پښين کې د سي ټي ډي عملیاتو کې د پینځوؤ وسله والو د وژلو دعوه شوې

File Photo

امنیتي سرچینو ویلي چې امنیتي ځواکونو د ناکراره صوبې بلوچستان په پښين ضلعه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې پکې پینځه وسله وال وژل شوي دي.

ډان نیوز د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي د سرچینو له خولې ویلي دا عملیات تېره ورځ د پښين په سرخاب مهاجر کمپ کې هغه مهال شوي چې وسله والو د ترهګرۍ پلان جوړولو.

سرچینې وایي کله چې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس دغه سیمې ته ورسېدل اؤ په وسله والو یې د تسلمېدو غږ وکړ نو هغوي په پولیسو ناتاره ډزې پېل کړې،

د امنیتي سرچېنو په وینا په دغه مهال د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو هم په وسله والو ځوابي ډزې کړي چې پکې پینځه وسله وال وژل شوي.

ډان پخپل رپورټ کې د وژل شوؤ وسله والو نومونه احمد الله عرف علي،عرف بدری،احسان الله عرف متوکل عرف حامد اؤ سمیع الله ښودلي اؤ وایي چې د هغوي نور دوه ملګري هم وژل شوي.

د دترهګرۍ ضد محکمې چارواکو دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې وسلې.لاسي بمونه اؤ چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

په 26م اګست بلوچستان کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې په دغو بریدونو کې د 14 پوځيانو په ګډون تر 70ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ.

بلوچ لبریشن ارمي ددغو بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.

روانه اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.

د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو تر مخه بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.