په پاکستان کې استخباراتي ادارو ته د پیسو ورکولو حساب کتاب نه کېږي: رپورټ

د امریکا خارجه وزارت د مالي شفافیت د کال 2020 په رپورټ کې ویلي دي په پاکستان کې استخباراتي ادارو ته د پیسو ورکولو حساب کتاب نه کېږي او پاکستان د مالي شفافیت په غوښتنو پوره کولو کې قوي پرمختګ نه دی کړی.

په رپورټ کې دعوا شوې ده چې په پاکستان کې د هیواد استخباراتي ادارو ته د پنګو حساب کتاب روڼ نه دی.

د رپورټ تر مخه:

"د پاکستان د استخباراتي ادارو بجټ د هیواد د پارلېمان د کتنې نه بغېر جوړ شوې وو”

د رپورټ تر مخه دغه بجټ د پاکستان د حساب کتاب اعلا ادارې د باور وړ ګڼلی وو خو د مالي شفافیت لږ تر لږه ضرورت یې نه دی پوره کړې.

په رپورټ کې د 141 هیوادونو د مالي شفافیت جاج اخستل شوې چې پکې په 65 هیوادونو په شفافیت کې د پاتې راتلو نیوکې شوي دي.

رپورټ واي دپاکستان د اقتصاد د یوې سترې منصوبې د چين پاکستان اقتصادي لارې (سي پېک) حساب کتاب هم خړ دی او قام ته په دې حقله د چين سره د پورونو او ورباندې د اخستل شوي سود لوظنامې پټې ساتل شوي دي.

په رپورټ د پاکستان لخوا تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودل شوې خو د هیواد د خزانې پخوای وزیر وقار مسعود واي پاکستان د سي پیک په منصوبه کې د شفافیت لاره خپله کړې ده. هغه دا هم واي د دفاع بجټ هم د هیواد په پارلېمان کې وړاندې شوی او په کاغذونو کې د ټول حساب کتاب تفصیل موجود دی.

په پاکستان کې د کال 2020/21 په بجټ کې د دفاع لپاره 1290 اربه روپۍ اېښودل شوي دي چې په هیواد کې ورباندې ځیني سیاسي ګوندونو او پوهانو په خپلو اعتراضونو کۍ ویلي وو، پاکستان یو غریب هیواد دی او د دفاع په ځای د تعلیم، صحت او انرجۍ په برخه کې د زیات بجټ ضرورت دی.

د امرېکې د خارجه وزارت د رپورټ نه وړاندې هم د پاکستان په سترو اقتصادي منصوبو کي د مالي شفافیت په نشتوالي ټکونه شوي.

که څه هم پاکستان د سي پیک منصوبه د خپل معیشیت د ملا تیر ګڼي خو د پاکستان په چارو نظر لرونکي امریکایاي مشران واي په دې منصوبه کې د چین قرضې فریبي دي او په راتلونکو ورځو کې به پاکستان ددې جوګه نه وي چې د چین پورونه واړوي.

د سويلي او منځنۍ اسيا دپاره د امریکا ځانګړې استازې اېلس وېلز پاکستان ته خپل اخري سفر په وخت ویلي وو په سي پېک پروژه کې د هغو شرکتونو (کمپنيانو) سره تړونونه يا معاهدې شوي کومې چې د نړيوال بېنک په تور نوملړ کې شاملې دي.

وېلز په پاکستان د قرضونو په اړوند ويلي د چين پېسې د پاکستان مرسته نه کوي، پاکستان په پروژه کې ګرانې قرضې اخيستي دي.

چين د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) په اړوند امریکايي نيوکو ته په غبرګون کې ويلي وو، د سي پېک پروژه رڼه (شفافه) ده.

په اسلام اباد کې د چين سفارتخانې د امريکايي استازې نيوکو ته په غبرګون کې ويلي وو دغه پروژه خلاصه، رڼه او د نړیوال قانون ترمخه ده.

سفارتخانې ویلي "د پاکستان د احتساب د ادارو سره په تماس کې يُو او هغوی په دې باوري دي چې د سي پېک پروژه پاکه ده".

د چين سفارتخانې دا تور هم لګولی چې "امريکا د سي پېک په اړوند منفي پروپېګنډا کوي او امریکا غواړي چې د بيجنګ او اسلام اباد اړيکې زيانمنې کړي".