د سپریم کورټ مشر د حکومت مخالف غږونو په خاموشه کولو تشویش څرگند کړی

د پخواني وزیراعظم نوازشریف په شمول حکومت مخالف گوندونه وايي حکومت احتسابي عمل د سیاسي انتقام په توگه استعمالوي. حکومت دغه خبره ردوي

د سپرېم کورټ مشر قاضې جسټس آصف سعېد کهوسه په هېواد کښې د احتسابې عمل په شفافېت، حکومت د مخالف غږونو د خاموشمه کوولو او په میډیا د بندېزونو په سر اندېښنې څرگندې کړې دي.

د نوي عدالتي کال پېل کېدلو په مناسبت د شورو، چهارشنبې، په ورځ اسلام آباد کښې غونډې ته مشر قاضې وویل دا تاثر به ختمول وې چې ګنې د احتساب عمل د سېاسې ګټو لپاره کارول کېږي.

هغه وویل چې پاکستان کښې حکومت مخالفه غږونه غلې کولو او او په میډیا باندې د بندېزونو خبرونه د اندېښنو وړ دي او دې سره به هېواد کښې بې باورې خوریږي.

سېاستمدار افرسېاب خټک ډېوه رېډو سره خبرو کې د سپریم کورټ د مشر وینا وستایله او ویې ویل شکردی چې مشر قاضي دې معاملاتو ته هم پام لرنه وکړه. افرسیاب خټک وویل پکار ده چې د سپریم کورټ مشر جج په دې لړ کې عملي گامونه هم پورته کړي.

دا په داسې وخت چې د هېواد پخوانی وزېراعظم نواز شرېف، د هغه لور او د حکومت مخالف بل گوند پېپلزپارټۍ شریک چېرمین اصف زرداري او ېو شمېر نور حکومت مخالفه سېاستمداران د مالې درغلېو په تور بندېوان دي او مخالفه ګوندونه په حکومت او احتساب ادارې د دوی په ضد د انتقامې ګامونو تورونه لګوي.

او د پښتون ژغورنې غرځنګ د ملي اسمبلۍ دوه غړو محسن داگړ او علي وزیر پشمول پې ټې اېم وايي د سلگونو په شمیره یې حمایتیان په زندانونو کې بند دي او د خپلو دستوري حقونونه نه محرومه ساتل شوي دي.

مشر قاضې خپله وېنا کې د اعلې عدالت ازخود اورېدنې واک کاروولو تګلاره کښې د بدلون راوستو پخلې هم وکړو او ویې وېل په اینده کې به دا ېواځې په مهم ملکې معالاتو کښې کاروول کېږي.

دغه واک کاروولو له کبله تېرو ١٠ کلونو کښې د هغې وخت واکمن مسلم لېګ نواز ګوند او پېپلز ګوند د واکمنو په وخت د دغو ګوندونو د سپرېم کورټ سره اړېکې د تاو ترېخوالې ښکار وې او دغه ګوندونو د سپرېم کورټ ازخود اورېدنې اختیار په حکومتي چارو کښې لاس وهنه گڼله.

مشر قاضې د پاکستان د صدر لخواه د سپرېم کورټ دوو قاضیانو جسټس قاضې فایز عیسا او جسټس آغا په ضد د اثاثو پټوولو په تور اعلې عدالتې کونسل کښې د قضییو اودرولو پخلې هم کړی دی.

د وکیلانو لویه شمېره د وړې صوبې بلوچستان سره تړاو لرونکې فایز عیسا په ضد دغه قضېې ته سخت غبرګون ښايي او دریځ خپلوي چې د پوځې استخباراتې ادارو په ضد فېصلې جارې کوولو په سر هغه ځورول کېږي او جسټس عیسا د پاکستان سپرېم کورټ کښې دغه قضېه په ضد خواست هم ورکړېدی.

قانون پوها بېرېسټر مسرور شاه ډېوه رېډېو ته وېلې چې دغه خواست کښې د جسټس عېسې لخواه راپورته شوې اعترضونو فېصله کېدلو ته د سپرېم جوډېشل کونسل کارواې اودرول شوې خو د هغه په ضد مالي درغلېو سره تړلې رېفرېنس ېا قضېه اوس هم فعاله ده.

بلخواه واکمن تحرېک انصاف ګوند د احتساب په اړه د مخالفه ګوندونو لخواه د انتقامې کارواېو تورونه ردوې او دریځ خپلوي چې په د مسلم لېګ نواز او پېپلز کوند مشرانو په ضد د ېاد ګوندونو د واکمنۍ په وخت کېسونه جوړ شوي وو او موجوده حکومت دغه کېسونو درج کوولو کښې هېڅ کردار نه لري.