د سي پېک اتهارټۍ مشر ته د نېب نه ولې استثنا ورکول کېږي؟ د مسلم لیګ(ن) پوښتنه

په ورستیو ورځو کې جنرل ر عاصم سلیم باجوه د وزیراعظم عمران خان د اصلاعاتو د صلاحکار د چوکۍ نه استعفا ورکړې ده

پخواني وزیراعظم او د حکومت مخالف پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوڼد یو مرکزي رهنما شاهد خاقان عباسي ویلي سپریم کورټ دې د حکومت نه پوښتنه وکړي چې په څه مقصد د سي پيک اټهارټۍ او د دې ادارې مشر د احتساب نه خوندي ساتلو لپاره د پارلېمان څخه قانون منظوروول غواړي.

په کراچې کي ميډيا سره خبرو کې پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي وویل د پاکستان او چين په اقتصادي پروژه کار د دوی په واکمنۍ کې شروع شوی و خو بياهم دوی ته استثنا نه ده ترلاسه.
هغه په سپریم کورټ غږ وکړو چې دا خبره دې په پام کې ونېسي چې حکومت په څه غرض د سي پيک اټهارټۍ او دا دى مشر جنرل ر عاصم سلیم باجوه احتساب نه د محفوظ ساتلو دپاره قانون سازي کوول غواړي؟

مسلم لیګ (ن) او د حزب اختلاف نور ګوندونه په بهر ملکونو کې د جنرل ر باجوه د مېرمن او د کورنۍ د نورو غړو د کاروبارونو او جایدادونو په لړ کې د باجوه په ضد د احتساب د عمل غوښتنه کوي خو او وايي په دې لړ کې د کوم ګام نه اخیستل د احتساب په عمل کې دوه مخي څرګندوي.

عاصم باجوه دغه خبر بې بنياده او د هغه د کورنې د بدنامولو حڅه ګرځوي

د تېر زېارت، پنجشنبې، په ورځ قومي اسمبلې د سي پېک اټهارټۍ په هکله ارډينينس يا صدارتي معېاد د دریو نورو مياشتو د غزولو دپاره د حکومتي مسودې منظوري هم ورکړه

د دې سره د وزير اعظم عمران خان د پارليماني چارو سلاه کار بابر اعوان له خواه اسمبلۍ ته وړاندې کړی شوي سي پېک ٢٠٢٠ نومې بلې قانوني مسودې د لارې د اتهارټې مشر کارمندان او پاکستان چين اقتصادي پروژي سره تړل شویو ماهرينو ته قانوني تحفظ ورکولو سپارښتنه شويده

قانوني مسوده کې د سي پيک د مشر د ملازمت معياد ٤ کاله ټاکلو او وزير اعظم ته د اتهارټۍ مشر يا بل کوم چارواکې په ضد اقدامات یا د څوکو نه د لرې کوولو د واک ىسپارښتنې هم شويدي

د واکمن تحريک انصاف ګوند د پاکستان او چين اقتصادي پروژې پارلماني کميټۍ مشر شير علي ارباب پخلی کوي چې د حکومت قانوني مسودې ٢٣ شق د لاندى د سى پيک اتهارټۍ د مشر يا د کارمندانو په ښه نيت پورته کيدونکي ګامونو ته د احتساب د عمل نه تحفظ ورکړی شوی دی

ډېوه سره خبرو کې هغه دا دريځ هم خپل کړی دا په لومړي ځل نه کېږي او وړاندى هم د پاکستان ٦ نور قانونو کې د اېنډيمنټي يا د استثنا دغه شق شامل دی

د سي پېک اتهارټې سره تړلي د صدارتي ارډينينس يا امر معياد سږ کال د جون په مياشت کې سر ته رسيدلی و او مخالفه ګوندونه دغه تيرو ٤ مياشت کې د اتهارټي په قانوني حيثيت هم سوالونه راپورته کوي