د متحده قومونو ماهرینو مېرمنو په اړه د افغانستان د واکمنو طالبانو کړنې "بې رحمانه" بللي 

په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي

د متحده قومونو د چارواکو یوې ډلې په افغانستان کې ښځو او د جینکو په اړه د هېواد د واکمنو طالبانو تګلارې "بې رحمانه" بللي او په دې اړه يې د متحده قومونو تشویش تکرار کړی دی.

متحده قومونو په افغانستان کې د حالاتو په اړه د خپلو دوو ماهرینو د څېړنې ابتدايي موندنې د جمعې په ورځ په انګریزۍ، پښتو او دري ژبو کې شایع کړې.

په متحده قومونو او په نورو امدادي ادارو کې د افغان مېرمنو په کار د طالبانو د بندیز په اړه د متحده قومونو چارواکو وویل دغه بندیز نه یوازې په افغانستان کې د ادارې کار "په جدي توګه کمزوری کوي" بلکې دا د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي هم ده.

د متحده قومونو د پښتو ژبې په بیان کې د ادارې چارواکو وویل " موږ همدارنګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د واکمنو چارواکو د بې رحمانه کړنو په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنه هم یو ځل بیا تکراروو."

د متحده قومونو چارواکو رېچرډ بېنېټ چې په افغانستان کې د انساني حقونو دپاره د متحده قومونو خصوصي خبرنګار دی‌، او ډروتي اېسټراډا ټنېک وه. مېرمن ټېنک د ښځو او د جینکو خلاف تعصب د مخنیوي په برخه کې کار کوي.

دواړو چارواکو په خپل بیان کې وویل په افغان مېرمنو د بندیزونو وروسته"موږ د مدني ټولنې او ښځو ډلو، غړو هیوادونو او تمویلوونکو په ګډون له ګڼو افغان اړخونو سره پراخې مشورې ترسره کړې. په ورته وخت کې، موږ په ټولو ممکنه کچو د طالبانو له واکمنو چارواکو سره خپل متمرکز، اصولي او رغنده ښکیلتیا ته دوام ورکوو ترڅو دا بندیز بیرته واخلي او د ملګرو ملتونو او مرستندویه کارکوونکو خوندیتوب تضمین کړي."

چارواکو د متحده قومونو د مشر اېنټونیو ګوټېرز تکرار کړه چې " موږ باید د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپلې موخې ته متمرکز پاتې شو. موږ د ننګونو په شتون کې نشو کولی له تعامل څخه لاس واخلو."

طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي د افغان دود دستور او د شریعت سره سم به د افغان مېرمنو دپاره د تعلیم او کار حالات برابروي.

د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده ویلي د حکومت د نظام بنیاد یې په شریعت دی او دا چې د افغانستان په داخلي معاملو کې به غیرملکیانو ته د مداخلت اجازت نه ورکوي.