د پاکستان پوځي سر لښکر د روس مرستیال وزیراعظم سره په مهمو چارو خبرې کړي

د پاکستان په دوه ورځني سفر بوخت د روس مرستیال وزیراعظم الیکسي اوورچک د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر سره لیده کاته کړي اؤ د سیمې د امنیت اؤ نورو مهمو چارو په اړوند یې ورسره خیالات تبادله کړي دي.

پاکستان وایي د روس سره تعلقاتو ته وده ورکول یې د خارجه پالیسۍ مهمه برخه ده اؤ د پاکستان اؤ روس ترمځ د لوړې کچې د تماسونو له امله به د دواړو هیوادونو اړیکې لا پسې پراختیا ومومي.

د چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ایس پي آر پخپل بیان کې ویلي، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د روس مرستیال وزیراعظم سره لیدنه کې د روس سره د روایتي دفاعي مرستې د ودې هوډ تازه کړی دی.

د پاکستان د پوځي ویاند له مخې د روس مرستیال وزیراعظم د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان د پوځ هڅې ستایلې اؤ سیمه کې امن ته د ودې ورکولو لپاره یې هم د پاکستاني ځواکونو د کردار ستاینه کړې ده.

د روس مرستیال وزیراعظم پخپل دوه ورځني سفر اسلام اباد ته له رارسېدو وروسته تېره ورځ د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وینا هم کړې وه.

په دغه مهال د پاکستان مرستیال وزیراعظم اؤ خارجه وزیر اسحاق ډار ویلي چې روس سره خپلو اړیکو ته وده ورکول د پاکستان د خارجه پالیسۍ مهمه برخه ده اؤ د پاکستان اؤ روس د لوړې کچې د تماسونو له امله به د دواړو هیوادونو اړیکې له پسې وغځيږي.

اسحاق ډار ویلي د روس اؤ پاکستان خپلو کې په اړونده درناوي اؤ مفاد اډاڼه دوه اړخیزه تعلقات په مثبت لوري روان شوي اؤ د روس اؤ ړپاکستان تجارتي اؤ معاشي اړیکو کې اضافه د ستایلو ده.

هغه وویل پاکستان د روس سره ولسي،کلتوري اؤ نورو څانګو کې مرستو غځولو ته کلک هوډ لري اؤ د شنګهايي د همکاریو په سازمان کې د پاکستان په مرستې کولو د روس مننه کوي.

د هغه وینا وه چې د پاکستان اؤ روس تر منځ د وزیرانو په کچه د کمیشن د راتلونکې غونډې لپاره تیارۍ روانې دي.

په دغه موقعه د روس مرستیال وزیراعظم الیکسي اوورچک ویلي د پاکستان اؤ روس د سفارتي اړیکو ۷۵ کاله وشول.

هغه وویل اسحاق ډار سره یې د دوه اړخیزه تعلقاتو په بیلابیلو اړخونو خبرې کړي اؤ په اکنامک یونین کې د پاکستان په ګډون یې هم ورسره خیالات تبادله کړي دي.

نوموړي وویل راتلونکې میاشت کې پاکستان ته د روس د وزیراعظم سفر د ځانګړي ارزښت وړ دی.

پاکستان ته د روس پلاوی دا سفر په داسې وخت کې کوي، چې پاکستان له سختو معاشي او امنيتي ستونزو سره مخ دی او روس هم د اوکراین شخړې له امله د نړیوالو بندیزونو او د نيوکو ښکار دی.

د نړیوالو چارو کار پوهه تېمور خان ډيوه ته وايي، "د دورې اصل مقصد خو تجارت، پياوړې رابطې او د انرژۍ په څانګه کې انفراسټرکچر جوړول دي. خو امريکي چې د پاکستان د بيلسټک ميزايل پروګرام په پُرزو چې بنديزونه ولګول او روس سره يي اوکراین په اړه اړيکې نورې هم کړکیچنې شوې نو په داسې کې د پاکستان او د روس رابطې ډير ارزښت لري"

په کال 2023م کې پخواني وزیراعظم عمران خان د روس سفر هغه وخت کړی و چې روس په اوکراين يرغل کړی و.

د عمران خان په سفر نه يواځی پاکستان دننه نيوکې شوې وې، بلکې امریکې پرې هم د ناخوښۍ څرګندونه کړې وه.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په پاکستان داسې تورونه هم لګي چې روس او اوکراين جنګ کې پاکستان په پټه په اوکراين د میلینونو ډالرو وسله خرڅه کړې وه خو تیر د پاکستان نګران حکومت داسې خبرونه په کلکه رد کړي وو.

څيړونکي وايي روس سره تعلقات پراخه کولو سره پاکستان او د امريکې تعلقات اغېزمن کيدای شي ځکه امريکا به چري هم نه غواړي چې په دې سيمه کې د روس اثر سېوا شي.