رپورټ: په پاکستاني زندانونو کې قیدیان په خرابو حالاتو کې شپې ورځې تېروي

پېښور جېل کښې د کم عمره قیدیانو په جنسې ډول زوروولو معامله راوچته کړې وه او دا تور لگوولې و چې د جیل عمله هم په دغو پېښو کښې ککړه ده

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبیون یو رپورټ کې وېل شوي چې د هېواد په بندي خانو کښې قیدیان په انتهایي خرابو حالاتو کې شپې ورځې تېروي.

اخبارې رپورټ کښې د محتسب مرکزې ادارې د شمېرو حواله ورکړی شوې چې ښايي دا وخت په هېواد کښې د لویو یا مرکزي او وړو جېلونو شمېره ٩٨ ده چې پکښې د ٥٦٠٠٠ قیدیانو د ساتلو ځای دې خو د دې پرتله په دغو بندي خانو کښې د پرتوو قیدیانو شمېره د ٨٣٠٠٠ نه هم اوړېدلې ده.

د محتسب ادارې د شمېرو ترمخه دې کښې تر ٥٠٠٠٠ قیدیانو مقدمې فېصله شوېدې چې پکښې زنانه نارېنه او کم عمره قیدیان شامل دي خو تر ۴٨٠٠٠ پورې قیدیانو د مقدمو د فېصلو په انتظار د تورو دروازو په شا ژوند په تېرولو مجبوره دي.

د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخواه کښې د سنټرل یا مرکزي جېلونو شمېره شپږ او په ضلعې کچه د بندې خانو شمېره ١٤ ده چې پکښې د ٨٠٠٠ قیدیانو د ساتلو ځای دی خو په دغو زندانونو کې د فیدیانو شمېره تر د ١١٠٠٠ پورې ده.

اخبارې رپورټ زېاتوي چې د مرکزې محتسب ادارې رپورټ کښې په سند او پنجاب صوبو کښې هم په جېلخانو کې د ځای نه د زیاتو قیدیانو د ساتلو کېدو تصدیق شوی دی.

د نورو صوبو په مقابل کې رپورټ د په بلوچستان کې د جیلونو حال ښه خودل شوی او د شمېرو ترمخه په صوبه کښې جوړ ١١ زندانونو کې ٢٥٨٠ قیدیان بندیوان دي.

رپورټ کښې ځای په ځای هغه علتونه او شخړې په نښه کړی شوېدې چې په دغو جیلونو کښې د قیدیانو دې لوې شمېرې له کبله رامنځ ته کېږې.

د بې وسه قېدېان د مرستو لپاره کارکوونکې ېوې غېر حکومتي ادرې شارپ مشرلېاقت بنورې اېډو کېټ وايي پاکستانې بندې خانې د بشري حقونو د سرغړونو لوې مرکزونه دي.

لیاقت بنورې وي او ای ډیوه ته وویل چې د محتسب ادارې په رپورټ کښې په ډېر څه پرده اچول شوېده او په اصل کښې د هېواد په بندېخانو کښې پرتو قیدیانو شمېره د یو لک نه هم اوړېدلې او د لېاقت بنورې په خبره د دې پړه وړمبی په عدلیه او بیا په حکومت را ځې.

د قیدیانو ترمنځ توپېري چلند پحقله رپورټ وايي چې بې وسه سزا شوي قیدیانو نه جبري مشقت اخیستل کېږې.

رپورټ زېاتوې چې د سهولتونو د نېشتوالې له کبله قیدیانو د بحالۍ لپاره هم دوی ته د سزاګانو ورکوولو لاره خپلولی شې.

رپورټ کښې په ګوته کړې شوې چې صوباې حکومتونه لا تر اوسه د زنانو او کم عمره قیدیان لپاره بېل او ځانکړې جېلونو په جوړولو کښې د ناکامۍ سره مخ دي.

په وورستیو کښې د جماعت اسلامې سره تړون لرونکي د سېنېټ غړې مشتاق احمد د سېنېټ د بشرې حقونو کمېټۍ په وړاندې پېښور جېل کښې د کم عمره قیدیانو په جنسې ډول زوروولو معامله راوچته کړې وه او دا تور لگوولې و چې د جیل عمله هم په دغو پېښو کښې ککړه ده.

په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې حکومتي مامورین په قیدخانو کې د حالاتو په اړه په دې رپورټ څه دریځ څه لري؟