افغانان د ملا عمر شریعت، د سعودي وهابیت او د ایران خمېنیت نه جمهوري اساسي قانون مني: پي جي ډي

د پښتنو پوهانو او کارمندانو د نړیوال سازمان پښتون ګوبل ډایسپوره (پي جي ډي) په یو انلاین وېبنار کې ګډون والو ويلي دي افغانان د ملا عمر شریعت، د سعودي وهابیت او د ایران خمېنیت نه جمهوري اساسي قانون مني.

د پي جي ډي ګډون والو د امریکا صدرجو بايډن ته وړاندیز کړی دی چې د صدر ټرمپ په وخت کې د طالبانو سره شوې لوظنامې ته د بیا کتنې په وخت طالبان دې ته اماده کړي، چې افغان دولت، اساسي قانون او ملي پوځ په رسمیت سره اومني.

د وېبنار وینا وال او په ایران کې د افغانستان سفیر غفور لیوال په سکوټو ټکو کې وویل سولې ته هر کلی وايي خو افغانان د خپل وطن امنیت بیا تباه کولو ته تیار نه دي:

“مونږ هر چاته هر کلی وایو، مونږ سولې ته هر کلی وایو، مګر د جمهوریت نه، د نظام د موجودیت نه، او د ملي پوځ د برخه لیک څخه یوه ملي میټر بیرته نه ګرځو”

پي جي ډي چې د بهر میشتو پښتنو د پیوستون یو نړیوال سازمان دی، دويي د افغانستان د نظام (ملي اداری او اساسي قانون) د ملاتړ لپاره دا غونډه په داسې حال کې کوله چې د صدر بایډن انتظامیه وايي د صدر ټرمپ په وخت کې د طالبانو سره د سولې لوظنامې ته بیا کتنه کوي.

د جنورۍ په 28 مه نیټه د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ویلي، امریکا د طالبانو سره د کال 2020م د فرورۍ تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبانو د ياد تړون ترمخه خپلې ژمنې پوره کړي که نه دي؟.

بلينکن ویلي، امريکا په افغانستان کې د سولې د پروسې سفارتي ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي د لارې دايمې اوربند وشي چې ګټه يې ټولو افغانانو ته وي.

په فرورۍ 2020 کې د امریکا او طالبانو تر منځه شوې لوظنامې مهم ټکي:

2) دا ضمانتونه او په دې د عمل کولو طریقه کار کوم چې به یو ترهګرې ډلې او یا یو تن ته د افغانستان خاوره د امریکا او یا د ایتلافیانو د امنیت خلاف کارولو نه منع کوي.

2) دا ضمانتونه، په دې د عمل کولو طریقه کار او د افغانستان نه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو د مودې اعلان.

3) د نړیوالو شاهدانو په موجودګۍ کې د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د پوره وتلو د نېټې اعلان، او د دې ضمانت ورکول چې د افغانستان خاوره به د امریکا، د اتحادیانو پرضد نه استعمالیږي. د افغانستان اسلامي امارت چې امریکا يې نه تسلیموي او ورته طالبان وايي، د کال 2020 په مارچ په لسمه نېټه به د افغان اړخونه سره بین الافغاني مذاکرات شورو کوي.

4) یو مستقله او مکمله ډزبندي به د بین الافغاني مذاکراتو د اېجنډې یو ټکی وي. بین الافغاني مذاکراتو کې برخه اخستونکي به د مستقل او جامع ډزبندۍ لپاره نېټې ټاکلو او دې په طریقه کار خبرې کوي. په دې کې به په ډزبندۍ په ګډه عمل کولو طریقه کار شامل وي کوم چې به د افغانستان راتلونکي سیاسي لارې (روډمیپ) په سر تړون تر څنګ اعلانولی شي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر او په هډسن انسټیټیوټ کې د جنوبي اېشبا د څانګې مشر حسېن حقاني په آند د ټرمپ د طالبانو سره په لوظنامه کې بنیادي نقصونه وو.

د حقاني په خیال په دې معاهده کې دا نه وو چې طالبان دې افغان دولت او مني او د افغانانو وژنه دې ودروي، هغه وړاندیز وکړو بایډن انتطامیه دې د طالبانو چالونو ته بیداره اوسي:

“طالبانو ته دې وویل شي چې د افغانستان جمهوري حکومت اومني، ددې برخه دې جوړ شي”

د حقاني تر مخه که داسې او نه شي، او د نورو حقونه، منل کېږي نه نو بیا دې معاهده نه کوي.

حقاني ویره ښکاره کړه که طالبانو ته د بریا موقعه په لاس ورکړی شوه نو یواځې افغانان به ناقلاره ژوند نه کوي په ټوله نړۍ کې به د “ګلوبل جهاد” چرچې سوا شي.

که څه هم بابډن انتظامیې د ټرمپ د وخت د معاهدې د بیا کتنې اشارې ورکړي دي خو دا وخت د قطر په دوحه کې د افغان حکومت چارواکي د طالبانو سره هم ددغه معاهدې په اساس خبرو ته ناست دي.

طالبانو تور پورې کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت په افغانستان کې د سولې د راتګ په مخ کې خنډ دی، وایي که هغه له خپلې څوکۍ استعفی ورکولو ته تیار شي نو دوی تیار دي چې په هېواد کې د نوي حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي، خو افغان حکومت یې دا خبرې "جاهلانه" او "د بهرنیو استخباراتو" بللې دي.

د طالبانو د قطر دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانیکزي روس ته د خپل سفر په مهال د جنورې په 29 مه نیټه په یوه خبري غونډه کې ویلي، طالبان به تر هغه وخته جګړه و نه دروي چې تر څو بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي‌ نه وي.

د پي جي ډي په وېبنار کې پښتون سیاست وال او پوهان افرسیاب خټک تر مخه په دوحې پرېکړه کې دا په ډاګه نه وه طالبان څه غواړي، او نه پکې د افغانستان د ګاونډیانو څخه د لاس وهنې نه قلارېدلو لوظ اخستل شوی ؤ:

“د دوحې په تړون کې په پاکستان کې د ترهکرو د ځالو له منځه د وړلو لپاره هیڅ کوم ضمانت او لوظ نشته”

د اسلام اباد واکدارانو دا تور وخت په وخت رد کړی چې په پاکستان کې د وسله والو پټې ځالې وس هم شته دی. د امریکايي مشرانو تر مخه د افغانستان د امن په پروسه کې د پاکستان کردار ډېر مهم دی.

د افغانستان د اساسي قانون په پروسه کې شامل د افغان بشر دوست نورالله په خیال افغانان له جمهوري نظامه پرته بل کوم نظام منلو ته تیار نه دي. اتل وویل طالبان لا تر اوسه ښکاره خبره نه کوي چې دويي کوم نظام غواړي:

“افغانان د ملا عمر شریعت، د سعودي وهابیت او د ایران خمېنیت نه جمهوري اساسي قانون مني”

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالې پلوشه حسن البته وویل دويي طالبان د وطن د یو حقیقت په توګه مني:

“طالبان هم ددې وطن برخه ده، او دويي حق لري چې بیرته راشي، او د افغانستان د نورور ټولو ډلو او سیاسي ډلو سره په امنناکه توګه ژوند وکړي”

پي جي ډي وايي دويي غواړي د افغانستان په قضیه کې دخیلو ټولو خواوې چې د افغانستان د اینده په اړه د قطر په شمول په ټولو مذاکراتو کې رول او تاثیر لري اګاه کړي چې د هر افغان لپاره د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې، ملي ادارې، او د هیواد اساسي قانون ساتنه او بقا حیاتي اهمیت لري او دا چې افغانان په خپلو ملي ادارو او اساسي قانون هیڅ قسمه جوړ جاړی نه شي زغملی.

د غونډې کوربانه وتلې پښتنه بشر پاله ګلالۍ اسماعیل او د نړیوالې بشر پالې ټولنې غړی ډاکټر کاظم حزب الله وو.