د طالبانو او حکومتي مذاکراتي ډلو دریزونه او یوه څیړنه

رحیم الله یوسفزۍ او پروفیسر ابراهیم

تیر کال د جون په میاشت کې د نواز شریف په واک کې د راتلو ورسته، د اولس په ذهن پرته هغه تیاره اوس په ورو ورو لرې کیږي چې دغه پوښتنې يي پټې کړې وې حکومت به غیرقانونه گرځول شوي تنظیم طالبانو سره خبرې اترې کله او څنگه شورو کوي؟
وزیراعظم نوازشریف خپل انتخابي مهم کې د پاکستان سره ددغه مذاکراتو او امن لوظ کړی وو.

پاکستاني طالبان

تیره هفته وزیراعظم نواز شریف په قامي اسمبلۍ کې وینا په وخت طالبانو سره د خبرو شورو کولو اعلان کې وویل کرکجنه یادونه هیروي او امن لپاره مذاکراتو ته یوه بله موقع ورکوي.
د پاکستان حکومت لخوا طالبانو سره مجوزه مذاکراتو د پاره د کمیټۍ په ځواب کې طالبانو د پنځه کسیزه کمیټۍ اعلان کړی چې ددوي په نمائندگۍ حکومت سره خبرې اترې کولی شي.
د طالبانو لخوا اعلان کړی شوي کمیټۍ کې د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا مشر پروفیسر محمد ابراهیم؛ د جمعیت علماالسلام خپلې ډلې مشر مولانا سمیع الحق؛ د جمعیت علمااسلام فضل الرحمان مفتي کفایت الله؛ د اسلام اباد لال مسجد پخوانی مشر مولانا عبدالعزیز او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان شامل دي.
عمران خان حکومت سره ممکنه مذاکراتو د طالبانو د نمائندگۍ نه ډډه کړې ده. مطبوعاتو ته یو بیان کې عمران خان ویلي هغه د طالبانو نمائندگي نشې کولی او ځان ته دې بل څوک ووټاکي.

پاکستاني عسکرو یو منظر

ددې نه وړاندې حکومت طالبانو سره مذاکراتو دپاره د څلور کسیزه کمیټۍ اعلان کړی وو چې پکې د وزیراعظم مشیر عرفان صدیقي؛ پخوانی سفیر رستم شاه مهمند؛ مشهور صحافي رحیم الله یوسفزۍ او د پاکستان پوځ پخواني افسر میجر عامر شامل دي.
د اتوار په ورځ د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو د روانو چارو پروگرام واشنگټن نه تر خیبره کې د حکومت او طالبانو د مذاکراتو په موضوع بحث وشو چې پکې د حکومتي کمیټۍ رحیم الله یوسفزۍ او د طالبانو لخوا د ټاکل شوي کمیټۍ پروفیسر محمد ابراهیم او څیړونکو ډاکټر محمد تقي او پروفیسر اعجاز خټک هم شرکت وکړو.
رحیم الله یوسفزۍ وویل غواړي هیواد کې د امن په خاطر د حکومت او د طالبانو مذاکرات زر تر زره شورو شي. هغه امید څرگند کړو چې کله د فریقینو په منځ کې د اعتماد فضا جوړه شي او په ممکنه توگه ډز بندي وشي نو امکان شته چې حکومت او طالبان د یو بل سره نیغ په نیغه مذاکراتو ته کښېني.
د واشنگټن نه تر خیبره پروگرام کوربه رحمان بونیري سره د رحیم الله یوسفزۍ مرکه تاسو دلته اوریدی شي:

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو سره د مذاکراتو د حکومتي کمیټۍ غړی رحیم الله یوسفزۍ


د طالبانو لخوا ټاکل شوې کمیټۍ غړی پروفیسر محمد ابراهیم وايي طالبانو د هغه او مولانا سمیع الحق سره رابطه کړې ده چې د هغوي په نمائندگۍ حکومت سره مذاکرات کولی شي. پروفیسر محمد ابراهیم وویل کوشش به کوي چې د دواړو فریقینو دریز نه ځان خبر کړي او بیا به کوشش کوي چې د پاکستاني قانون، قبائیلي روایاتو، شخصي تعلقاتو او اسلامي طریقې د لاندې خبرې اترې په مخکې بوځي. هغه وویل لا ورته د طالبانو لخوا د څه شرائطو په هکله نه دي ویل شوي.

طالبانو خلاف د حکومتي کاروائي په وخت بې کوره شوي د جنوبي وزیرستان کډوال

پرفیسر محمد ابراهیم د مذاکراتو د کامیابۍ یا د ناکامۍ په باره کې سکوټ دریز نه دی ښکاره کړی خو وايي په وړاندې يي ډیرې مشکلې مرحلې راتلونکې دي.
د واشنگټن نه تر خیبرپورې پروگرام کې د پروفیسر محمد ابراهیم خبرې اترې تاسو دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو د کمیټۍ غړی پروفیسر محدم ابراهیم


په پروگرام کې شامل څیړونکو ډاکټر محمد تقي او پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک د حکومت او طالبانو د کیدونکو خبرو اترو په هکله ډیر سوالونه راپورته کړې او وايي طالبانو سره خبرې اترې او د هغې د نتیجو نه د اولس خبرول ضروري دي. ډاکټر تقي په نواز شریف نیوکه کړې او وايي د پښتنو د مړو د بخښلو اختیار ورسره نیشته. تجزیه کار اعجاز خټک وايي طالبان خپله هم په یوه نقطه او یو فکر باندې یو ځائې نه دي.
د دواړو تجزیه کارانو خبرې اترې تاسو دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

د حکومت او طالبانو په ممکنه مذاکراتو د ډاکټر محمد تقي او پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک تبصره