دپښتونخوا بیلابیلو سیمو کې امن لپاره روانو احتجاجونو ته دسیاسي ګوندونو دمشرانو په نه ورتګ نیوکې کیږي

دباجوړ پرلت کې په وړومبیو ورځو کې د خلکو شمېر کم ؤ خو اوس ورځ تربلې دغه پرلت کې د خلکو شمېر زياتيږي، خو په ټولنيزو رسنيو په دې بحثونه پېل شوې چې یاد پرلت ته تراوسه دکوم مخوریز سياسي ګوند مشر نه دی ورغلی

دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دا مهال دطالبانو دبیا راستنېدو ، ناامنۍ اؤ هدفي وژنو پرضد ولسي احتجاجونه اؤ پرلتونه روان دي خو په دې احتجاجونو کې دسیاسي ګوندونو مشران پخپله برخه نه لري اؤ یواې دهغوئ دګوندونو فعالین پکې شریک دي.

په ټولنیزو رسنیو هم دې احتجاجونو کې دسیاسي ګوندونو دمشرانو په ګډون نه کولو نیوکې روانې دي اؤ‌ پوښتنې راولاړولی شي چې اخر ولې پخپله دګوندونو مشرانو ددې احتجاجونو نه ځان په ډډه ساتلی دی.

خو دبیلابیلو ګوندونو مشرانو بیا وخت په وخت پخپلو بیانونو کې ددې احتجاج کوونکو دغوښتنو ملاتړ څرګند کړی دی.

د باجوړ اولسي پرلت نن په اوومه ورځ هم دوامداره دی، ددې پرلت برخه وال په سيمه کې د امن دټیګښت غوښتنه کوي.

دباجوړ پرلت کې په وړومبیو ورځو کې د خلکو شمېر کم ؤ خو اوس ورځ تربلې دغه پرلت کې د خلکو شمېر زياتيږي، خو په ټولنيزو رسنيو په دې بحثونه پېل شوې چې یاد پرلت ته تراوسه دکوم مخوریز سياسي ګوند مشر نه دی ورغلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون د نهې په ورځ دباجوړ پرلت ته ورغلی و.

دباجوړ د احتجاجي پرلت یو برخه وال اؤ ددغه قبایلي ضلعې د ځوانانو داتحادیې مشر ريحان زېب وي او ای ډیوه ته وويل دوئ د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو ته سترګې په لار دي چې باید دې پرلت کې ګډون وکړي.

"دلته چا هم کوم د سياسي ګوند جهنډا (بیرغ)نه ده راوړې، مونږ ټول پکې ناست يو، د ټول باجوړ خبره ده، څوک پکې سياسي نعرې نه وهي، مونږ عوامي نېشل ګوند او دپاکستان پيپلز پارټۍ پشان ګوندونو ته سترګې په لار يو، کم ازکم چې صوبایي مشران يې راشي"

دپرلت برخه وال وايي په تېرو شپږو ورځو کې د مسلم ليګ،پيپلز پارټۍ، ای اين پي، قومي وطن پارټۍ يا بل کوم ګوند صوبایي يا مرکزي مشران نه دي ورغلي.

په شپاړسم اګست عوامي نېشنل ګوند په پېښور کې د پښتون قامي امن جرګې په نوم جرګه رابللې وه چې د پاکستان تحريک انصاف نه علاوه د نورو سياسي ګوندونو مرکزي او صوبایي مشران ورته ورغلي وو.

د باجوړ نه دپيپلز پارټۍ پخوانی د قامي اسمبلۍ غړی اخونزاده چټان وايي په احتجاجونو کې د ضلعې په کچه د ټولو سياسي ګوندونو مشران برخه اخلي، د باجوړ د پرلت چې کومه ايکشن کميټي جوړه شوې هغي لا کوم سياسي مشر ته دعوت نه دی ورکړی په راتلونکې کې امکان لري چې وخت په وخت يو سياسي مشر ته په پرلت کې د برخې اخستو دعوت ورکړي۔

ډیوه سره خبرو کې ښاغلی چټان وایي"مونږ ايکشن کميټي جوړه کړې ده، مونږ ساعت په ساعت مشاورت کوو، مونږ لا چا ته دعوت نه دی ورکړی، راتلونکي کې به مونږ پريکړه کوو چې دسياسي ګوندونو مشران راته راشي، هغوي زمونږ د وېنا په انتظار دي چې دعوت ورکړو برخه به پکې اخلي"

د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې استاذ ډاکټر عبدالشکور وايي قبايلي ضلعې د اتويشتم ایيني بدلون وروسته هم د سياسي ګوندونو د توجو مرکز نه دي ګرځيدلي۔

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل"په کاغذونو کې ایين دغو سیمو ته غځېدلی خو په مېدان کې کوم لويې بدلون نه دی راغلی، مخکې په دغه سيمو کې د سياسي ګوندونو لاس رسی ډير کم پاتې شوی دی، اوس هم خلک ګڼې چې دا لا د پاکستان علاقه غېر ګڼل کيږي"

د باجوړ احتجاج کوونکي غوښتنه لري چې حکومت دې د دوي په سيمو کې د امن دټينګښت ضمانت ورکړي او دغه ضمانت کې د صوبایي حکومت يا د پوځ د اعلا چارواکو د تضمین غوښتنه کوي۔