د پاکستان د قومي بجټ اعلانېدو پس نن د جون په 13مه نېټه د پاکستان ونډو بازار 3400 پواينټونو نه زیات بره تللی، اقتصاد پوهان وايي، د ونډو بازار د بره تلو غټ علت په بجټ کې په پانګونو د نوي ټېکس نه لګېدل دي ځکه کاروباريانو د ونډو په بازار کې زياتې پانګونې کړي او په بره ختلی دی.
د پاکستان ونډو بازار ترمخه نن د سر 100 کمپنيانو کاروباري ورځې پيل د 72797 پواينټونو سره شوی وو او د کاروباري ورځ په ختمېدو د 3410 پواينټونو په بره تلو سره په 76208 پواينټونو بند شوی او د بازار په مجموعي کاروبار کې 4.67 فيصده زياتوالی شوی دی.
د ونډو بازار پوهان وايي د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرحه کې د کمي وروسته د ونډو په بازار ټېکسونه نه دي لګول شوي.
د ونډو بازار کارپوه شهريار بټ وايي، "د بجټ نه وړاندې د پاکستان ونډو بازار کې اوازې وې او ويل کېدل چې په سټاک مارکيټ باندې به هم ټيکس لګول کېږي ځکه چې حکومت د ټېکسونو زيات هدف اېښودو ويلي وو خو د بجټ راتلو وروسته هغه اندېښنې ختمې شوې او چې کومه د 3500 پواينټونو کمي راغلې وه نن بازار هغه کمي بیا پوره کړه".
د ونډ وبازار کې د پانګه والو په خبره، دا وخت د مختلفو کاروباري سېکټرونو خلکو سره د ونډو بازار يواځينۍ لاره پاتې شوې چرته چې خلک خپلې پانګې محفوظې ګڼي ځکه چې حکومت په بجټ کې بل يو کوم داسې سيکټر نه دې پريښودی چې د ټيکسونه غټ بوج پرې نه وي اچول شوی.
پانګه وال عبدالروف وايي، "د ونډو بازار دپاره بجټ ښه او مضوبط وو خو ډيرو نورو کاروبارونو دپاره منفي ثابت شوی، نو چې څومره داسې کاروبارنو کې پانګې شوې دي هغه به اوس ونډو بازار ته راځي، ښکاري چې راتلونکي څه وخت پورې به اوس دغه مارکيټ 75000 نه تر 85000 پواينټونو تر منځ کاروبار کوي".
اقتصاد پوهانو وايي که بجټ په د ونډو په بازار زیات اثر نه دی غورځولې خو په بجټ کې چې کوم ټېکسونه لګول شوي، د هغې سره به ګراني نه کميږي بلکې نوره به سېوا کيږي، په عامو خلکو به یې زياتې اغېزې وي، کوم رعايتونه چې ورکړل شوي وو هغه ټول ختم کړل شوي دي.
اقتصاد پوه خبريال وکيل الرحمان وايي، "د ملک هر ډول شعبه هغه که عام خلک دي او که نور، په هغو ګراني راغله، عام د خوراک څيزونه به ګرانيږي، باقي تجارتي شعبه به هم ځپل کيږي ځکه چې وړاندې پرې ټيکسونه نه وو يا کم وو".
اقتصاد پوهان وايي، بجټ د نړیوالې مالياتې ادارې (آی اېم اېف) د پروګرام لاندې جوړ شوی، د ټېکس زيات هدف اېښودل شوی هغه ترلاسه کول يوه مهمه پوښتنه ده، په بجټ کې د اهدافو ترلاسه کولو دپاره به یو ځل بيا سختې فېصلې کول وي.