ریاستي ادارې د ایئن څخه بالا ګام وانخلي: د پاکستان د سپریم کورټ امر

Supreme Court of Pakistan

د پاکستان سپریم کورټ د هیواد په تازه سیاسي کړکېچ په بیړنۍ اوریدنه کې د هېواد اټارني جنرل، ددفاع وزارت او داخله چارو وزارت ته ویلي دي چې څوک دې هم غیر ایئني ګامونه وانخلي.
دا معلومه نه ده چې ګني د څه قسمه غیر ائیني ګامونو اندېښنه وه او سپریم کورټ دا امر ولې وکړلو؟

سپریم کورټ دا اوریدنه ځکه کوله چې له دې وړاندې دقامي اسمبلۍ داسپیکر لخوا د وزیراعظم پرضد دبې باورۍ تحریک مسترد کړل شو اؤ د وزیراعظم په مشوره دهیواد صدر قامي اسمبلي ماته کړه.

سپريم کورټ د قومي اسمبلۍ د نن ورځې په حالاتو له خپله انده نوټس اخيستی دی۔
د ستر عدالت قاضیانو د هېواد په سیاسي ګوندونو هم غږ کړی دی، امن ته دې زیان ونه رسوي.
د عدالت غونډه تر سبا ځنډول شوې.

د عدالت ستر قاضي عمر بندیال ويلي دي چې د اسمبلۍ په ننۍ پرېکړو به سبا ته اورېدنه کېږي.

البته هغه په یوه نکته تپوس وکړلو چې که چري حکومت وايي د وزیراعظم په ضد د بهره سازش شوی ؤ نو بیا پرې په ایوان کې بغېر د څه بحث فیصله څنګه وشوه؟

وړاندې وزيراعظم عمران خان د هیواد صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ د ماتولو وړانديز ليږلى ؤ چې هغه سمدټکه منظور کړى ؤ.
د عمران خان مخالفو ډلو د اتوار په ورځ قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد رايې غوښتلو غوښتنه کړې وه خو د ایوان نایب سپيکر قاسم سوري د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد تحريک غير آئيني وبللو او رد یې کړلو. له هغې وروسته هغه د اسمبلۍ غونډه وځنډوله.
مخالفه ګوندونو د قومي اسمبلۍ او له هغې وروسته رامنځته شوی وضعیت غیر آئيني بولي اؤ وایي دایین څخه په سرغړونې کولو په اسپیکر، وزیراعظم اؤ صدر ایین سره دغدارۍ دفعه لګول کیدای شي.

دپاکستان قانون کې ایین سره دغدارۍ سزا مرګ ده.