پاکستان په تېلو محصولات نور زيات کړي

که جي اېس ټي يا جنرل سېلز ټېکس زيات شي نو د اولس نه په دې مد کې ترلاسه شوې پيسې به په مرکز او صوبو کې تقسيمېږي خو لېوي د مرکزي حکومت لاسو ته ځي.

په نړيواله کچه د تېلو په نرخونو کې کمی راغلی خو په پاکستان کې د مرکزي حکومت لخوا په تېلو محصولات نور زيات کړی شوي دي. د اقتصادي چارو ماهرين وايي د ټېکسونو هدف پوره کولو لپاره د حکومت سره اسان حل دا دی چې په پټروليم لېوي - محصول زيات کړي.

په دې اړه اقتصاد پوه مهتاب حېدر وايي چې دا پېسې نېغ په نېغه مرکزي حکومت ته ځي او دا د دې لپاره چې حکومت هڅه کوي چې د نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف سره شوې لوظنامې ترمخه د ټېکسونو هدف پوره کړي.

مهتاب حېدر زياتوي چې که جي اېس ټي يا جنرل سېلز ټېکس زيات شي نو د اولس نه په دې مد کې ترلاسه شوې پيسې به په مرکز او صوبو کې تقسيمېږي خو لېوي د مرکزي حکومت لاسو ته ځي.

دا له هغې وروستو چې روان کال د مۍ مياشتې لپاره د پټرولو په نرخ کې ۱۵ روپۍ او ډيزل ۲۷ روپۍ د يو لټر په سر کم کړی شوی دی.

خو بلخوا په نړيوال مارکيټ کې د خام تېلو د يو بېرل بيه ۱۷ ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت پټروليم ليوي د يو لټر په سر د ۱۷ روپۍ نه ۲۳ روپۍ ته زياته کړې او د ډيزلو په يو لټر دا ټېکس د ۱۴ روپۍ نه ۳۰ روپۍ ته رسول شوی دی.

ماهرين وايي په نړيوال مارکيټ کې د تېلو بيې کمې شوې خو د پټروليم ليوي زياتولو سره حکومت دا ګټې د خپل ځان سره ساتل غواړي.

په دې اړه د خېبرپښتونخوا د پټروليم اېسوسي اېشن عمومي سېکتر خالد خان وايي د ټېکسونو د زياتوالي سره عام وګړي ته د دې ګټه نه رسېږي. د کرونا رنځ له امله پاکستان ته بېړۍ نه راځي او زياتره ذخيره شوي تېل استعمالېږي.

مرکزي حکومت د روان کال مالي قامي بوديجه کې د ټېکسونو هدف پينځه اعشاريه پينځه کهربه روپۍ ټاکلی ؤ خو وروستو د نړيوالې مالياتي ادارې له خوا دا هدف پينځه اعشاريه دوه کهربه روپۍ ته راکم کړی شو او اوس دغه هدف څلور اعشاريه اته کهربه روپۍ ته راوستل شوی دی.

د هدف لاندې راوستلو وروستو هم د پاکستان د ټېکسونو راغونډولو اداره اېف بي ار د ۱۶۰۰ اربه روپۍ خسارې سره مخ ده او ماهرين وايي چې حکومت دغه خساره د پټروليم ليوي له لارې پوره کوي.