بلاګ لیکونکې پښتنې د انټرنېټ نه څنګه استفاده کوي؟

پاکستان کې په زرګونو بلاګرز (بلاګ لیکونکي) او ويلاګرز (ویډیو بلاګرز) د سوشل میډیا په خاصه توګه انسټاګرام او یو ټیوب د لارې د نوي فیشن، ډول سنګار، د کورونو د ښاېسته کولو یا ډیکوریشن تر څنګ د بیلا بیلو خوارکونو د اخلي پخلي نه خلک خبروي او بیا د دوي فالورز دغه هر څه په خپل ژوند کې عملي کوي هم.

په دغه ويلاګرز کې په لسګونو پښتنې جینکۍ هم شته چې نه یواځې د ښځو په مسلو خبرې کوي، بلکه د دوي د تفریح یا خوشحالۍ ضرورتونه هم په ذهن کې ساتي او داسې ویډیوګانې جوړوي چې پکې دغه معلومات د خوند او رنګ په لار وړاندې کوي.

په دغو میرمنو کې درې نن ستاسو سره معارفي کوو.

مریم اسفندیار:

د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونکې پښتنه پېغله مریم اسفندیار چې په ټولنیزو رسنیو فعاله هم ده وي او ای ډیوه ته وايي په ا نسټاګرام، په ورلډ پرېس ډاټ کام خپل بلاګز لیکي او غواړي په دې لارې خوېندې هغه ټول معلومات واخلي چې د دوي لپاره ګټه ور وي. مریم اسفندیار پخپله لیکواله او ډیزاېنره ده او غواړي نور خلک د دې د کار نه ویړیا استفاده وکړي.

Maryam asfandyar

انزا خان:

د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې ژوند کونکې انزا خان پخپله د میډیکل سټوډنټه یا زده کونکې ده. خو سره د خپلو سختو زده کړو انزا په خپلو ویډیو بلاګونو کې د خپل ژوند تر څنګ د پېښور ښار د یو شمیر برخو په اړه معلومات په خپل یو ټیوب چینل وړاندې کوي. او په زرګونو خلک بیا دغه معلومات ګوري او خوښوي يې هم. د دغې ویلاګونو نورو موضوعاتو کې د ځوان کل ژوند، دکورنۍ سره په ګډه د خوشحالۍ او ښه وخت تیرولو په اړه یو شمیر مشورې یا ټپس تر څنګ د نوي فیشن په اړه هم یو شمیر مشورې ورکول کیږي.

Khush Deed

شهزادي زیب:

شهزادي زیب چې په (هی بیوټي بی) خپل بلاګ لیکي او په دغه بلاګونو کې جینکو او میرمنو ته د ښاېست یا مېک اپ په اړه معلومات ورکوي او د خپلو بلاګونو په لار هغه نورې بلاګرانې هم د خلکو سره معارفي کوي څوک چې پخپله هم بلاګونه لیکي. د شهزادي زیب په بلاګونو کې د ځان د ښاېست یا ښکلا په اړه نوي مصنوعات یا د میک اپ سامانونو تر څنګ د خلکو د پښتنو ځوابونه هم ورکوي.

Shehzadi Zaib