پښتنونخوا ملي عوامي پارټۍ په بنو کې د جرګې تابیه کړې

محمود خان اڅکزی

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي د دې میاشت په مارچ په 11، 12 او 13 نېټو به په بنو کې د پښتون قام جرګه کوي چې پښتنو ته په ورپېښو مسلو بحث او د حل لارې یې ولټول شي.

د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې وویل د جرګې مقصد پښتون قام په يو ځايي راټولول، د پښتنو په مسلو غور کول د د حل لارې یې موندل دي.

نوموړي وويل په جرګه کې به د چا په ضد خبرې نه کيږي خو غوښتنه به کېږي چې په پاکستان کې نور قومونه کوم حق لري هغه حق دې پښتنو ته هم ورکړی شي

محمود خان اڅکزي وویل "نه مونږ د پاکستان خلاف خبره کوو، پاکستان زمونږ ملک دې، خو چې پاکستان کې د بل د پلار کوم حق وي هغه به زمه د پلار هم وي او دغسې چې د بل د مور کوم حق وي هغه به زمه د مور هم وي"

محمود خان اچکزي وويل دوي دې جرګې ته ډير انتظار وکړو.

هغه وویل يوه جرګه د پاکستان او افغانستان د پښتنو پکار ده او بله جرګه د ټولو افغانانو په يورپ کې پکار ده چې سر ليک به يې دا وي چې جهان ته دا وويل شي چې "هر چا چې ته خطه کړې يې زه نه ترهګر يم نه لېونې يم۔"


محمودخان اڅکزي وویل "پښتون ترهګر نه دې وسيدلې دي ،نه افغان فرقه پرست وسېدلې دې او په دغه بنياد مو دا جرګه رابللې ده، او مونږ به فقط کوربانه يو."

نوموړي زياته کړه په جرګه کي به د پښتنو د شتمنيو ترڅنګ د ترهګرۍ له امله شوي زيان باندې هم خبرې کيږي۔ اچکزئ وويل په وزيرستان کې دوه درې فيصده خلک به داسې وو چې جهګړه يې کړې وه نو بيا ولې ټول محسود قبيله د خپلو کورونو بې کوره کړې شوه۔ نوموړي وويل دوی چا ته بد نه وايي البته د خپلو وژل شویو کسانو يادول او د خپلو تاوانون خبره کول یې حق دی او د ا د جرګې مقصد دی۔

نوموړي په پښتنو پوهانو، خبريالانو، علماؤ او د ژوند د هر مکتبه فکرخلکو غږ وکړو چې د دوی په جرګه کې برخه واخلي۔ نوموړي وويل د قام د بد نامۍ مخه نيولو د پاره دې صفونه تيار کړي او دوي ته لار وښايې چې په هغه لار ورسره لاړ شي۔