پولیس وایي پاکستان کې د پولیو په کارمنده ډله ییز جنسي تېري کې ککړ اهم ملزم یې نیولی

د پاکستان پولیسو تېره اوونۍ د پولیو ضد کمپاین په مهال د پولیو په یوه ښځینه کارمنده شوي ډله ییز جنسي تیري کې ککړ یو مهم ملزم نیولی اؤ دوه نور ملزمان لا هم پولیسو ته په لاس نه دي ورغلي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جنوبي سیند صوبې په جیکب اباد سیمه کې د پولیو په ډله کې شامله ښځینه کارمنده باندې د پولیو ضد کمپاین په مهال شوی دا جنسي برید د پولیو نه د خوندیتوب په کمپاین چلوونکو ډلو له شوؤ بریدونو څخه یو ناوړه برید ګڼل کیږي.

د پولیسو یو ځایي مشر محمد سیفل اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي د ډله ییز جنسي تیري سره مخ شوې مېرمنې پولیسو ته ویلي هغې جیکب اباد کې د یو کور دننه ماشوم ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکول اؤ بیا روانه وه چې دریوؤ کسانو راونیوله اؤ د هغې عزت یې خراب کړو.

پولیس چارواکي سیفل ویلي چې په دغه پېښه کې د ککړ یو ملزم پېژندګلو د احمد جاکراني په نوم شوې چې هغه پولیسو شپه په شپه نیولی دی.

سیفل وایي پولیس اوس په پېښه کې د ککړو نورو دوؤ ملزمانو د ګرفتارۍ هڅې کوي.

د پولیو د مخینوي په ښځینه کارمنده له دې برید وروسته د پولیسو یو سیمه ییز مشر اؤ یو ضلعي منتظم د پولیو ورکرانو ته په زړه پورې امنیت ورکولو کې په ناکامۍ له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي.

په ښځینه کارمنده شوي دې جنسي برید زیاتره پاکستانیان حیران کړي دي ځکه چې پاکستان کې تر دې وړاندې داسې رقم بریدونه ډيره کم شوي دي حالانکې په ماضي کې هم د پولیو ضد کمپاینونو په مهال د ښځينه مامورینو د ځورونې شکایتونه مخې ته راغلي دي خو په کومه ماموره جنسي تېری نه دی شوی.

د سیند صوبایي حکومت ویلي په ښځینه ماموره د شوي جنسي تیري به بشپړ پلټنې کوي.

پولیسو د برید سره د مخ شوې مېرمنې مېړه هم پخپله ولکه کې اخستی چا چې له دې پېښې وروسته خپله ښځه له کوره ویستې وه اؤ په مبینه ډول یې هغې ته له دې امله د وژنو ګواښونه کړي وؤ چې د کورنۍ عزت ته یې ورله زیان رسولی دی.

د سیند حکومت ویاندې سعدیه جاوید ویلي چې په جنسي تیري کې ککړ نور کسان به هم زر ونیول شي.

هغې وویل د برید سره مخ شوې میرمنې ته تحفظ ورکوي اؤ حکومت دا خبره باوري کوي چې راتلونکي کې ټولو د پولیو ښځینه ورکرانو ته د پولیو ضد کمپاین په مهال زیات نه زیات امنیت ورکړي.

پاکستان کې اکثره د پولیو ضد مهم ډلې د بریدونو اؤ تشدد سره مخ کیږي اؤ وسله وال زیاتره د پولیو ډلو په حفاظت ماموره پولیسو باندې بریدونه کوي.

په پاکستان کې زیاتره خلک داسې د دروغو پروپېګنډې کوي چې ګنې د پولیو څاڅکي د مغرب سازش دی اؤ له دې لارې د ماشومانو د زیږون مخه نیول کیږي.

د جنورۍ نه تر اوسه پاکستان کې د پولیو 18 تازه پېښې مخې ته راغلي دي.

پاکستان اؤ افغانستان په نړۍ کې هغه یوازیني دوه هیوادونه دي چې تر اوسه پکې د پولیو ناروغي شته.

یادونه:- د رپوټ ډېر معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.