امریکايي چارواکي: پېنټاګان منځني ختیځ ته د نورو عسکرو په لیږلو غور کوي

د سپېنې ماڼۍ یا واېټ هاوس د يو پلان لاندې پدې غور روان دی چی د ايران سره د روستي تاو تريخوالي لکبله پېدا شوو خطرونو د مخنيوي لپاره منځني ختيځ ته په زرگونو پوځيان پر ځاې کړي.

ړواندې د دې نه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د کانگرس قانون جوړونکو ته ويل شوي وو چې د دې هر څه هدف د تهران راپارول ندي او امريکا د ايران سره کشاله سېوا کول نه غواړي.

د امریکا او ایران تر منځ په وروستیو کې سېوا شوي تاو تريخوالي وروسته دا اندېښنې سېوا شوي چې د صدر ټرمپ انتظاميې لخوا گډوډ بيانونه دغه کشاله نوره هم زياتولی شي او په ايران هغه فشار کمولې شي چې د ايټمي پروگرام د بندولو لپاره پرې پکار وي.

تیره ورځ (زیارت/ پنجشنبې) په ورځ صدر ټرمپ سره د خپلې ميرمنې د امريکا د پوځيانو د خدماتو د ستاينې سترې رخصتۍ یا ميموريل ډې نه وړاندې د آرلينگټن په سيمه کې د پوځيانو هديرې ته ورغلی او وروسته بيا د دفاع چارواکو صدر ته حال احوال هم ورکړی.

د پينټاگون د چارواکو لخوا صدر ټرمپ په هغه پلان باندې خبر کړی شوی چې امکان لري د ايران سره د کړکيچ په زياتيدو د امريکايي پوځيانو په شمير کې د زیاتوالي سبب شي.

تر دې دمه د ایران او امریکا په تاوتریخوالي امريکايي چارواکي دریځ لري چې د دوي ګامونه د ایران پارولو لپاره نه دي. د امریکا د دفاع مو قتي سيکتر پيټريک شينهن ويلي، مونږ نه غواړو چې ايران سره شخړه زياته شي او يوازينی هدف مو د ايران پوهول دي چې سمه اندازه وکړي. زمونږ د تگلارې هدف جنگ نه بلکه د جنگ مخنيوی دی.

ايراني چارواکي هم وايي چې د امريکا سره جنگ نه غواړي. خو څيړونکي وايي په روانو حالاتو کې د جنګ امکانات زیات دي. د رينډ کارپوريشن ډيليا ډثساکی وايي امریکا او ایران د کشالې په مخنیوي زور ورکوي او مونږ وينو چې د قوت ښکاره کولو سره ايران ته داسې يو پيغام ليگل کيږي چې که چرې دوي حمله کوي نو ځواب به ورکول کيږي.

که چرې د ټرمپ انتظاميه د ايران سره د سېوا شوې کشالې وروسته د امريکايي پوځيانو د شمير زياتولو گام منظوروي نو د صدر د پخوانيو تګلارو پر ضد به وي چې هميش يي بهر هيوادونو کې د امريکايي ځواکونو د کمولو وينا کړې.