سیاسي ګوندونه: غیرقانونه ډلې او غړي دې انتخاباتو ته پرې نه ښودل شي

د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو مرکزي غړو او مشرانو په اسلام اباد کې د انتخابي کمیشن مشر یا چیف الیکشن کمشنر نه غوښتلي د غیر قانوني تنظیمونو او د دوي په غړو په دې په راروانو انتخاباتو کې په برخه اخستو بندیز ولګوي.

د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو لکه مسلم لیګ(ن)، پیپلز پارټي، تحریک انصاف ، عوامي نېشنل پارټي، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قامي وطن پارټۍ په شمول یو شمیر نورو سیاسي ګوندونو غړو دغه غوښتنه په اسلام اباد کې د چېف الیکشن کمشنر سره د لیدو پرمهال کړې.

د انتخابي کمېشن مشر جسټس سردار رضاد سیاسي ګوندونو مشرانو ته باور ورکړی چې انتخابات به د جولايي په میاشت کې په خپله نېټه ترسره کیږي. خو د سیاسي ګوندونو مشرانو د راتلونکي انتخاباتو په اړه خپلې ځېنې اندېښنې هم څرګند کړي.

په غونډه کې د عوامي نېشنل پارټې په نماېندګۍ د ګوند مرکزي مشر زاهد خان وي او ای ډیوه ته ویلي د انتخابي کمشنر نه مو غوښتلي چې تندروه ډلې په انتخاباتو کې برخه اخستو ته پرې نه ږدي.

٫٫ ټولو سیاسي ګوندونو په یو اواز دا غوښتنه کړې چې په غیرقانوني یا بندیز لږیدلي (کالعدم) تنظیمونه دې په انتخاباتو کې برخه اخستو ته پرې نه ښودل شي. سره د دې انتخابي کمیشن دې د ټولټاکنو سر ته رسولو خپله ژمنه هم سر ته ورسوي.٬٬

د پاکستان انتخابي کمیشن لخوا خپور شوي شیډول یا مهال ویش تر مخه په انتخاباتو کې برخه اخستونکو کاندیدانو فهرست یا نوملړ به د روانې میاشتې (جون) په ۲۷مه نېټه جاري کیږي.

د سیاسي ګوندونو د غړو او چېف الیکشن کمشنر ترمېنځه شوي غونډه کې د انتخابي ضابطو یا کوډ اف کنډکټ په اړه هم خبرې اترې شوي.

د راتلونکي انتخاباتو مهمې ضابطې:

  • د انتخابي کمپاېن په وخت به د مخالفه کاندید پرضد د کرکې او نفرت ډکه وینا نه کوي.
  • سیاسي ګوندونه به د خپلو کاندیدانو نه چندې یا پېسې نه اخلي.
  • ټول سیاسي ګوندونه به د ټېکټونو ۵ فیصده زنانو ته ورکوي.
  • د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د خرچو (اخراجاتو) حد ۴ مېلینه (۴۰ لکه) روپۍ، او د صوبايي اسمبلو لپاره دغه حد ۲ ميلینه (۲۰ لکه) ټاکل شوی.
  • د پاکستان صدر، لنډمهاله وزیراعظم او د ځايي ناستې کابینې غړي به په انتخابي کمپاېن کې برخه نه اخلي.