د جنسي تشدد يا د جبري زنا ښکار د قانوني کاروايي د پاره د پېغلتوب ټېسټ يا طبي معاېنه د پاکستان د پنجاب صوبې لوړې محکمې لاهور هايي کورټ غېر قانوني ګرځولې او وېلي د دې هيڅ قسمه ساېنسي بنياد نشته او دا د يو کس په خاصه توګه د ظلم ښکار ښځې د عزت او وقار په ضد ټېسټ دی.
تېر کال د می او جون په مياشتو کې د لاهور د مدني ټولنې له طرفه شویو په دوو خواستونو خپله فېصله کې لاهور هايي کورټ وویل د پېغلتوب ټو فنګر ټېسټ يا د دوو ګوتو سره د پېغلتوب معلوموولو ټېسټ يا طبي معاېنه دې په سمدستي ډول بنده کړی شي.
د پېښور هايي کورټ يو وکيله مهوش محب کاکاخېل وايي د دوو ګوتو سره د جنسي تشدد ښکار زنانه معاینې دغه عمل په حقله د لاهور هايي کورټ دغه فېصله د ستاېنې وړ ده. "په ټو فنګر ټېسټ کې به دا کېدل چې د اغېزمن شوې ښځو به بې عزتي کېدله، او اکثر به پکې د ښځو د تېر وختونو خبرې هم مخې ته راتلې، او يا به په هغې تورونه ولګېدل چې دا ښځه د مخکې نه په نور داسې جنسي اړيکو کې پاتې شوې ده او د دې دا يو تکرارېدونکی عمل دی نو هغه کېسونه به زمونږ کمزوري شو. او د ښځې په عزت او وقار باندې به ګوتې وچتې شوې."
مهوش محب کاکاخېل وايي په ټو فنګر ټېسټ کې به په ښځې نور هم تورونه ولګېدل چې هغه به ترې خبر هم نه وه او کېس به یې کمزوری شو د ملک نور عدالتونه د لاهور هايي کورټ د دې فېصلې پابند خو نه دي خو پکار ده د داسې قسمه مقدمو اورېدنې په وخت کې دا فېصله په نظر کې وساتي او د دې په رڼا کې فېصلې وشي.
"که مونږ وګورو نو د دې ټېسټ نه څه ساېنسي ارزښت شته او نه يې څه طبي ارزښت شته دی، خو دا ټېسټ صرف د ښځو د پاره يو اذيت دی، د هغوي په وقار او عزت باندې يو ګوته اوچتول دي، هغوي د يو ډېر د اذيت نه ډک عمل نه تېرول دي، ځکه چې هغوي د مخکې نه د يو نفسياتي او جذباتي فشار نه تېرېږي او دا ټېسټ د هغوي په غم کې نوره هم اضافه وکړي، د هغوي په اذيت کې نوره اضافه وکړي. نو زه واېمه پکار ده چې دا فېصله پکار ده چې په ټول پاکستان کې عملي شي بلکې د دې يو قانوني حېثيت جوړ شي."
د لاهور هايي کورټ ججې جسټس عاېشه ملک د مدني فعالانو د طرفه عدالت ته شوي دوو خواستونو باندې د فېصلې په وخت دا ومنله چې د دغه پېغلتوب ټېسټ يا د ورجېنيټي ټېسټ څه ساېنسي بنياد يا وجه نشته او دا صرف د جنسي تشدد ښکار ښځې وقار او عزت باندې حمله ده او د هغې د ژوند او د عزت حق خلاف ورزي ده. عدالت په خپلې فېصلې کې دا هم وېلي چې دا قسمه معاېنه د ښځو په ضد تفريق دی يا توپير دی ځکه عدالت حکومت ته حکم کړی چې د داسې قسمه طبي عملې دې تربيت وکړی شي. او داسې قسمه طبي معاېنه کونکې دې د دې عمل يا ټېسټ نه په سمدستي توګه منع کړی شي.
يوه مدني فعاله چې په پېښور کې د جبري زنا يا د جنسي پېښو په ضد يو کمپېن يا مهم هم چلوي او د ښځو د حقونو د پاره کار کونکې د يو ادارې ان لاېټ لېب مشره هم ده د دې فېصلې په اړه وايي دا يو مثالي فېصله ده. پکار ده په نورو صوبو کې هم عدالتونه خپلې فېصلې د دې فېصلې په رڼا کې وکړي. "دې فېصلې ته دې زمونږه صوبه هم وګوري او دا کومې نورې صوبې چې دي په هغې کې دې هم داسې قسمه ګامونه واخستلی شي او دا چې کوم ټېسټ دی دا دې ختم کړی شي ځکه چې دا غېر ضروري دی. صرف ټېسټ نه دې نه علاوه هم نور داسې عمليات دي چې په هغې کې داسې اقدامات دي د طبي عدالتي عمل په وخت کې چې په کوم کې دا کار ناوخته کيږي، چې کوم اغېزمن شوی کس وي هغه د ډېر تکليف نه تېرېږي، نو پکار ده چې هغه طريقې هم ټولې اسانې کړی شي. ځکه چې مخکې بيا کوم مجرم ته سزا ورکولی کيږي هغه هم د دې طبي عدالتي راپور په بنياد باندې ورکولی کيږي."
قانون پوهه او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف نه نماېنده غړې عاېشه بانو هم وايي پکار ده د ډي اېن ای او نور ساېنسي طريقو سره په داسې قسمه مقدمو کې قانوني کاروايي وشي. هغه وايي پکار ده نورو صوبو کې هم داسې قسمه ټېسټ په سمدستي توګه بند کړی شي.
"اوس ساېنس او ټېکنالوجي دومره مخکې لاړه چې د ډي اېن ای اخستو سره او د هغې چې کومې طريقې دي چې په هغې دا معلومېدی شي چې ايا زنا شوې ده او که نه، نو د ټو فنګر واله چې کوم ټېسټ به کېدلو د دې څه ضرورت شته دی هم نه. بل په اغېزمن کس باندې به د دې به يو نفسياتي فشار هم و. چا سره به چې زياتی شوی و نو د هغې نه پس به په کومه طريقه چې د هغې معاېنه کېدله نو هغه هم يو ډېره غلطه طريقه وه. نو زما خېال دی چې په ټول پاکستان کې دې په دې باندې بندېز ولګي نو دا به ډېره ښه خبره وي."
د ستمبر يه مياشت کې د لاهور موټر وی سره نزدې د يو ښځې سره د جنسي زياتۍ يا د جبري زنا پېښې نه پس د پاکستان تحريک انصاف حکومت په ملک کې اېنټي رېپ ارډېننس يا د جبري زنا مخ نيوي د پاره يو سخت صدارتي قانون او د قانوني او عدالتي طريقه کار کې بدلون راوستلو کوشش کړی خو مدني فعالان وايي د لاهور هايي کورټ دغه فېصله یوه مثالي فېصله ده او د نورو صوبو عدالتونو ته هم پکار ده د لاهور هایي کورټ د دې فېصلې په رڼا کې داسې قسمه غېر انساني او غېر ساېنسي ټېسټونو باندې سمدستي بندېز ولګوي.