د پنجاب اسمبلۍ د تحفظ بنياد اسلام قانون سره به ولس په فرقه ايزه کرکه کې نور هم ‌‌‌‌‌‌ډوب شي: غبرګون

د پنجاب اسمبلۍ په 22م جولاي د تحفظ بنياد اسلام په نوم بل په ګ‌‌‌‌‌‌ډه منظور کړی چې د پيغمبرانو سپکاوی، د څلورو اسماني کتابونو سپکاوی، د پيغمبر اسلام د کورنۍ او صحابه سپکاوی او د ترهګرۍ او فرقه پرستۍ د ستاينې د موادو چاپونکي او مرستيالان به پينځه کاله قيد او نيم ميليون روپۍ جرمانه کيږي.

په بل کې دا خبره لازمي ګرځولې شوې چې د پيغمبر اسلام د نوم په اخستلو به د صلی الله عليه وسلم ويلو سره سره خاتم النبيين ويل لازمه وي.

د بشري حقونو د تنظيمونو او لږکيو ‌‌‌‌‌‌ډلو د نمايندګانو د غبرګون سره سره د حکمران تحريک انصاف ګوند د ساينس او ټېکنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري هم ياد بل ته خپل غبرګون ښودلی او په يو ټويټ کې يې ليکلي چې بل يې لوستلی نه دی خو ويلی شي په خصوصي توګه د پنجاب په اسمبلۍ کې دا حال دی چې هر بل تن قانون راوړي او وايي که دا ونه منل شو نو اسلام په خطر کې دی.

ښاغلي چوهدري زياتوي دا يو خطرناک عمل دی او د دې سره به ولس د مذهبي تندلارۍ او فرقه ايزه کرکه نور هم ‌‌‌‌‌‌ډوب شي.

د بل په غبرګون کې د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن جنرل سېکټري عارف خليق مي‌‌‌‌‌‌ډيا ته ويلي دا قانون به مسلکي کرکه لا زياته کړي او بله دا چې دا د سوچ او فکر په ازادۍ ګوزار دی.

ښاغلی خليق ګڼي چې دا په اک‌‌‌‌‌‌ډيمک ازادۍ او په انساني دانش مظبوط ګوزار دی چې په نتيجه کې به يې فرقه ايزه کرکه نوره ‌‌‌‌‌‌ډېره شي.

څېړونکي وايي تاريخي پېښو ته په کتنه اټکل کولی شي دا به د سني او شيعه مسلمانانو تر منځ موجوده کرکه نوره زياته کړي او دې سره سره به د نورو لږکيو ژوند هم ګران کړي.

د تحريک نفاذ فقه جعفريه مشر اغا سيد حامد علي شاه په دې اړه په يو بيان کې ويلي دا بل د قران او سنت خلاف دی او په ملکي ايين حمله ده او اعلان يې کړی د راروانې جمعې په ورځ به په ټول ملک کې د امن مظاهرې کوي.

د پېښور ټېکسټ بک بور‌‌‌‌‌‌ډ پخواني مشر فضل رحيم مروت وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي که په کتابونو کې غلطي وي لا نامناسبه مواد وي بايد هغه وويستل شي نه چې په کتابونو بندېز ولګي.

ښاغلی مروت وايي په شوروي اتحاد کې سېوا د مارکسېزم نه پرته نور څه نه ښودل کېده او هر څه د کارل مارکس د فلسفې نه تاوېدل چې اويا کاله وچلېده خو نوره د چلېدو نه وه.

فضل رحيم مروت وايي په کتابونو د پنجاب لخوا بندېز به د پښتونخوا هغه تعليمې ادارې هم اغېزمنې کړي چرته چرته چې دغه کتابوه ښودل کيږي.

د بل منظورېدو سره سم د پنجاب صوبايي حکومت د پنجاب ټېکسټ بک بور‌‌‌‌‌‌ډ مشر رای منظور حسين ته دا کار سپارلی چې داسې مواد دې په کتابونو او نورو مطبوعاتو کې چاڼ کړي چې ترې د شعاير اسلام سپکاوی، د ملک د مفاداتو خلاف کار او د تندلارۍ او فرقه ايزه کرکې ملاتړ کيږي.

د پنجاب حکومت تر 100 پورې کتابونه غير قانوني ګرځولي او د رای منظور حسين په وينا خوا و شا 1000 داسې کتابوه يې په پام کې دي چې په بشپړه توګه ولټول شي.

د څېړونکو په وينا د بل خاص هدف يې احمدي لا قادياني لږۍ ‌‌‌‌‌‌ډله ده.

د مسلمانانو د احمدي فرقې په اړه د سني اکثريت مسلمانان په دې عقيده دي چې قاديانان پيغمبر اسلام اخري نبي نه مني او ځکه د پاکستان پارلمان په کال 1974م کې په اکثريتې رای ياده ‌‌‌‌‌‌ډله غير مسلمه وګرځوله چې د هغه وخت وزير اعظم ذوالفقار علي بهټو پرې نن هم د نيوکو سره مخ دی.

د هند نه د مذهب په نوم بيل شوی پاکستان د جوړېدو نزدې 73 کاله وروستو, د کورني مذهبي جګړو او تندلارۍ سره مخ دی چې يوه غټه وجه يې د متنازعه قوانينو جوړول او عملي کول دي.

په پاکستان کې د مذهبي تندلارۍ تازه مثال په اسلام اباد کې د هندو مندر جوړېدل دي چې د ځينې مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلو د قهر سوب ګرځېدلی او د وداني کار يې ودرول شوی.