محسن داوړ وايي مولانا صېب یې د پي ډي اېم نه, نه شي ویستلی

د تحریک انصاف د حکومت د مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان ډیموکریټیک مومېنټ ( پي ډي اېم) په 22 نومبر په پېښور کې اعلان شوې جلسه کې به محسن داوړ ګډون کوي کنه ددې سوال سکوټ جواب نه خو په خپله ښاغلي داوړ ورکړی او نه ده پي ډي ایم مشرانو.

دوه ورځې د مخه د پي ډي اېم په غونډه کې د ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان د محسن داوړ نه تپوس کړی ؤ چې ته دلته د کوم ګوند نمایندګي کوی؟

ددې سوال په جواب کې ورته ښاغلي داوړ ويلي وو چې دی دلته په اذاد حیثیت کې ناست دی.

محسن داوړ د پښتون تحفظ مومېڼټ د مرکزي کمیټۍ او د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی دی.

د پاکستان په مطبوعاتو کې په دې موضوع تاوده بحثونه روان دي.

وي او ډیوه په دې موضوع د محسن داوړ او د پي ډي ایم د ویاند میا افتخار حسېن سره خبرې کړي دي.

محسن داوړ ډیوه ته وویل چې ده تر اوسه په دې خبره نه کوله خو چې د پي ډي ایم ویاند میا افتخار حسېن میډیا له بیان ورکړو نو اوس به دی هم خپله خبره ښکاره کړي، هغه وویل:

“مولانا (فضل الرحمان) تپوس وکړو چې دا خو دسیاسي ګوندونو اتحاد دی نو ستا د نوم سره پي ټي ایم ولیکم”

ښاغلی داوړ واي ده ورته په ځواب کې اووې چې په پاکستان کې خو ګوندونه 400 دي نو بیا خو دلته 400 سوه پکار وو.

ډیوه د ښاغلي داوړ نه تپوس وکړو ایا ته د پي ټي ایم نمایندګي نه کوی؟

د هغه ځواب ؤ ، دوي پي ټي اېم ضرور جوړ کړی خو پي ټي اېم پارلېماني سیاست نه کوي او دی په پي ډي اېم کې په اذاد حیثیت کې ګډون کوي.

هغه وویل دی د ټول ګوندیز کانفرنس د پرېکړو په رڼا کې د پي ډي ایم برخه دی.

هغه تپوس وکړو د کوټه او کراچۍ په جلسو کې د ده په ګډون سوالونه، نه کېدل نو وس د پېښور په جلسه کې ولې کېږي؟:

“ که زما په وجود څوک سوالونه کوي نو زه به هم بیا سبا د چا په موجودګۍ اعتراض وکړمه”

د ښاغلي داوړ نه ډیوه بل تپوس دا وکړو ایا ته وس د پي ډي اېم غړی یې؟

هغه وویل دی د پي ډي ایم برخه دی:

“ د پي ډي اېم نه, خو نه مولانا صېب څوک ویستی شي، نه ترې زه څوک وېستی شم او نه ترې بل څوک وېستی شي”

هغه وویل البته دا ده چې د نظم وظبط د پاره دا فیصله شوې وه چې مولانا به ددې صدر وي:

“خو دا صدارت به په روټیشن (بدلېدونکې) وي” یعني ددې مشران به بدلېږي.

هغه وویل د ده په موجودګۍ بنیادي اعتراض دا ؤ چې ستا سیاسي ګوند نشته دی.

د ډیوه ددې تپوس په ځواب کې چې په غونډه کې د مولانا په سوال د پیپلز ګوند، مسلم لیګ، عوامي نېشنل ګوند یا پښتونخوا ملي ګوند غبرګون څه ؤ؟ نو ښاغلي داوړ وویل دوي خاموشه پاتې شول:

“د هغوي رسپانس ( غبرګون) په دې باندې بیخي خاموش ؤ”

هغه وویل دا فیصله نه ده شوې چې دی به د پېښور په جلسه کې برخه نه اخلي, خو هغه وویل که چري دی د پېښور جلسې ته پرې نه ښودل شو نو د اینده تګ لاره به بیا د خپلو ملګرو سره د مشورې نه ورستو اعلانوي. هغه وویل البته په ملتان کې د جلسې بلنه ورته پیپلز ګوند ورکړې ده.

محسن داوړ وویل دې جلسې له یې د پي ټي ایم مشر منظور پشتین وزیرستان ته په زور ورننویستلی ؤ

د محسن داوړ په خیال مولانا فضل الرحمان د پي ټي اېم په ميرام شاه کې د ورستۍ جلسې په سر هم سوالونه پورته کول. محسن داوړ وویل:

مولانا ترې تپوس وکړو چې تاسو په میرام شاه کې جلسه څنګه وکړه? مونږ خو یې نه شو کولې؟

د ښاغلي داوړ په اند د ورته په ځواب کې اووې چې ددې جلسې اجازت حکومت نه ؤ ورکړې، او تاسو هم بې اجازته جلسه کولی شئ.

محسن داوړ وویل دې جلسې له یې د پي ټي ایم مشر منظور پشتین وزیرستان ته په زور ورننویستلی ؤ.

د پي ډي اېم دریځ

د پي ډي اېم د دریځ د پاره ډیوه د ایتلاف د ویاند میا افتخار حسېن سره هم مرکه وکړله.

د محسن داوړ په ځواب کې د عوامي نېشنل ګوند مشر او د پي ډي اېم ویاند میا افتخار حسېن وویل، د پېښور د جلسې وړاندې په غونډه کې مولانا فضل الرحمان د هر ګوند نه دوه دوه نمایندګان وغوښتل خو محسن داوړ یو نوم ورکړو.

ښاغلي حسېن وویل چې مولانا صېب د محسن داوړ نه تپوس وکړو چې ستا د نوم سره پي ټي ایم ولیکم؟

نو محسن داوړ ورته وویل چې نا ما سره پي ټي اېم مه لیکه:

“دلته تر اوسه دا تاثر ؤ چې هغه د پي ټي اېم په حېثيت باندې دلته راځي”

خو وس دا خبره واضحه شوه چې هغه په پي ډي اېم کې د پي ټي اېم نماینده نه دی.

میا افتخار حسېن واي محسن داوړ ته په ځواب کې مولانا وویل چې دا خو بیا ته په زاتي حیثیت کې دلته راځې.

“دا وس یو نوی سوال دی په دې به بیا خبرې کوو”

د میا صېب تر مخه دغه سوال لا پاتې دی چې ایا په انفرادي حیثیت کې به څوک د پي ډي اېم برخه وي کنه؟

هغه وویل ددې سوال د حل د پاره به د پي ډي اېم مشران کیني چې ددې حل څه کیدی شي:

“تر دې وخته پورې هم دغه هومره خبره ده” هغه وویل

تر څو په دې بله خبره نه وي شوي نو زه پرې نوره خبره نه شم کولی.