د پاکستان وزیراعظم د عافیه صدیقي راخوشې کولو لپاره د امریکې صدر ته خط لیکلی دی

د کال ۲۰۱۰ په دې تصویر کې د جماعت اسلامي فعالان په اسلام اباد کې په مظاهره کې د عافیه صدیقي د ازادۍ غوښتنه کوي

اسلام اباد هایکورټ ته ویل شوي چې د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي د سزا معاف کولو اؤ د هغې د خوشې کولو لپاره د امریکې صدر ته خط یا لیک لیکلی دی.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ جج سردار اعجاز اسحاق خان د عافیه صدیقي د راخلاصولو اؤ وطن ته د راوستلو په اړه د خواست اوریډنه کړې ده اؤ په دغه موقعه سرکاري وکیل (ایډیشنل اټارني جنرل) منور اقبال دوګل عدالت د عافیه صدیقي د راخلاصولو په اړه د حکومت لخوا د اخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړی دی.

سرکاري وکیل عدالت ته ویلي د وزیراعظم شهباز شریف لخوا امریکایي صدر ته په لیکل شوي خط کې خواست شوی دی چې د عافیه صدیقي د رحم اپیل باید منظور کړي اؤ د خوشې کولو امر یې وکړي.

پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي دا مهال د امریکې د ټیکساس ایالت په یو وفاقي زندان کې خپله د 86 کالو د بند سزا تیروي.

هغې ته په کال2010م کې د نیویارک وفاقي عدالت د امریکایي وګړو د وژنې په شمول په اوو تورونو کې د بند سزا اورولې وه.

د عافیه صدیقي خور ډاکټرې فوریه صدیقي د عافیه صدیقي هیواد ته د راستنولو لپاره اسلام اباد هایکورټ ته عریضه کړې ده .

سږکال د جولاي په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د عافیه صدیقي د راخلاصولو د اقداماتو لپاره د لوړې کچې یوه وزارتي کمیټي هم جوړه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د عافیه صدیقي راخلاصول یې فرض دي.

د مې میاشت کې ډاکټرې فوزیه صدیقي قابو شل کاله وروسته په اول ځل د خپلې خور عافیه صدیقي سره دامریکا فورټ ورتهـ زندان کې لیدنه کړې وه.

عافیه صدیقي چې دناین الیون د پېښو په پلان جوړونکي اؤ د القاعده د مهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده، د کال 2008م د جولايي په مياشت کې د افغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو د خپل مشر ځوې احمد سره يو ځای نيولې وه.

په هغې تور دی چې د نیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ د دې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا د بريدونو پلانونه څرګندیدل.

خالد شیخ محمد په پاکستان کې له نیول کیدو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي خو د برطانيي ورځپاڼې انډیپنډنټ خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدای شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاګانو لکه واټر بورډنګ نه وروسته راغلی و نو ځکه زیات باور پرې کیدای نه شي.

رابرټ فسک د عافیه صدیقي په افغانستان کې نیولو، بیرته پاکستان کې د هغې خپلې کورنۍ سره لیده کاته او د هغې د دریوؤ بچو په اړه ټولې قیصې ته د رازونو ډکه قیصه وايي.

خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.