ترجمان: صدر زرداري تاریخ ولیکلو

سنیټر فرحت الله بابر د صدر د ترجمان په حیث اخیرۍ رسمي مرکه کې وویل ددې پرته چې ښاغلي زرداري ته د صدر په حیث د قانون ترمخه استثنا ترلاسه وه، عدالتونو د هغه خلاف د قضیو پرانستلو سخت لار خپله کړې وه خو صدر د زغم نه کار اخستلی وو

د پاکستان د تلونکې صدر اصف علي زرداري ترجمان ویلي د ښاغلي زرداري پنځه کاله صدارت د پاکستان په سیاسي تاریخ کې ډیر اهمیت لري ځکه چې د هغه په دور کې جمهوریت وده کړې ده او پارلیمان ته خپل اختیارات وکړی شوي دي.
د پخواني صدر اصف علي زرداري ترجمان سنیټر فرحت الله بابر وائس اف امریکا ډیوه ریډیوسره مرکه ته ویلي د صدر زرداري په ځېنې لویو کامیابو کې د ١٨ ائینې ترمیم د لارې صوبو ته اختیارات ورکړې دي.
فرحت الله بابر د صدر د ترجمان په حیث اخیرۍ رسمي مرکه کې وویل ددې پرته چې ښاغلي زرداري ته د صدر په حیث د قانون ترمخه استثنا ترلاسه وه، عدالتونو د هغه خلاف د قضیو پرانستلو سخت لار خپله کړې وه خو صدر د زغم نه کار اخستلی وو.
ښاغلی زرداري د پاکستان په تاریخ کې وړمبی صدر دی چې کال ٢٠٠٨ کې د منتخب کیدو ورستو يي د صدارت پنځه کاله آئینې معیاد پوره کړو. د صدر زداري ځائې ناست ممنون حسین دی چې د کراچۍ یو شته من کاروباري شخصیت دی او د پاکستان مسلم لیگ نون پارټۍ پلوې گڼلی کیږي.
ښاغلي فرحت الله بابر وویل د صدر زداري په کامیابو کې د پاکستان په قبائیلي سیمو کې سیاسي او قانوني اصلاحات هم شامل دي.
د صدر زرداري د صدرات په هلکه د سنیټر فرحت الله بابر تاثرات د هغه په مرکه کې دلته اوریدی شۍ. سنیټر بابر سره مرکه د وائس اف امریکا ډیوه خبریال رحمان بونیري کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

سنیټر فرحت الله بابر مرکه