د کانفرنس اعلامیه: دداعش په ضد باید گډه تگلاره جوړه شي

Hotunan Yadda Nijar Ta Karbi Kasonta Na Alluran Riga-kafin COVID-19 Na COVAX.

د پاکستان په کوربتوب د شپږو هېوادونو د سپيکرانو کانفرنس لاقانونه ترهګره ډله داعش د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره ستر او رښتینی ګواښ بللی.

"د ترهګرۍ چېلنجونه او سيمه يیزې اړیکې" د سرلیک لاندې په اسلام اباد کې د شپږو هېوادونو د سپيکرانو کانفرنس وشو .

په دغه کانفرنس کې د پاکستان، افغانستان، چين، روس، ترکي او ايران د ملي اسمبليو سپيکرانو ګډون درلود.

د کانفرنس په پاې کې خپره شوې اعلاميه وايي، دوی د داعش ډلې په ضد په عراق او شام کې د تر لاسه شوو کاميابیو هرکلی کوي، خو ياده ډله د سيمې د هېوادونو امنيت او ارامۍ ته رښتینی ګواښ ګڼي او د دې په ضد د ګډې تګلارې جوړولو سپارښتنه کوي.

د کانفرنس برخوالو هېوادونو د لا قانونه ترهګر سازمان داعش په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې يادې ډلې په افغانستان کې د ملکي وګړو او ملي ځواکونو په ضد فعاليتونه توند کړي او په وروستیو کې یې په پاکستان کې دننه هم د خونړيو بريدونو پړه پر غاړه اخستې ده.

څېړونکي هم داعش ډله د سيمه يیز امنيت لپاره را پورته کېدونکي سنجیده ګواښ ګڼي.

وتلی خبريال او سیاسي څېړونکی طاهر خان وايي، په ګډه اعلاميه کې داعش ډله دوه وارې ذکر شوې او دا په دې مانا چې هغوی هم داعش يو حقيقي ګواښ بولي.

هغه وايي په دغو شپږو هېوادونو کې ځینې په څه نا څه ډول د داعش نه

نېغ په نېغه اغېزمن شوي دي. ايران هم داعش ځکه يو خطر بولي، چې دغې ډلې په ګرده مسلمانه نړۍ کې شيعه مسلمانان په نخښه کړي او روس هم له نورو علتونو پرته د داعش له ويرې په افغانستان کې طالبانو ته لاس اوږد کړی.

د اعلاميې له مخې د کانفرنس ګډونوال، داعش د خپلو هېوادونو تر څنګ د نورې نړۍ لپاره هم يو ګډ خطر ګڼي او پر خپلو هېوادونو ټينګار کوي چې د ترهګرۍ په ضد يوه کوټلې تګلاره جوړه کړي.

په اعلاميه کې د مخدره موادو د قاچاق او ترهګرۍ تر منځ پر زیاتېدونکي تړاو هم اندېښنې ښکاره کړل شوې دي.