په قبایلي ضلعو کې د انتخاباتو په شفافیت د حکومت مخالف گوندونو تشویش دوام لري

مطبوعات وايي د پېپلز ګوند فرحت الله بابر د هېواد انتخابې کمېشن مشر په نوم لېکل شوي خط کښې د انتخابات نه وړاندې د قباېلې ضلعو ځینو برخو کښې د ١٤٤ نومې قانون په ځاې کوولو معامله راپورته کړې ده

د پاکستان په قبایلي ضلعو کښې د صوبايي اسمبلۍ دپاره کېدونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه د حکومت مخالف گوندونو تشویش دوام لري.

تېره هفته په اسلام اباد کې د حکومت مخالف گوندونو په خپله غونډه کې غوښتنه وکړه چې په انتخابات کښې د پوځي چارواکو د پرځای کوولو امر دې بېرته واخیستی شي او پاکستان پیپلزپارټۍ او مسلم لیگ (ن) غوښتنه کړې ده چې د قبایلي ضلعو په ځینو برخو کې قانون لگول شوي ١۴۴ ماده دې ختمه کړی شي. د دغه قانونو دلاندې په ولسي ځایونو کې د گڼ شمېر خلکو په یوځای کېدو پابندي وي.

مطبوعات وايي د پېپلز ګوند فرحت الله بابر د هېواد انتخابې کمېشن مشر په نوم لېکل شوي خط کښې د انتخابات نه وړاندې د قباېلې ضلعو ځینو برخو کښې د ١٤٤ نومې قانون په ځاې کوولو معامله راپورته کړې ده.

د دغه قانون د لاندې ځايي انتظامیه په ولسي ځایونو کې په گڼه شمېره کې د خلکو په راغونډېدلود بندېز لګوولو واک لرې او د سرغړونې په صورت کې تر د شپږو مېاشتو قید سزا ورکړی کېدی شي.

فرحت الله بابر دغه قانون انتخابې ټګي ګرځولې او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې امیدواران د عوامې غونډو نه محرومه ساتل کېږې نو بېا د انتخاباتو نتېجو بې پلوع او باوري څنگه کېدلی شي؟

فرحت الله بابر د انتخابې کمېشن مشر نه غوښتنه کړې ده چې د ١۴۴ دفعې د لگېدل کېدو نوټس واخلي یا دې ورسته پام لرنه وکړي.

د حزب اختلاف ګوندونه د قومی اسمبلۍ په سپیکر دا نیوکې هم کوي چې هغه په جېل کښې بندېوان د شمالې او جنوبې وزېرستان منتخب غړو محسن داوړ او علې وزېر اسمبلې ته د راستلو امر نه جاری کوي.

قبایلې ضلعو کښې په ٢٠ جولاې باندې کېدونکې انتخابات کښې برخه اخستونکې د بېله بېل ګوندونو ېو شمېر کاندېدانو د دوې د ځوروولو معامله راپورته کړې.

د حکومت بل لوې مخالفه مسلم لېګ نواز ګوند د ملې اسمبلې غړې ډاکټر عباد هم دغه انتخابات کښې د خپل ګوند غړو ته د ورپېښو د ېوشمېر ستونزو پخلی کوي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کښې ډاکټر عباد دعوې کړې چې استخباراتې ادارو انتخاباتو کښې برخه اخستونکو ٩٠ فیصد کاندېدانو ته خبرداری کړی چې د دوی ژوند ته خطرات دي او د دې لا امله دې د انتخابي حلو ځلو کې نه ډډه وکړي.

له دې وړاندې اسلام آباد کښې ترسره شوې حکومت مخالفه ګوندونو کانفرنس اعلامېه کښې هم د انتخابې کمېشن نه په انتخابات کښې د پوځې چارواکو په ځاې کوولو امر بېرته اخستو غوښتنه شوې وه.

که څه هم د انتخابي کمېشن چارواکو د وي او ای ډیوه په رابطو د حزب اختلاف په تشویش خپل ردعمل نه دی څرگند کړی خو د جنوبي وزیرستان څخه د صوبايي اسمبلۍ دوه انتخابي امیدواران د کمیشن په امر قید نه ازاد کړی شوې دي. دغه امیدواران په ولسي امن کې د خلل اچولو په الزام گرفتار شوي وو.