اقوام متحده دې د پاکستان د پوځ سره خبره وکړي چې ولې راته گواښونه کوي: منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين د ملگرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان د پوځ سره دې خبره وکړي چې ولې ورته هره ورځ گواښونه ورکوي.

ښاغلي پښتين د پاکستان د پوځ د ویاند میجر جنرل اصف غفور د خبري کانفرنس ورستو د وي او ای ډیوه سره په مرکه کې وویل د پوځ د ویاند بیان انتشاري دی:

"دا انتشاري بیان دی، او د هشت گردانه سوچ دی، دوي په دې خلق ویرول غواړي"

هغه وویل:

"مونږ دنیا ته وایو، اقوام متحده ته وایو چې مونږ ته بار بار د پاکستان پوځ دهمکۍ راکوي، زمونږ امن خرابول غواړي دلته، دا باید دويي خبره ورسره وکړي"

منظور پښتين په پوځ تورپورې کړو:

"دوي (پوځ) امن خرابول غواړي"

په پوځي مرکز جي ایچ کیو کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور په پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) د افغانستان او هند د استخباراتو نه د پېسو اخيستو سخت تورونه لگولي دي. د ښاغلي غفور په خیال:

"په اتم اپرېل 2018 کې چې په کندهار کې د هند کونسلگري ده په هغې کې د منظور پښتين کوم خپلوان هلته تلی وو هلته هغوي ته څومره پېسې ورکړی شوي او څنگه پاکستان ته راغلې وې؟"

منظور پښتين د پوځ ویاند ته په ځواب کې وویل تش تورونه دې نه لگوي ثبوت دې ورکړي دې. هغه وویل که پوځ ثبوت ورکړو دی به په خپله د خپل خپلوان خلاف مقدمه جوړه کړي.

د منظور پښتين په خیال پوځ د پي ټي ایم خلاف پروپیگنډه ځکه کوي چې ځان له احتسابه وساتي.

هغه وویل پي ټي ایم د پوځ احتساب غواړي چې د ترهگرۍ په نوم پوځ 33 اربه ډالره واخستل او پښتانه یې ووژل، کورنه او بازارونه یې ورله ړنگ کړل.

منظور پښتين تور پورې کړو:

"دويي (پوځ) پروپیگنډه ځکه کوي چې د دويي د ډالرو کاروبار د پي ټي ایم په وجه بند شو.

د پاکستان د پوځ ویاند په خپله وینا کې د پي ټي ایم نه دا هم تپوس کړی وو:

"د افغانستان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) په 22 مارچ 2018 باندې دوي ته د احتجاج روان ساتلو دپاره څومره پېسې ورکړې وې او چرته یې ورکړې وې او هغه چرته دي؟"

منطور پښتين دغې سوال ته په ځواب کې وویل چې پوځ دا ټول فرضي نومونه او تاریخونه ورکړي دي. د پښتين په خیال دغه شان نومونه او نیټې خو دې هم ډېرې ورکولی شي.

منظور پښتين وویل چې دويي د چا نه څه قسمه مالي مدد نه اخلي او خپلې جلسې په چندو کوي، هغه وویل نه یې د افغانستان او نه د هندوستانه چندې اخستې دي.

هغه وویل په بهر هیوادونو کې هم د پي ټي ایم اکاونټونه نشته دی. البته هغه واي:

"مسافر کله کله راشي او دلته چا ته چنده ورکړي هغه خبره ټیک ده"

د پاکستان د پوځ ویاند نن په خبري کانفرنس کې ځيني خبرې په پښتو ژبه کې هم وکړې د منظور پښتين نه په دغې حقله د ډیوه په فیس بک یو تن ملک نیک محمد وزير تپوس وکړو چې په دغه حقله منظور پښتين څه وايي؟ ښاغلي پښتين تپوس کونکي ته په خندا کې ځواب ورکړو:

"خیر دا خو د پي ټي ایم زور دی چې پښتو ته یې راوستل"

منظور پښتين وویل دويي وس پښتانه په خبرو غولول غواړي:

" خو پښتانه وس په خبرو نه شي غولولې"

تفصيلي مرکه په لانديني لینک اوریدلی شئ