د کاکاجي صنوبر حسین مومند ۵۵م تلین ولمانځل شو

کاکا جي صنوبر حسین

کاکاجي صنوبر حسین د پښتو انقلابي شاعر، ژباړونکی، سیاستوال او د ازادۍ د تحریک یو تکړه مبارز وو، چې تر لسو زیات کتابونه یې لیکلي او مجلې یې خپرې کړي دي. په پېښور کې لیکوالو د هغه ۵۵م تلین لمانځلی دی

صنوبرحسین مومند- چې په کاکاجي مشهور دی- په ۱۸۹۷م کال پېښور ته نیژدې په (کږه وله) کلي کې زېږېدلی وو. لومړنی تعلیم یې په خپل کلي او لسم ټولګی یې له پېښوره پاس کړی وو، چې بیا یې څه موده په سکول کې د استادۍ دنده تر سره کړه، خو په سیمه کې د انګرېزانو د واکمنۍ په خاطر یې ژر خپله دنده پرېښوه او انقلابي سیاست یې پیل کړ

کاکاجي صنوبر حسین د سیاسي تحریکونو تر څنګ د پښتو په ادبي تحریک کې هم فعاله ونډه اخیستې وه. (ولسي ادبي تحریک) په پښتونخوا کې لومړۍ ادبي ټولنه وه، چې کاکاجي د خپلو نورو ملګرو امیرحمزه شینواري او دوست محمدخان کامل په مرسته جوړه کړه او د مترقي افکارو د خپرولو لپاره به یې کار کاوه.

کاکاجي په شاعري کې هم د مترقي افکارو او د یوې طبقاتي ټولنې انځورګري کوله، د ده شاعري لا په کتابي بڼه چاپ شوې نه ده، خو نومیالي لیکوال همېش خلیل په خپله ادبي تذکره (پښتانه لیکوال) کې د هغه ټوله شاعري شامله کړې ده. ښاغلی همېش خلیل د هغه د شاعرۍ په اړه وایي:

"د کاکاجي په شاعري کې د مظلومې طبقې عکاسي ډېره شوې ده او د ده په شاعري کې ډېر زور وو. زما په نظر که هغه خپلې شاعرۍ ته توجه کړې وای، نو له رحمان بابا وروسته به په مومندو کې دویم لوی شاعر کاکاجي صنوبر حسین مومند وای".

د کاکاجي په یوه بیت کې به ولولو، چې هغه په څومره هنر د یوه غریب حسن د استحصال انځورګري کوي:

خدايه دا بازار تالا کړي په مغلو
د مفلس حسن په يو موټي چڼو ځي

په داسې زمانه کې چې د انګرېزانو د بندیزونو او ډار له کبله پښتو لیکل هم جرم وو، کاکاجي د خپلو خلکو د ویښتیا او هغوی ته د ازادۍ د شعور ورکولو لپاره نه یواځې بې سارې سیاسي مبارزه کړې، بلکې د صحافت او ادب په ډګرونو کې یې هم ډېر کار کړی دی. شاعري یې هم کړې ده، تخلیقي نثر یې هم لیکلی او تر ټوله غوره دا چې په هغه وخت کې یې د ژباړې ارزښت پېژندلی او پښتو ته یې منظوم او منثور کتابونه را ژباړلي دي.

په پېښور کې لیکوالو او شاعرانو د کاکاجي په یاد غونډه کړې او د هغه د ادبي، صحافتي او سیاسي خدمتونه یې ستایلي دي. نومیالی لیکوال او ادیب ښاغلی سلیم راز کاکاجي صنوبر په برصغیر کې د ازادۍ د تحریک یو لوی مبارز ګڼي، خو وایي هغه ډېر لوی ادیب او عالم هم وو:

"د هغه په ادب کې خپل یو مقام دی، په پښتو ادب کې هغه د استاد حیثیت لري او دا هغه وخت دی چې امیرحمزه شینواری، دوست محمدخان کامل، اجمل خټک او ولي محمدخان دلته معاصر ادیبان وو او هغوی به ده ته خپل استاد ویل"

کاکاجي لا ډېر ځوان وو، چې د بزګرو او کارګرو د اتحادیې په جوړولو یې لاس پورې کړ او د انګرېزانو په ضد یې د ازادۍ مبارزه پیل کړه. څه موده وروسته په خدایي خدمتګار تحریک او بیا په کانګرس ګوند کې شامل شو، خو ډېر ژر په دې پوه شو چې د انګرېز په ضد د عدمِ تشدد سیاست د خلاسون لار نه ده، نو د (انجمنِ نوجوانانِ سرحد) په ملتیا- چې مشري یې مولانا عبدالرحیم پوپلزي کوله- په (نوجوان بهارت سبها) سازمان کې شامل شو.

ارواښاد مومند د سیاست تر څنګ په ځوانۍ کې لا د قلم مبارزه هم پیل کړه. په پیل کې یې (سېلاب) مجله پیل کړه، چې څه موده یې خپرونې وکړې، خو بیا انګرېزانو بندیز پر ولګاوه. له دې باجوړ ته کډه شو او هلته یې (شعله) مجله خپره کړه، چې په لاس به یې لیکله. په دې مجله کې به اکثر پر سیاسي موضوعاتو لیکنې خپرېدلې. د هند تر وېش او د پاکستان تر جوړېدو وروسته یې د خپل ملګري صاحبزاده اسلم شهید په نامه (اسلم) مجله پیل کړه، چې تر ډېره ادبي وه خو دا مجله هم د پاکستاني حکومت له خوا بنده شوه.

کاکاجي د یو درځن په شاوخوا کې کتابونه لیکلي، تالیف کړي او ژباړلي دي، چې د ده په ژوند نه وو چاپ شوي، خو په تېرو کلونو کې یې ځینې کتابونه چاپ شوي، چې په هغه کې د عمرخیام د څلوریځو ژباړه، د ابنِ بطوطه د سفرنامې ژباړه او څو نثري کتابونه شامل دي، خو ډېر کتابونه یې لا هم ناچاپه پراته دي. لیکوال حمیدالرحمن نادان د کاکاجي د کتابونو د چاپ غوښتنه کوي:

"(د اسلام تاریخ)، د مصري ادیب طه حسین د کتاب (فتنة الکبرٰی) او د شاه ولي الله د (عمرانیات او معاشیات) ژباړه ده، له دې پرته یې متفرق تکلونه، افسانې او شاعري ده، چې دا ټول کتابونه یې ناچاپه دي. که کورنۍ یې دا چاته د چاپ لپاره ونه سپارل، نو دا ادبي پانګه به له موږه ضایع شي"

کاکاجي د پښتونخوا وطن د نورو ادبي او سیاسي اتلانو غوندې یو له هغو کسانو دی، چې د پاکستان خصوصاً د خیبرپښتونخوا په تعلیمي نصاب کې شامل نه دی. د غونډې یو ګډونوال شاعر فریدون خان وایي، خپل اتلان باید هېر نه کړو:

"موږ نه په نصاب کې شامل کړ، نه مو په نوي نسل وپېژانده، چې زموږ دې اتل څه کړي او څه یې نه دي کړي، خپل ټول ژوند یې د پښتو ادب او صحافت لپاره وقف کړی وو. د پښتو لومړۍ ادبي ټولنه دې مبارز جوړه کړې وه، نو ښه به نه وي چې هغه په نصاب کې شامل شي او زموږ نوی نسل د هغه له افکارو رڼا واخلي"

کاکاجي د خپل قام او ژبې لپاره د مبارزې په خاطر واده ونه کړ او د پاکستان تر جوړېدو وروسته یې د ژوند وروستي کلونه په پېښور کې تېر کړل، که څه هم د عمر په وروستیو کلونو کې یې د ناروغۍ له کبله عملي سیاست پرېیښی وو، خو د پاکستان د نوي استعماري سیاست په ضد یې قلمي مبارزه روانه ساتلې وه، ځکه په ۱۹۵۶م کال حکومت ونیو او د لاهور په شاهي قلعه کې یې بندي کړ او هلته د سالنډۍ په ناروغي اخته شو. څه کاله یې په بند کې تېر کړل او تر خوشي کېدو لنډه موده وروسته یې د ۱۹۶۳م کال د جنورۍ په ۳مه له نړۍ سترګې پټې کړې او په خپل کلي (کږه وله) کې خاورو ته وسپارل شو.