پولیو که "پښتون وائرس"؟

د خيبر پښتونخوا ګورنر شوکت ا لله وايی پښتانه د حج او مزدورې لپاره د خپلو علاقو نه بهر وځي او زياتره پکښې عرب ملکونو ته ورځې خو که د پوليو وايرس هم دغسې په تيزې سره زياتيدو نو ويره لرې چې د عرب هيوادونه به خپل ملکونو ته په ورتګ په پاکستانيانو پابندې ولګوی

د پاکستان په خيبرپښتونخوا کښې اوس داسې انديښنې راپورته شوي چې که هيواد په شمالي غربي سيمو کښې د پوليو وائرس پرضد کامياب نه شو نو کيدلې شي دغه وائرس ته د پښتون وائرس نوم ورکړل شي.
دا ويره خيبر پښتونخوا کښې د پوليو وائرس د مخنوي د ادارې مرستيال مشر ډاکټرکليم الله ډيوه راډيو ته ښودلې وه- دی وايي " نه يواځې د پښتنو راتونکي نسلونه شل ګډ کيدلې شي بلکه دا ويره ده چې چرته د پوليو وائرس ته د پښتون وايرس نوم ورنکړيشي."
اسلام اباد کښې د صحت د نړيوالې ادارې چارواکي الياس دورې وايي د نړې په دريو ملکونو پاکستان ، نايجيريا اؤ افغانستان کښې د پوليو وائرس وبايي شکل اختيار کړيدی.
خو دا وخت پاکستان د لږترلږه ۷۳ د پوليو کيسونو سره د ټولو وړاندې دې. او پدې ټولو کسانو کښې تر ٦٠ زيات د پښتنو په سيمه دي- چرته چې مذهبي تندروه د پښتنو ماشومانو ته څاڅکي ورکونکي سړي اؤ ښځې وژني. ډاکټرکليم الله وايي "د پښتنو په سيمه د مور اؤ پلار د انکار له وجې هم په لکونو ماشومان د پوليو نه د معذورۍ د خطر سره مخ دي."
تيرکال د تندلارو لخوا د پوليو وائرس پرضد څاڅکو ورکونکو باندې به يو شمير حملو کښې نزدې ۱۸ کسان وژل شوي، وژل شوویا ماشومانو ته څاڅکي ورکول او يا د څاڅکو ورکونکو په امنيت مامور پوليس وو ، د تندلارو اخيرﺉ نښه متنو کښې د پوليو د ټيم انچارج ظاهر شاه وو.
مطبوعات د مذهبي تندروو د خولې وايي د پوليو څاڅکي اخستل د اسلامي شريعت په خلاف دي-
خو اکوړه خټک کښې د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق وايی "طالبان د پوليو څاڅکي د شريعت په خلاف نه بلي خو دوي روان جنګ کښې د پوليو څاڅکي ورکونکو باندې حملې د جنګ حکمت عملۍ برخه ګڼي."
ډاکټر کليم الله وايي ټوله نړی کښې يې کار کړيدې او په خاص توګه مسلمان ملکونو کښې خو ده چرته هم د چا نه دي اوريدلې چې دا د مذهب اسلام د شريعت په خلاف دي دا يواځې د پښتنو په سيمه مذهبي تندروه داسې بلي.
د مطبوعاتو ترمخه پاکستان کښې د پوليو څاڅکو مخالفت د ټولو ړومبې جماعت اسلامي کړې وو او عدالت ته هم د دې د بندولو لپاره ورغلې وو. د پوليو پرضد د جماعت اسلامي پراپيګنډه بيا طالب پلوه تندلارو مذهبي ډلو په مخکې بوتله..خيبرپښتونخوا کښې د طالبانو د تحريک اوسنې مشر ملا فضل الله په خپل ريډيو د پوليو پرضد پراپيګنډې شورو کړی- دغه شان په قبايلي سيمو کښې هم چرته چې دغه ډلې وجود لري هلته ماشومانو ته د عمري معذورۍ نه د بچ کولو لپاره څاڅکي ورکول ودريدل-
په کال ۲۰۱۳م کښې نايجيريا او افغانستان کښې د پوليو وايرس باندې مخنيوي کښې پرمختګ شوی خو د پاکستان د پوليو وائرس نمونې اوس د ملک نه بهرشام، مصر او اسراييل ته د رسيدو رپورټونه هم خپاره شوي –پاکستان کښې د زياتيدونکو پوليو وايرس کيسونو له امله سعودی عرب په پاکستاني حاجيانو خپل ملک ته په راتګ په اييرپورټ د پوليو څاڅکي اخستل لازمي کړيدي او هندوستان اعلان کړی چې هغه پاکستاني وګړوته به ويزه ورکوي څوک چې د پوليو وايرس نه ځان پاک ثابت کړي.
د خيبر پښتونخوا ګورنر شوکت ا لله وايی پښتانه د حج او مزدورې لپاره د خپلو علاقو نه بهر وځي او زياتره پکښې عرب ملکونو ته ورځې خو که د پوليو وايرس هم دغسې په تيزې سره زياتيدو نو ويره لرې چې د عرب هيوادونه به خپل ملکونو ته په ورتګ په پاکستانيانو پابندې ولګوی
ګورنر وايي "دا ټوکه نه ده د عرب ملکونو يو شمير چارواکو راته پرله پسې داسې وييلې دي.