سعودي له خپلو زندانونو 7,208 پاکستاني بندیان خوشې کړي: د پاکستان خارجه وزارت

Saudi Jail

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سینیټ ته په وړاندې کړو شمیرو کې ویلي چې په کال 2019م کې پاکستان ته د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان له سفر راپدیخوا تر کال 2024م پورې د سعودي له زندانونو څخه 7,208 پاکستانی بندیان خوشې شوي دي.

سینیټ ته په ورکړل شوؤ معلوماتو کې ویل شوي دي چې 23,456 پاکستانیان دا مهال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې بندیان دي.

د 2019م د فرورۍ په مېاشت کې د پاکستان د سفر په وخت د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د هغه وخت د پاکستاني وزېر اعظم عمران خان په غوښتنه د سعودي عرب په جېلونو کې د پرتو 2000 پاکستانې بندیانو د خوشي کولو اعلان کړی و.

اؤ وروسته بیا هم په دغه کال د پاکستان حکومت دعوه کړې وه چې سعودي عرب له خپلو زندانونو 579 پاکستاني بندیان خوشې کړې دي.

خو په هغه مهال په بهرنېو هېوادونو کښې د مېشت پاکستانې وګړو په اړه د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ د حکومت دا دعوې رد کړې وې چې ګنې د سعودي حکومت د ولي عهد محمد بن سلمان د لوظ سره سم په سعودي عرب کې قید د سلګونو په شمېره کې پاکستانیان خوشې کړې دي.

د پاکستان سینیټ ته اوس یو ځل بیا د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان له سفر وروسته د خوشې شویو پاکستانیانو تفصیلات وړاندې کړل شوي اؤ د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې ویلي چې په کال 2019م کې پاکستان ته د سعودي ولیعهد له سفر راپدیخوا سعودي عرب له خپلو زندانونو 7,208 پاکستانی بندیان خوشې کړي دي.

د خارجه وزارت معلومات ښیي چې سعودي عرب په کال2019م کې 545، په 2020 کې 892، په 2021 کې 916، په 2022 کې 1,331، په 2023 کې 1,394، او په 2024 کې 2,130 پاکستانی بندیان خوشې کړي دي.

وزارت ویلي چې د بندیانو د پرله‌پسې راتګ او ملک بدرۍ له امله د معافیت څخه د ګټه اخیستونکو دقیق شمېر معلومول ګران دي.

د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دا مهال 23,456 پاکستانیان په مختلفو هېوادونو کې جېلونو ته اچول شوي دي اؤ تر ټولو زیات پاکستانیان په خلیجي هېوادونو کې بندي دي.

وزارت زیاته کړې چې په سعودي عرب کې 12,156، په متحده عرب اماراتو کې 5,292، په یونان کې 811، او په قطر کې 338 پاکستانیان بندیان دي.

د کال 2022م دنومبر په میاشت کې دپاکستان خارجه وزارت په بهرنیو هیوادونو کې دبندي پاکستانیانو دشمیرې نه لاعلمي ښودلې وه اؤ قامي اسمبلۍ کې جمع کړي خپل یو رپورټ کې یې ویلي وؤ چې دهغو پاکستاني بندیانو کره شمیره ورسره هیڅ په لاس کې نشته چې په غیرقانوني توګه بهرنیو هیوادونو ته تللي اؤ هلته نیول شوي دي.

په اکتوبر کال 2019م کې دپاکستان خارجه دفتر مطبوعاتو ته په ښکاره کړو شمیرو کې ویلي وؤ چې دهیواد نه بهر مشت 88 لکو پاکستانیانو کې 11 زره اؤ 803 کسان دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو زندانونو کې بندي دي.

خارجه وزارت په هغه مهال ویلي وؤ 2 زره اؤ 937 پاکستانیان دسعودي عرب، یو زر اؤ 842 دیونیان،582 دهند،177 دافغانستان ،242 دچین ،188 دایران اؤ 226 کسان د ملایشیا په زندانونو کې بندیان دي.

خو په ورپسې کال بیا 2020م کې بیا دخارجه وزارت په رپورټ کې په بهرنیو هیوادونو کې دبندي پاکستانیانو شمیره 9991 ښودل شوې وه.

په دغو شمیرو کې د سعودي په زندانونو کې دبندي پاکستان شمیره2555،محده عرب اماراتو کې1998،هند کې 345،یونان کې884،انډونیشیا کې اته،ایرلینډ کې دوه ،ایران کې100،عراق کې 109،اټلي کې 291 اؤ چاپان کې 9ښودل شوې وه.

همدا شان دخارجه وزارت شمیرو کې ویل شوي وؤ چې په کویت کې هم 65،کینیا کې6،ملایشیا کې 242،لیبیا کې 30،هسپانیه کې163 اؤ ترکي کې 263 پاکستانیان بندیان دي.