د پنجاب سیاست مدار نواز شريف - پښتون ملت پال 'خان شهيد' ولې ستايي؟

د پاکستان د لویې پنجاب صوبې سیاست مدار او پخوا درې ځله وزيراعظم پاتي شوي نواز شريف د پښتون ملت پال مشر عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهيد) د نظریې، ارمانونو او مبارزې ستاینه کړې ده.

ښاغلي شريف ويلي دي د هغه د گوند مسلم ليگ نون او د خان شهيد د جوړ کړي گوند پښتونخوا ملي پارټۍ په خپلو کې کلکه نظریاتي ملگرتیا ده. دانگرېزۍ ژبې د ورځپاڼې اېکپرېس ټريبون ترمخه نوازشريف ويلي دي:

" پاکستان مسلم ليگ نون او پښتونخوا ملي گوند په نظریاتي توگه یو بل سره تړلې شوي دي"

ښاغلي شريف دغه شان ستاینه پخوا د یو بل پښتون ملت پالي مشر ارواښاد عبدالولي خان او د هغه دځوي اسفندیار ولي خان هم کړې وه.

د ښاغلي شريف گوند مسلم ليگ نون او عوامي نیشنل گوند د لس اتیایم په لسيزه کې حکومتي ایتلافیان وو. څو میاشتې د مخه د نواز شريف خلاف د عدالتي پلټنو په وخت د ای این پي اوسني مشر اسفندیار ولي خان په خپله یوه وینا کې ويلي وو:

"زه د نواز شريف سره ولاړ یم او د چا پلار یې هم نه د حکومت څخه نشي ویستلی"

ښاغلي نواز شريف نن د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د خپل ایتلافي پښتونخوا ملي گوند په سیاسي جلسه کې محمود خان اڅکزي ته ډاډ ورکړو چې په هر پړاو کې به یې ملاتړ کوي.

د نن دا جلسه د پښتنون ملت پال مشر خان شهيد د ۴۴م تلين په مهال جوړه شوې وه.

د ورځپاڼې ډان د خبر تر مخه پخواني وزيراعظم اوویل صمد خان غوښتل چې په پاکستان کې د افغانستان په څېر سړکونه وویني، نوازشريف دعوا وکړه د صمد خان دغه ارمان یې پوره کړی دی:

" اوس د بلوچستان سړکونه او موټر وې له افغانستان څخه غوره دي"

ښاغلي شريف په کوټه کې د وینا په وخت د ښاغلي خان د قربانیو ستاینه هم وکړه:

"پښتون ملت پال مشر ډېرې قربانۍ ورکړي دي او د خپلې مفکورې لپاره یې ۲۴ کاله په زندان کې تېر کړی دي".

خان شهيد زیاتره زندانونه په پاکستان کې تېر کړي دي او اخبار استقلال ورله هم د پاکستان حکومت تړلی ؤ.

د پاکستان په سیاست کې ډېرې کمې داسې شيبې راځي چې د پنجاب صوبې کوم سیاست مدار د یو پښتون، بلوڅ یا سندهي سیاست مدار مفکوره او سیاسي مبارزه ستايي.

په تاريخي توگه د پنجاب او پاتې درې صوبو پښتونخوا، سنده او بلوچستان په اکثرو ملي او سيمه ایزو مسلو بیل بیل دريځونه پاتې شوي دي. لکه په اوسني وخت کې د چين پاکستان اقتصادي لاره— سي پېک او د قامي وسیلو د وېش مسله او یا په پخواني وختونو کې صوبو له د اختیار ورکولو او د کالاباغ ډېم مسلې یې غټ مثالونه دي.

خو د پاکستان په اوسنۍ سیاسي بې قرارۍ کې د نوازشريف د خلې څخه د خان شهيد ستایل څه ډېره ناشونې هم نه ښکاري.

ددې یو علت دا کېدې شي چې دا وخت د پنجاب سیاستمدار نواز شريف په خپل هېواد کې د ځان نه هم د زورَورو سره په ډغره ورتلو مجبوره شوی دی.

ښاغلی شريف د هېواد ستر عدالت نا اهله کړی دی او اوس دی اولس ته په جلسو کې وايي عدالت ورسره بې انصافي کړې ده، ښاغلي شريف د پوځ سره خپل اختلافونه په ډاگه څرگند کړي دي، او د هېواد تر ټولو زیات طاقتور خلک مذهبي سخت دريزان یې په ضد ولاړ دي.

بل علت یې دا کېدی شي چې د ښاغلي نواز شريف او د ښاغلي محمود خان اڅکزي زړه ملگرتیا ده، دواڼه د خپلو گوندونو مشران دي او په تېرو وختونو کې ایتلافیان پاتې شوي دي. ښاغلی اڅکزی د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف په خلاف هم د نواز شريف ملگرتیا کړې وه.

د دواڼو مشرانو د گوندونو دا وخت په بلوچستان صوبه کې شريک حکومت هم دی چې د ښاغلي اڅکزي یو ورور ډاکټر حامد اڅکزی په کې د پلان او پرمختیا وزير دی او بل ورور محمد خان د صوبې گورنر دی.

ښاغلي اڅکزي نن د کوټه په جلسه کې دنوازشريف مننه وکړه او په خپلو یو شمېر تقريرونو کې یې وړاندې هم ويلي دي د بل هر طاقت په ضد به دنوازشريف سره ولاړ وي.

ښاغلي شريف که نن په کوټه کې پښتون ملت پال مشر خان شهيد و ستایلو نوبیخي رښتیا یې اوویل خو هغه د خپل حکومت په تېرو څلورو کالو کې د پښتنو په سيمو کې د پرمختگ دعوا پښتانه، نه مني.

په پاکستان کې د محمود خان اڅکزي دگوند نه علاوه، عوامي نېشنل گوند، قامي وطن پارټۍ، جماعت اسلامي، پښتون اولسي تحريک او په پښتونخوا صوبه که د واکمن تحريک انصاف مشرانو تل ويلي دي د چين پاکستان اقتصادي لار سي پېک د پاکستان نا بلکې د پنجاب د تقدير د بدلولو منصوبه ده. پښتانه وايي هم د نوازشريف په حکومت کې په دې منصوبه کې د پښتنو برخه پنجاب ته ورکړې شوه.