پاکستان: ډرون بریدونه مو امریکې سره د ترهګرۍ ضد مرسته زیانمنولای شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کرمه اېجنسۍ کې د امریکایي ډرون الوتکې نننی برید غندلی او ویلي یې دي چې د امریکې له خوا دا ډول یواړخیز بریدونه د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ په ضد جګړې مرستو ته زیان رسوي.

امریکايي ډرون برید د چارشنبې په سهار ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان په خاوره کې د حقاني ډلې د یوه قومندان په شمول دوه تنه په داسې وخت کې وژلي چې افغان چارواکو یوه ورځ وړاندې د کابل پر انټرکانټیننټل هوټل د برید پړه پر حقاني ډلې ور واچوله.

پاکستاني استخباراتي سرچینې وایي د کرمې اېجنسۍ په مموزۍ سیمه کې دغه برید د یوه افغان کډوال پر کور شوې ده. په برید کې دوه تنه احسان (خاورې) او ناصرمحمود (نری) وژل شوي دي، چې دواړه د حقاني ډلې وسلوال ګڼل کېږي.

اې ایف پي خبري اېجنسۍ وایي، حقاني ډلې ته نیژدې سرچینو تایید کړې ده، چې نن یې د خپلو وسلوالو پر یوه کور ډرون برید شوی دی او یو د منځنۍ کچې قومندان یې پکې وژل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، پاکستان تل ټینګار کوي چې امریکه دي مهم استخباراتي مالومات ورسره شریک کړي، چې پاکستاني ځواکونه خپله په خپله خاوره کې د ترهګرو په ضد عملیات وکړي

دا ډرون برید په داسې وخت کې شوی، چې د امریکې د پوځ د مرکزي قرارګاه (سنټرل کمانډ) مشر جنرل جوزیف ایل ووټل د جنورۍ په ۱۲مه د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ته باور ورکړی وو، چې امریکه په پاکستان کې دننه د یواړخیزه عملیاتو اراده نه لري

پاکستاني چارواکي وايي نننی ډرون بريد چې په کوم ځای کې شوی په دې سیمه کې زیاتره افغان کډوال مېشت دي. تېر کال هم پر همدې ځای يو ډرون بريد شوی وو، چې د ابوبکر په نوم یو تن- چې له حقاني شبکې سره یې تړاو درلود- پکې وژل شوی وو.

د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ میاشت کې دا دویم ډرون بريد دی، چې د پاکستان په خاوره کې وسلوال په نخښه کوي. د جنورۍ په ۱۷مه هم د کورمې په بادشاکوټ سیمه کې ډرون بريد د خالد په نوم یو مشکوک ترهګر وژلی وو.

پاکستان تل په خپله خاوره کې د امریکایي ډرون بریدونو غندنه کړې او دا یې د خپلې خاورې پر استقلال تېری بللی دی، خو امریکې تل د پاکستان په خاوره کې هغه ترهګر تعقیب کړي او هغوی یې پخ ډرون بریدونو کې وژلي، چې په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي.

امريکا او افغانستان تل پر پاکستان تورونه لګوي چې افغان طالبانو او د حقاني شبکې وسلوالو ته يې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او له دې هېواده په افغانستان کې د ترهګرۍ بریدونه پلانوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.