په پا کستان کې د پښتنو د رسوا کولو منصوبه روانه ده: جمال شاه

وتلي هنرمند، جمال شاه ويلي دي په پا کستان کې د پښتنو د رسوا کولو یوه منصوبه روانه ده. هغه وي او ای ډیوه ته په یوه ځانگړې مرکه کې وویل:

"یو شانتې کمپین (مهم) روان دی چې دا پښتانه مشران چې دي، چې دوي د یو نوي سره په یو نوې طریقې باندې کوښښ روان دی چې دوي ډیس کریډیټ (رسوا) کړي"

په پاکستان کې په ځيني ټیلي وژن ډرامو او فلمونو کې د پښتونو تشبیه د ترهگر یا جفا کونکي سره ورکول کیږي.

ښاغلي شاه تېره ورځ په خپل ټویټر گواښ کړې وو چې پښتنو ته دې غداران ویل بند کړې شي گني دې به هم د "غدارانو" ملگری شي.

جمال شاه د ټيلي وژن او فلمي ستوري نه علاوه یو هدایت کار، مجسمه ساز، ټولنيز فعال او د پاکستان د فنونو د قامي شورا ریس هم دی.

په ټویټر د خپل گواښ د سپيناوي په وخت ښاغلي شاه وویل پښتانه په پاکستان کې د خپلو جايزو حقونو لپاره قانوني جدوجهد کوي او په دې بنیاد هغوي ته غداران ویل کیږي، هغه وویل:

"وس باید پښتانه ددې مخ نیوی وکړي، په سوشل میدیا، په بلې میډیا یا پښتانه یو بل ته رانزدې شي"

جمال شاه وویل چې هغه یو هنر مند دی خو په هنر کې یې قامي، کلتوري، او سیاسي پیغام دی.

د ښاغلي شاه په خیال پښتنو ته وس د خپل قامي شناخت د بقا په یوه نکته یو ځای کیدل پکار دي. هغه وویل په انتخاباتو کې د پښتنو سره ناروا شوې ده:

" په الیکشن کې ډېر زیاتوب وشو، دا خو الیکشن نه سلیکشن وو، دوي (پښتانه) باید چې راپورته شوې وې. زه ودوي ته حیران یم چې دوي څنگه ناست دي کرار او د کومې ورځې انتظار کوي؟"

ښاغلي شاه د ډیوه سره دا خبرې په داسې کې کولې چې د شمالي وزیرستان په میرانشاه سيمه کې د پښتنو یو احتجاجي ناسته باندې د امنيتي عسکرو په ډزو کې دوه ځاي پښتانه وژل شوي دي او یولس تنه ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي محسن داوړ وي او ډیوه ته وویل چې هغه د جمال شاه ددې وړانديز سره اتفاق لري چې پښتانه باید د خپلو حقونو د گټلو لپاره یو شي، هغه وویل"

" اتفاق زمونږ د بقا واحد لاره ده"

چې پښتانه مړه شوي هم او پړه شوي هم د بې اتفاقۍ د لاسه دي. محسن داوړ وویل باید پښتانه وس په دې پوهه شي چې تر څو یو شوي نه وي تر هغې یې د سر تحفظ نه شي کیدلې.

د ٢٥ مه جولاي د انتخباتو ورستو د ډیوه ریډیو سره په یوه مرکه کې د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي وو د پښتنو د قام پرستو او مذهبي گوندونو تر منځ اتحاد امکان لري.

په پاکستان کې عوامي نیشنل گوند، پښتونخوا ملي عوامي گوند او قامي وطن پارټۍ د ملت پالۍ په نوم او جمعیت علما اسلام (ف) او جماعت اسلامي د پښتنو اکثریتي گوندونو دي چې د مذهب په نوم سیاست کوي. ددې ټولو گوندونو د سر مشرانو د جولاي ٢٥م په لانجمن عمومي انتخاباتو کې ماتې خوړلې ده.

د جمال شاه په رنگ ددې پښتنو مشرانو په خیال د دوي سره په دغه انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي په انتخاباتو کې د درغلۍ او د پښتنو د رسوا کولو تورونه تل رد کړي دي.

د ډیوه د همکار ، رحمان بونيري د جمال شاه او محسن داوړ سره مرکه په لانديني لينک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

په پا کستان کې د پښتنو د رسوا کولو یوه منصوبه روانه ده. جمال شاه