونه، کورونه او سکولونه هم تباه شوي دي.

د اقتصادي او ماحولياتي چارو پوهان وايي پاکستان ته به د سېلاب له کبله د قامي ځاندرې د بحالۍ ترڅنګ د کروندې د زمکو په رغونه کې نړيوالې مرستې پکار وي.

د تېر ګل په ورځ د مصر ښار شرم الشېخ کې د ملګرو ملتونو په تابیا راجوړ شوي موسمياتي کانفرنس ته د وېنا په مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوينيو ګوېترس او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وېلي په پاکستان د پورونو پېټی یا بار ددغه هېواد د سېلاب د بدو اغېزو څخه د راوتلو په لاره کې لويې خنډ دی.

دپاکستان د وزير اعظم شهباز شريف وېنا وه چې په مېلیونو سېلاب ځپلي په داسې وخت کې د ژمي د ېخ موسم سره مخامخ کېږي چې ښځې او ماشومان د خپلو بنيادي ضرورتونو په اړه د حکومت لارې څاري.

ښاغلي شريف وويل د سلاب له کبله هېواد ته د 30 اربو ډالرو د نقصان اندازه لګول شوې ده خو مېلیونو خلکو ته د خوراک او نور اسانيو د رسولو لپاره نور هم کار پکار دی.

پاکستان او د موسمياتي بدلون څخه اغېزمن هېوادونه د ملګرو ملتونو د مصر په کانفرنس کې د موسمي بدلون نه اغېزمنو هېوادونو لپاره معاوضه هم غواړي او وايي د نړې هغه شتمن هېوادونو دې تاوان ورکړي چې د چاپیریال په خيچن والي کې زياته ونډه لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د سېلاب څخه د اغېزمنو سيمو سفر کړی ؤ په نړيوالې رورولۍ په ځانګړي توګه پور ورکوونکو ادارو ورلډ بېنک څخه ېې غوښتي وو چې د پاکستان په ګډون د موسمي بدلون څخه داغېزمنو هېوادونو مرستې وکړي او د قرضو په اړه دې خپلو تګلارو کې اصلاحات راولي.

که څه هم په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو نه زياتره اغېزمنو خلکو خپلو سیمو ته د ستنېدو عمل پېل کړې خو د سیند صوبې ښکتنۍ علاقې لاهم په سېلابي اوبو کې ډوبې دي.

د موسمياتي بدلون په چارو نظر لرونکی او د چاپیریال ماهر ډاکټر نفيس ډيوه ته وايي پاکستان ته به د اقتصاد ترڅنګ د کرکيلې د ويجاړ شوو زمکو د بحالۍ هم ضرورت وي.

ښاغلی نفيس وايي ددې سېلاب له کبله د زمکو خاورې بهېدلي او ذرخېزه زمکې یې وړي دي او ددې د بحالۍ به هم ضرورت وي.

د مصر ښأر شرم الشېخ کې د موسمي بدلون کانفرنس ته وېنا کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل" ټول انسانیت زموږ په دور کې د ماحولياتي بدلون ضد مبارزه کې شامل شوی دی ځكه چې د موسمياتي بدلون له کبله په وچ کالۍ، سېلابونو او نړيواله تودوخه کې اضافه ليدل کېږي"

اسلام اباد کې د مالي او اقتصادي چارو د څېړنې دخپلواکه ادارې پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس څېړنکار شاهد محمود ډيوه ته وايي د امريکا په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونو تر اوسه پورې د پاکستان د سېلاب ځپلو سره نزدې د 800 مېلیونه ډالرې مرستې کړي دي خو زياتوي چې اوس مهال د نړۍ شتمن هېوادونه هم د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي که پاکستان د موسمي بدلون په لړ کې د نړۍ څخه صرف په دې علت مرستې او پورونو کې اسانتیاوې غواړي چې دغه هېواد د موسمي بدلون اثراتو ځپلې دی نو دا به ګرانه وي.

هغه واي سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، چين، امریکا او جرمني هم د پاکستان د پورونو ورکولو نېټې وروسته کړي دي او دې پاکستان ته له مخکې څخه په مالي چارو کې اساني ورکړې ده.

ښاغلی شاهد بيا وايي تر څو چې پاکستان د موسمي بدلون د بدو اغېزو څخه د ځان بچ ساتلو لپاره کومه عملي تګلاره نه وي جوړه کړې نو نړۍ هم مخکې نه نه شي راتللی ځکه چې په سوات کې د سيند په غاړه هوټلونو جوړولو کې د امریکا او شتمنو هېوادونو لاس نشته.

دشميرو ترمخه د پاکستان حکومت تر اوسه د سېلاب ځپلو سره د سملاسي مرستو لپاره 66 اربه اؤ 70 کروړه روپۍ امداد جارى کړی او سرکاري شمېرې ښايي چې تر دمه یې 26 لکو سېلاب ځپلو خلکو سره نغد امداد کړی دی.