په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وايي پکار نه ده چې د افغانستان طالبان د تنهايي ښکار کړی شي

منیر اکرم

د ملګرو ملتونو دپاره د پاکستان مستقل استازي منیر اکرم ویلي پاکستان به هېڅ کله د افغانستان واکمن طالبان د یوازې کولو د تګلارې حمایت و نه کړي او د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف به د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته د وېنا په موقع د افغانستان د ثبات دپاره طالبانو سره په رابطو ټینګار کوي.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمندو راهسې یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.

په نیویارک کې د جنرل اسمبلۍ غونډه د شروع کېدو په موقع د وي او ای خبریال علي فرقان سره مرکه کې منیر اکرم وویل د طالبانو غلطیانې په خپل ځای خو د افغانستان داخلي او بهرنۍ مسلې کولو دپاره د مشترکه تګلارې او متفقه اقدامات اخیستل پکار دي.

اکرم وویل پکار نه ده چې د طالبانو د حکومت د غلطیو سزا د افغانستان ولس ته ورکړی شي او د اسلام اباد کوښښ دی چې د طالبانو د حکومت غلطیانې د مشترکه حکمت عملۍ په زریعه لرې کړی شي.

منیر اکرم وویل هر وخت یې دا خبره کړې چې د افغانستان سره روابط ساتل پکار دي، اختلافات کېدلی شي لېکن پکار ده چې خبرې اترې کېږي. د هغه په قول د سفارتکارۍ مقصد هم دا دی چې د رابطو او د تګلارې په زریعه حالات بدل کړی شي.

د منیر اکرم نه پوښتنه وشوه چې پاکستان خو د طالبانو حکومت سره خپلې مسلې حل نه کړی شوې نو دنیا به په دې څنګه قایله کړي ؟ نو هغه وویل پاکستان د طالبانو سره د سرحدي او د تجارتي ستونزو په شمول ډېرې مسلې لري خو د دې باوجود اسلام اباد په انساني بنیادونو د افغانستان د ولس امداد، تعلیم او نور سهولتونه جاري ساتلي دي.

پاکستاني استازي وویل د طالبانو حکومت سره اختلافات به په بله طریقه لرې کوي خو د دې دا مطلب نه دی چې طالبان دې تنها پرېښودل شي.

په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د ښځو په تعلیم، کار روزګار او د حرکت ګڼ شمېر پابندۍ لګولي چې له امله یې نړیوالې ټولنې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د پاکستان ګڼ شمېر لوړ رتبه چارواکو طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس طالب چارواکو سره ملاقاتونو دپاره د کابل دورې کړي خو په نږدې وختونو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ حملې د زیاتېدو راهسې د پاکستان او د طالبانو تعلقات کړکېچن شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، وسله وال په افغانستان کې فعالیت ازادي لري او هم د افغانستان څخه په پاکستان کې حملې ترتبتوي. طالبان دا خبره ردوي، وايي پاکستان دې د خپل کور دننه په امنیت کې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبانو نه اچوي. د دې ترڅنګ په پوله هم د پاکستاني او د طالب ځواکونو جګړې شوې دي.

د اکرام نه پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان د افغانستان په لړ کې د نورو ګاونډیو ملکونو نه بېل شوی نه دی، چین او د سیمې نور ملکونه په یکطرفه توګه طالبانو د تسلیمولو په لوري روان نه دي؟ په دې اړه پاکستاني سفارتکار وویل چین او د سیمې نورو ملکونو د افغانستان په اړه داسې څه فېصله نه ده کړې چې پاکستان په کې وروسته پاتې شوی دی. هغه وویل چین او متحده عرب اماراتو په خپلو دارلحکومتونو کې د طالبانو استازي بېرته رابللي دي او په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانه د وړاندې څخه کار کوي.

اکرم وویل د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ په موقع به په نیویارک کې د افغانستان د شپږو ګاونډیو ملکونو د سفارتي فورم غونډه هم کېږي او د افغانستان په اړه به په مشترکه حکمت عملۍ غور کوي چې د افغانستان مسلې څنګه حل کړی شي؟

اکرم وویل د افغانستان دپاره د پاکستان پالېسي واضحه او جامعه ده چې افغانستان دې یوازې پرې نه ښودل شي او د طالبانو حکومت سره رابطې ساتل او خبرې اترې پکار دي او د مشترکه حکمت عملۍ دلارې د طالبانو د حکومت غلطې پالېسۍ سمېدلی شي.

ایا پاکستان اوس هم د افغانستان منجمد اثاثې طالبانو ته د ورکړی کېدو حمایت کوي؟ دې پوښتنې ته په جواب کې اکرم وویل د پاکستان په دا موقف وي چې د افغانستان منجمدو اثاثو د بحالولو لارې چارې د ولټول شي ځکه چې افغان ولس ورته ضرورت لري. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت غلطو تګلارو د سمولو ضرورت دی خو پکار ده چې افغان ولس ته تکلیف ور ورسوول شي.