د پاکستان د حزب اختلاف گوندونه: حکومت د صوبو د خپلواکۍ آیني ترمیم ختمول غواړي

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اسلام آباد کښې مېډېا سره خبرو کښې د ګوند شریک چېرمېن بلاول بهټو زرداري ویلي چې حکومت په ښکاره د دغه بدلون ختموولو اعلان نه کوي خو حکومت چه کوم ګام پورته کوي هاغه نه یوازې د اتلسم دستورې بدلون ښکاره سرغړونه وې

په پاکستان کښې مخالفه ګوندونه په مرکزې حکومت تور لګوي چې غواړي د هېواد اساسي قانون کې اتلسم بدلون په خپل ګټه ختم کړي او د وړو صوبو واک کم کړي.

د نورو ګوندونو تر څنګ د هېواد د حکومت مخالفه پیپلز ګوند هم د دغه حکومتې ګام پر ضد د راپاسېدو خبرداری کړی دی.

مرکز کښې د تحریک انصاف ګوند حکومت راتلو نه وروسته د اتلسمې دستورې بدلون پر ضد بېانېه کښې چټکتیا لیدل کیږي.

څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر قمر جاوید باجوه د خبریالانو سره ملاقات کښې ویلي چې د اتلسم دستورې بدلون په ځینې برخو د اندېښنو خبر مخې ته راغلی وو.

د واکمن تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي فیصل واډا هم دغه بدلون ته د بیا کتنې خبره کړې وه.

په وورستو کښې مرکزي حکومت د سرکاري اشتهارات د کره کتنې په اړه یوه کمیټي جوړه کړې او دغه کمیټي به دا حتمي پرېکړه کوې چه د مرکزې یا صوبايي حکومت کوم یو اشتهار به اخبارونو کښې خپریږي او کوم یو نه خپریږي.

د پاکستان په کچه د اخبارونو سازمان (ای پي ان اېس) دغه حکومتې پرېکړه د اتلسم دستورې بدلون تر لاندې صوبو ته ورکړای شوې خپلواکۍ پر ضد او د مخکې نه د ستونزو سره مخ مېډېا باندې د لا نورو بندېزونو سره سم بولې.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اسلام آباد کښې مېډېا سره خبرو کښې د ګوند شریک چېرمېن بلاول بهټو زرداري ویلي چې حکومت په ښکاره د دغه بدلون ختموولو اعلان نه کوي خو حکومت چه کوم ګام پورته کوي هاغه نه یوازې د اتلسم دستورې بدلون ښکاره سرغړونه وې خو دغه بدلون غېر موثره جوړوولو حڅه وې.

بلاول بهټو د حکومت ددې ګام پر ضد د احتجاج کوولو خبرداری هم ورکړېدی.

له دې وړاندې پښتون ملت پاله ګوندونو لخوا هم د اتلسم دستورې بدلون غېر موثره جوړړولو پر ضد د سخت غبرګون ګواښونه ورکړای شوي.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت دستورې بدلون په سر د مخالفه ګوندونو اندېښنو باندې رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو هم د زیارت په ورځ قامي اسمبلۍ ته خپله وېنا کښې د اطلاعاتو مرکزې وزېر فواد چوهدري په پېپلز ګوند او مسلم لېګ نواز ګوند باندي د خپلو واکمنو په وخت ملې ادارو ته ومالې زیان رسوولو او د روپو دغبن تورونه تکرار کړیدې.

د پاکستان د وړو صوبو په ګټه اتلسم دستورې بدلون د پیپلز ګوند په تېر حکومت کښې پارلمان منظور کړی وو چه تر مخه یې نه ېوازې هېواد د صدارتې نظام نه پارلماني نظام ته اړول شوې وو خو په ملکي دستور کښې د وړو ایالتونو لپاره ټاکل شوې خپلواکي هم ایالتونو ته ورکړې شوی وه او هم د دغه بدلون له لارې پارلمان د صوبه سرحد نوم خېبر پښتنخواه اېښودلو منظورې ورکړې وه.