نوازشریف په پوځي جرنیلانو نېوکې تکرار کړي دي

د لندن څخه د ويډيو لنک د لارې اتوار، يکشنبې، په شپه د پي ډي اېم غونډس ته تقرير کې نواز شريف تور ولګولو چې د هيواد د معاشي، انتظامي او سياسي بحران ذمه وار هغه پوځي جرنيلان هم دي چې عمران خان یې اقتدار کى راوستى

په لاهور کى د وزیراعظم عمران خان د حکوم مخالفو ګوندونو اتحاد پي ډي اېم جلسى ته خپله وېنا کى پخواني وزير اعظم نواز شريف یو وارې بیا په پوځي جرنېلانو الزام ولګولو چې د ملک په سیاسي چارو کې لاس وهنه کوي.

د لندن څخه د ويډيو لنک د لارې اتوار، يکشنبې، په شپه د پي ډي اېم غونډس ته تقرير کې نواز شريف تور ولګولو چې د هيواد د معاشي، انتظامي او سياسي بحران ذمه وار هغه پوځي جرنيلان هم دي چې عمران خان یې اقتدار کى راوستى.

نواز شريف وویل پوځي جرنيلان د ملکي دستور سرغړونى کوي خو بيا په دى هم بد ګڼي ړي چې نومونه ولى اخستلى کيږي؟

نوموړی زیاته کړه چې هغه اوس دا خو نه شي کولى چې د پوځ دغه کردار پړه دا اوبو او بجلى وزارت باندى واچوي.

پخوانى وزير اعظم د پوځ سرلښکر قمر جاويد باجوه او د استخباراتي ادارى آي ايس آي مشر جنرل فيض حميد باندى د هغه يعني د نواز شريف حکومت په ضد د سازش او د مبینه انتخابي ټګۍ د لارې عمران خان اقتدار ته د راوستلو تورونه لګوي.

په ۱۱ ګوندونو مشتمل پي ډي ايم د وزير اعظم عمران خان د استفا په ګډون د ۶۶ غوښتنو په څق کې تحریک شروع کړی او وايي د پوځ مداخلې نه بغير دي نوي انتخابات وکړی شي.

د لاهور مينار پاکستان جلسې ته خپله وينا کى د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمن او د پيپلز ګوند چٸيرمين بلاول بټهو هم په پوځې قيادت باندى د عمران خان سره د هغوی په قول د بې ځايه مرستو تورونه تکرار کړل.

د سياسي چارو څيړونکى امتياز عالم وايي پي ډي اېم اسلام اباد لاريون دغلته احتجاجي پرلت سره اولسي پاڅون هړتالونو او په سړکونو د احتجاج منصوبې لري چى له امله ېې په د اړي ګړي د راپارېدو ویره څرګندیږي.

امتياز عالم وي او ای ډيوه ته وویل ځکه اوس وخت راغلى چې پوځ سياسي شخړو کى ډله نه جوړيږي او يو داسې ماحول جوړ کړي چى پي ډي اېم دا بې باورۍ تحريک د لارې حکومت لرې کوولو خپل دستوري حق وکارول شي

واکمن تحريک انصاف ګوند ملي اسمبلى او پنجاب صوباي اسمبلى کى معمولى اکثريت لري.

بيا سنيټ کى د حکومت او اتحادي ګوندونو غړو شميرى د مخالفو ډلو نه لږى دي

د ډان ورځپانړى ترمخه راتلونکى کال ٢٠٢١ مارچ مياشت کى د حکومت ١٨ او د مخالفه ګوندونو ٣٤ سينيټرانو دا څوکو موده پاى ته رسي.

څيړنى وايي پي ډي اېم غواړي د سينيټ نيماي چوکو باندې کيدونکو دغه انتخابات نه وړاندې د تحريک انصاف حکومت رانسکور کړي ځکه ېې راتلونکى جنورى يا فرورى مياشت کى اسلام اباد لورې ته د احتجاجي لاريون اعلان هم کړی دی.

بلخواه واکمن تحريک انصاف ګوند دا پي ډي ايم جلسى ناکامه ګرځوي او د مخالفه ګوندونو د پوځي قيادت په ضد تورونه د ملکي سلامتيا لپاره زياني بلي.

مرکزي وزيران دا دريځ هم خپلوي که مخالفه ګوندونو غړو د پارليمان نه استفاګانې ورکړې نو حکومت به په خالي چوکو بيا ټاکنى وکړي.