د مومند ضلعې د بې درکه کسانو خپلوانو په پېښور کې د اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړو

په پاکستان کې د بې درکه کسانو خپلوان وخت په وخت د احتجاجونو په مهال د ورک کسانو په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي

د مومندو ضلعې د لادرکه تنانو خپلوانو په پېښور کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د احتجاج په مهال وویل د تيرو څو مياشتو راهسې احتجاجونه کوي خو تر اوسه ورته حکومت د لادرکه کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړي۔

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د حقونو دپاره کارکوونکي او د بې درکه کسانو خپلوان وايي زیاتره بې درکه کسان چې د بلوچستان او د خېبرپښتونخوا صوبو دي د حکومت امنیتي ادارو په ولکه کې دي خو نه عدالتونو ته پېش کولی شي او نه یې کورنیو ته د درک او د خېر خېریت معلومات ورکړی کیږي.

د پاکستان مرکزي حکومت د بې درکه کسان د لټون دپاره یو کمېشن هم جوړ کړی چې وايي په سلګونو کسان یې موندلي او دغه کسان خپلو کورونو ته هم ستانه شوي دي.

د پاکستان پوځ دریځ لري چې ګڼ شمېر بې درکه کسان د کورنیو نه په پټه د وسله والو ډلو سره شامل شوي او یا د وسله والو په صفونو کې د جنګیدو په مهال د امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د مومندو د لادرکه تنانو خپلوانو وویل د تيرو څو مياشتو راهسې وخت په وخت احتجاجي مظاهرې کوي او غوښتنه یې ده چې له درکه خپلوان دې يي راخوشې کړل شي۔

په احتجاج کې شامل د مومندو د ساګي سيمي محمد زرين وايي زوي به يي د پنجاب پينډۍ ښار کې رکشه چلوله خو يو ورځ څو تنانو اوچت کړو او تراوسه يي څه درک نه دی موندل شوی.

محمد زرين وايي زوي د بې درکۍ یې لس کاله وشول.

هغه وايي د تيرو څو مياشتو راهسې وخت په وخت احتجاجونه کوي، دې نه وړاندې يي هم په مومندو او پېښور دغسې مظاهرې کړې خو وايي له ورته د خپلوانو درک نه دې ورکړل شوې۔

په پېښور کې د احتجاج کونکو مشر امير افضل وايي د مومندو نه په لسګونو تنان لادرکه دي، څه د خپلو سيمو نه اوچت کړی شوي او ځیني د لاهور،کراچۍ، پينډۍ او پېښور په شان په لويو ښارونو کې د مزدورۍ په مهال اوچت کړی شوي دي۔

امير افضل وويل دوي ته دې حکومت کره معلومات ورکړي چې ايا خپلوان يي ژوندي دي او که نه، او که کوم ژوندي وي عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي۔

د لادرکه تنانو په اړه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان خلک وخت په وخت احتجاجونه کويږ

د لادرکه تنانو د پاره د کمېشن د شمېرو تر مخه د لادرکه تنانو رامعلولو تر ټولو زیات خواستونه ورته د خېبر پښتونخوا نه شوي دي چې شمېره قریباً دوه نيم زره ده۔

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري په څلورمه می په ټويټر ليکلي وو،

"نن د کابينې د قانون سازۍ په اړوند ماملاتو هوارولو دپاره جوړې کمېټۍ (سي سي اېل سي) دوه مهمې قانوني مسودې منظور کړې چې پکې يوه د جرنلېسټانو د ساتنې يا خونديتوب او بله په زوره د بې درکۍ عمل جرم ګرځول شامل دي".

هغې وویل دا د پاکستان تحريک انصاف د حکومت د بشري حقونو پياوړي کولو لور ته مهم ګامونه دي او "د کابينې د منظورۍ وروسته به دا قانوني مسودې د قامي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کوي".