په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اؤ پاکستان تر منځ د سېوا شوي تاو تریخوالي په ترڅ کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف یو وارې بیا تور لګولی چې د پولې له پورې غاړې څخه د پاکستان په ضد کارروایۍ کیږي.
شهباز شریف وایي پاکستان ددې کارروایو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی هم دی اؤ بیا به یې هم ورکوي.
د جمعې په ورځ اسلام اباد کې په حکومتي اؤ پوځي مشرانو د مشتملې اپېکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې شهباز شریف د چا له نوم اخستو پرته ویلي چې خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې دښمن مونږ ته د نقصان رسولو لپاره په فعالیتونو بوخت دی.
د اپېکس کمیټې دا غونډه وروسته له هغې راجوړه شوې وه چې په دې وروستیو کې د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو اؤ بلوچستان ایالت کې په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ د وسله والو بریدونو کې یو شمیر پاکستاني عسکر ووژلی شول.
په 27م دسمبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري ويلي وو، په کال 2024م کې پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 383 افسران او عسکر وژل شوي دي.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو په نوم غېردولتي ادارې په خپل کاليز رپورټ کې ويلي، پاکستان کې په تېر کال 2024م کې ترهګر بریدونه 40فيصده سېوا شوي اؤ په دې بریدونو کې 1612 ملکي وګړي او امنيتي عسکر وژل شوي، چې پکې د امنیتي عسکرو شمېره 685 ښودل شوې ده.
پاکستان کې د ترسره شوؤ زیاتره ترهګریزو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان (ټی ټي پي) منلي دي .
د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان خاوره کې خوندي ځالې لري اؤ د پاکستان په ضد فعالیتونه کوي خو افغان طالب چارواکو تل د پاکستان دا دعوې رد کړي اؤ وایي هیچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل کوم هیواد په ضد وکاروي.
د اپېکس کمېټې غونډ ته د وینا په مهال افغانستان ته په اشارې سره وزیراعظم شهباز شریف ویلي څو ورځې وړاندې چې د پولې له پورې غاړې کوم برید شوی ؤ د هغې غاښ ماتی ځواب ورکړل شوی دی .
د هغه وینا وه چې د دښمن له لوري را اوښتي ورانکاري د خېبر پښتونخوا په ځېنو سیمو کې ناست دي اؤ مونږ ته په ښه ډول معلومه ده چې بلوچستان کې د پاکستان په ضد جوړېدونکو سازشونو کې کوم، کوم ملک اسانۍ ورکوي.
په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي له دغه برید وروسته بیا ځېنو افغان رسنیو هم دعوه کړې وه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د پاکستان خاوره کې بریدونه کړي اؤ 19 پاکستاني عسکر یې وژلي دي.
د پاکستان اؤ افغانستان دواړو حکومتونو یا امنیتي ادارو د مرګ ژوبلې دا شمېرې نه دي تایید کړي.
شهباز شریف ویلي اوس د فتنه الخوارج ( د ترهګرو) په بشپړ ډول د ختمولو وخت رارسېدلی اؤ د پاکستان د ترقۍ اؤ خوشحالۍ ایجنډه په هغه صورت کې پوره کېدای شي چې مونږ ټول په ګډه په څلورو واړو صوبو ، وفاق ، ګلګت بلستان اؤ کشمیر کې امن ټينګ کړو.
پاکستان کې د وسله والو ترهګرو بريدونو او ناامنۍ پېښې په داسې وخت کې سېوا شوي، چې د پاکستان حکومت او پوځ د اوږدې مودې نه دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.