د پاکستان داخله وزیر: پاکستان د اقلیتونو دپاره، له جنت نه کم ندی

د پاکستان د داخله چارو وفاقي وزیر، اعجاز احمد شاه ویلي چې "پاکستان د اقلیتونو دپاره له جنت نه کم ندی."

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې دا خبره کړې چې پاکستان کې له مذهبي لږکیو یا اقلیتونو سره د تفریقي چلند له امله ډېر شکایتونه شته او د نړېوالو تنظیمونو لخوا هم څو څو ځله پرې نیوکې شوي دي.

نن د اگست ١١مه نیټه، په پاکستان کې د اقلیتونو د قامي ورځې د لمانځلو پر مهال، د اقلیتونو یو شمیر استازو ویل چې هغوی ته نه خو د ښکاره عبادت اجازت شته او نه په قامي سیاست کې د کردار ترسره کولو حق لري.

په پاکستان کې هر کال د اگست یوولسمه نیټه، د اقلیتونو د قامي ورځې په توگه لمانځل کیږي. د دې ورځې لمانځل، نړۍ ته دا پیغام ورکول دي چې پاکستان کې اقلیتونه برابر حقونه لري.

په دې موقعه، د پاکستان صدر عارف علوي پخپل پیغام کې ویلي چې د هیواد په آئین کې د لږکیو د برابر حقونو ضمانت ورکړی شوی دی او دا چې اقلیتونه د ټولنې یوه مهمه ستنه ده.

صدر عارف علوي پخپل پیغام کې ویلي چې د نن ورځې د لمانځلو هدف، د قاید اعظم محمد علي جناح پر هغه پیغام رڼا اچول دي چې په کې هغه د هیواد د ټولو اوسیدونکو دپاره، د برابر حقونو خبره کړې وه.

پاکستان کې د عیسوي لږکیو د حقونو دپاره کارکوونکي، د یو غیردولتي تنظیم مشر، جوزف فرانسیس له ډېوه رېډیو سره د دې ورځې په مناسبت پخپلو خبرو کې وویل چې په پاکستان کې عیسوي ورورولۍ ته آئیني حقونه نه دي تر لاسه او د تېرو اویاوو کلونو راهیسې، اقلیتونه ټکول کیږي او اوس هم کم عمره عیسوي جینکۍ په زور د مذهب بدلولو ته مجبوره کیدلی شي.

جوزف فرانسیس زیاته کړه: "دلته اقلیتونه ډېر د مجبوریت ژوند تیروي. مونږ ته نه د چرچ جوړولو اجازت شته، نه سرعام د عبادت کولو اجازت شته، او چې کله مونږ په جبر د خپلو ماشومانو د مذهب بدلولو په قضیه کې عدالت ته ورشو، نو عدالت هم زمونږ خبره نه اوري."

پاکستان کې اقلیتونه په قامي او صوبائي اسمبلو کې تر شلو پورې د چوکیو غوښتنه کوي او وایي چې باید د هیواد سیاسي ډلې هم د انتخاباتو پر مهال د ټکټ د ویش په موقعه، د اقلیتونو دپاره پنځه فیصدي کوټا مقرر کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، په ننکانه صاحب کې د اقلیتونو د ورځې په مناسبت جوړې کړی شوې یوې دستورې ته ویلي چې پاکستان د اقلیتونو دپاره له جنت نه کم ندی.

خو د احمدي ټولنې ویاند، سلیم الدین، ډېوه رېډیو سره خبرو کې وایي، پاکستان کې دا ورځ ځکه لمانځلی کیږي چې دلته اقلیتونه برابر آئیني حقونه نلري، او زیاتوي چې احمدیان په پاکستان کې پخپله خوښه اقلیت ندی جوړ شوی.

هغه وایي چې په پاکستان کې د احمدیانو دپاره ځانگړي قوانین جوړ کړی شوي دي، او د دغو قانونونو په موجودگۍ کې هغوی د خپل مذهب پر بنیاد په آزادۍ سره ژوند نشي تیرولی.

سلیم الدین وایي چې دغه امتیازي قوانین باید ختم کړی شي او هر یو تن ته د برابرۍ په کچه د آئین لاندې د ژوند تیرولو حق ورکړل شي.

پاکستان کې د بشري حقونو خپلواکه تنظیم د کال ٢٠١٨ په جاري کړي رپوټ کې د لږکیو په باب ویلي چې هیواد کې د اقلیتونو پرضد تشدد کې کمی ندی لیدلی شوی او د کم شمیره طبقو پر جایدادونو هم حملې روانې دي.