پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره طالب پلوه غړي کابل ته تللي

کابل ته تللي په اوسني پلاوي کې د فقير محمد ورور هم شامل دی، فقير محمد په قبايلي ضلع باجوړ کې د ټي ټي پي مشر وو د چا په اړه چې ويل کيږي، هغه په کال 2007 کې د بېت الله مسيد سره ټي ټي پي جوړ کړی او مرستيال مشر يې هم پاتې شوی دی

د پاکستان د پوځ لخوا د ترهګره ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د شورو شوو خبرو اترو لپاره کابل ته لېږل شوې دریمه جرګه کې ځینی طالب پلوه غړي هم ګډون لري.

دا په وروستيو کې درېمه جرګه ده چې پکې د 12 نه زيات کسان کابل لېږل شوي، دا جرګه په 30 جولايۍ کابل ته رسېدلې ده.

په ياده جرګه کې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سېف، په باجوړ کې د طالبانو د مشر فقیر محمد ورور، د جمعيت علما اسلام ف پخوانی سېنېټر صالح شاه، سېنېټر هلال رحمان او نور کسان شامل دي.

د جرګې طالب پلوه غړي

بېرسټر سېف پخوا د پوځي آمر جنرال پروېز مشرف په کابینه کې پاتې شوی او نزدې دوه کاله وړاندې يې د پاکستان په سېنټ کې په نورو سنېټرانوغږ کړی وو چې په افغانستان او کشمیر کې دې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به یې ملګری وي.

کابل ته تللي په اوسني پلاوي کې د فقير محمد ورور هم شامل دی، فقير محمد په قبايلي ضلع باجوړ کې د ټي ټي پي مشر وو د چا په اړه چې ويل کيږي، هغه په کال 2007 کې د بېت الله مسيد سره ټي ټي پي جوړ کړی او مرستيال مشر يې هم پاتې شوی دی.

په جرګه کې شامل پخوانی سېنېټر صالح شاه هم د ټي ټي پي خواخوږی ګڼل کيږي.

د يادې جرګې وروسته کابل ته د ټي ټي پي سره دخبرو دپاره دوېمه جرګه په 25م جولايۍ د مفتي تقي عثماني په مشرۍ کې لېږل شوې چې پکې د صوابۍ د پنج پير مدرسې مشر مولانا طيّب هم شامل وو.

مولانا طيّب د پنج پيرد مدرسې موجوده مشر دی، اود هغه يو ورورمېجر عامر په پوځ کې افسروو، نوموړي وړاندې وي او اې ډیوه سره په مرکه کې منلې وه چې د پاکستان طالبان د هغويي د مدرسې د فکر مننونکي دي خو ويلي يې وو چاته يي د هېواد خلاف د جګړې تربيت نه دی ورکړی، ويل کيږي د ټي ټي پي مخکنی وژل شوی مشر ملا فضل الله او فقیر محمد هم بلواسطه يا بلاواسطه د پنج پير د مدرسې شاګردان پاتې شوي دي.

د پارلیماني او سياسي خلکو دريځ

د ټي ټي پي سره خبرو دپاره کابل ته د لېږل شوې تازه جرګې په اړه د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د بهرنيو چارو د قايمه کمېټۍ مشر محسن داوړ وايي، دوی د وړاندې نه دا نظر لري چې د ټي ټي پي خلک د وړاندې نه راوستل شوي دي د مذاکراتو هډو ضرورت پاتې نه دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه دعوه وکړه، "د ټي ټي پي او پوځ ترمنځ فېصله شوې ده او دا اوس چې څه روان دي دا هسې ظاهري خبرې اترې دي، بنيادي فېصله شوې ده او دا ډېر خطرناک عمل دی، مونږ ته ويل شوي چې دا خلک بيرته راځي نو وسله به ږدي خو هغوی ته سره د وسلې علاقه حواله کړی شوې ده".

پرون د جمعیت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم ویلي، چې "د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو"ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت، کرک، وزيرستان په دې ټولو سیمو کې د وسله والو خلکو راج دی".

د ټي ټي پي سره مذاکرات

د ټي ټي پي سره د خبرو دپاره د جون په مياشت کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن د 50 نه زیاتو مشرانو او غړو جرګه کابل ته لېږل شوې، او په دغه جرګه کې شامل د باجوړ نه د پيپلز ګوند يو مشر اخوندزاده چټان له کابله تر را ستنېدو وروسته وي او اې ډیوه ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې کابل ته جرګه د پېښور د کور کمانډر او د ايي اېس ايي د مخکني جنرل مشر فیض حمید په خوښه او سلا مشوره لېږل شوې وه.

د جولایۍ په مياشت کې د پاکستان د پوځ د لوړ پوړو مشرانو په غونډه کې د ټي ټي پي سره په خبرو بحث شوی چې دغه خبرې به مخ په وړاندې بوتلی شي، او پوځ د دې خبرو رد هم نه دی کړی چې د دوی جرنېلان په دې خبرو کې نېغ په نېغ لاس لري.

د څيړونکو او حکومت نظر

خبريال او څيړونکي مشتاق يوسفزي ددې جرګې په اړه ډيوه ته وويل د دې جرګو ډېره ګټه نشته، حتمي پرېکړه نه شي کولی خو دوي کولی شي چې د خبرو د پاره لار هواره کړي او اخري پرېکړه به د پاکستان د امنيتي ادارو مشران او پاکستاني طالبان په خپل مېنځ کې کوي.

"زما نظر دادی چې په اخر کې به پاکستاني امنيتي ادارې او پاکستاني طالبان خپل مينځ کې ناسته کوي او پرېکړه به کوي، د جرګو نه توقعات نشته چې دا مسله به هواره کړي خو دا جرګې يو ښه عمل دی چې روان دی".

خو کابل ته د تللې تازه جرګې په اړه بېرسټر سېف وي او اې ډيوه ته ويلي، خبرې روانې دي د مختلفو ضلعو او قبيلو نمايندګي ده پکې، پارلیماني غړي هم پکې شامل دي.

هغه وویل، "نيوکې کیږي که ښه کار کوې او بد کار کوې په یوه کې دې هم نه پرېږدي په خپله خو هيڅ هم نه کوي، پوځ خپل کار کوي په خپله شعبه کې او په سیاسي اړخ يې مونږ کار کوو، دا هر اړخيزه خبرې دي او سمې روانې دي".

د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، اول خو پکار وه چې د ټي ټي پي سره د خبرو نه وړاندې پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی، بله دا چې په دې اوسنيو جرګو کې د طالبانو خپلوان او پلويان شامل دي، دوی به څنګه د قام د ګټې خبره وکړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دغه جرګې به د خپلو خلکو ګټوي ګوري، پارليمان ته په دې رول ادا کول پکار دي چې دا خبرې په خپله وکړي".

د ټي ټي پي تېر عملیات او اوسنۍ غوښتنې

ټي ټي پي په پاکستان کې د ګڼو ځانمرګو بريدونو سره د ترهګرو بريدونو چې پکې په پېښور کې د کال 2014 په 16م دسمبر په ارمي پبلک سکول د بريد زمه واري هم منلې وه، په دغه بريد کې د 150 پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې د سکول زده کوونکي وو.

پاکستاني چارواکي او اولس طالبان د زرګونو پاکستانيانو په وژنه کې ککړ ګڼي.

د پاکستاني طالبانو سر چينو ډيوه ته ويلي دوي په خپلو دوو مهو غوښتنو، يو د قبايلي ضلعو د پخواني حيثيت په بحالولو او دویمه د دوي قبايلي سيمو ته د تنظيمي ډهانچې سره دبېرته ستنېدو په اړوند کلک ولاړ دي.

سرچینې وایي طالبانو دا غوښتنې د پاکستاني علماو جرګې ته هم اېښودې وې او اوس به يې دې جرګې ته هم وړاندې کوي.

حکومتي ځواب

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله تيره میاشت د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه ويلي وو، "د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره مذاکرات په خپله طريقه کيږي، خو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو بنياد دا دی چې هغه به د ايين لاندې کيږي".

د رانا ثناالله په خبره "د ايین پرته به د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کيږي او نه به ورسره معاهده کيږي او د دې خبرې اجازت پارلیماني کمېټۍ پوځي مشرتابه ته ورکړی دی، او په دې کې چې څه پرمختګ کيږي په هغې به پارلیماني کميټي خبرولی شي، او بيا به پرې په پارلیمان کې بحث کيږي".

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.