د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه د عاصم سلیم باجوه د استعفا نه مطمین نه ښکاري

 وزير اعظم عمران خان او حکومتي وزيران د عاصم باجوه د سپيناوي دفاع کوي او دريځ خپلوي که بيا هم څوک مطمیٸن نه وي نو د باجوه په ضد عدالت ته تللی شي

د سي پېک اتارټي مشر جنرل ر عاصم سلیم باجوه د کورنۍ غړو په بهرني هيوادونو کې د اربونو روپو اثاثو او کاروبارونو په اړه د یوې خبري وېب پاڼې د رپورټ نه پس ښاغلي باجوه د وزیراعظم د اطلاعاتو مشیر د چوکۍ نه مستعفي شوی دی خو د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه مطمین نه ښکاري او وايي د پخواني جرنیل په ضد تحقیقات نه کېدل د احتساب په معامله د حکومت توپېري چلند څرګندوي.

وزير اعظم عمران خان او حکومتي وزيران د عاصم باجوه د سپيناوي دفاع کوي او دريځ خپلوي که بيا هم څوک مطمیٸن نه وي نو د باجوه په ضد عدالت ته تللی شي.

د شانګلې نه د پاکستان مسلم لیګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړی ډاکټر عباد وايي که د منتخب وزير اعظم احتساب کيدلې شي نو بيا پاکستان کې څوک هم مقدس نه دي

ډاکټر عباد وي او ای ډيوه ته وویل دا خبره د پوځ په ګټه هم ده چې د عاصم باجوه احتساب ووشي.

د سږ کال د اګست په میاشت کې خبریال احمد نوراني په فېکټ فوکس نومې وېب پاڼه خپل خبر کې وویل په کال ٢٠٠٢ کې د پخواني پوځي امر جنرل مشرف کارمندان کې د کرنل په حيثيت د عاصم باجوه شاميليدو سره سم د هغه د کورنۍ کاروبارونو ته لاس اچولې وو او بيا د عاصم باجوه پوځ کې مخکې تلو سره دغه کاروبارونو هم ترقي کوله.

خبر زياتوي دا وخت د عاصم باجوه مېرمن او دوه زامن بهرني هيوادونو کې د ٩٩ کاروباري کمپنيانو ملکيت لري

وتلي خبريال او څيړونکی رحيم الله يوسفزۍ په عاصم باجوه لګول شوي تورونه ډير سنګينه بولي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي یوسفزۍ وویل جنرل باجوه د سي پيک اتهارټۍ د مشرپه حيثيت هم لانجمنه شوی دی او د حکومت مخالفه ګوندونه به راتلونکې احتجاجي غونډو کې دا معامله راوچتوي ځکه که حکومت نور بدنامي نه غواړي نو عاصم باجوه دې دغه څوکې نه هم لرې کړي.

عاصم باجوه د احمد نوراني خبر رد کړ و او دغه رپورټ یې د هغه د کورنۍ د بدناموولو کوښښ بللی و. عاصم باجوه دا خپلې مېرمن او د زامنو د ملکيت اثاثو د مالي سرچينو لرلو دعوى هم کوي.

د وزیراعظم د مشیر د چوکۍ نه د مستعفي کېدو په اړه عاصم باجوه دا دريځ هم خپلوي چې هغه دوو چوکو ته وخت نه شي ورکولی او غواړي چې خپل صلاحيتونه د پاکستان چين اقتصادې پروژې لپاره ووکاروي.