٫٫ د استخباراتي ادارو د حدونو٬٬ په اړه د سپرېم کورټ پرېکړه به پارلیمان ته وړو: خورشید شاه

د پاکستان حکومت مخالفه سیاسي ګوند پیپلز پارټۍ د پاکستان سپریم کورټ لخوا د هیواد پوځي ادارو په غیر پوځي یا سېویلین ادراو کې د لاس وهنې په اړه فیصله پارلیمان ته د وړلو پریکړه کړې ده.

د پیپلزګوند مرکزي مشر سید خورشید شاه د جمعې په ورځ په لاهور کې ویلي ٫٫ د ستر عدالت دغه فیصله به پارلیمان ته وړو، په دغې به بحث کوو او د عدالت پریکړه به د پارلیمان په لار عملي کوو.٬٬

دوه ورځې وړاندې د پاکستان سپریم کورټ په خپله یوه پرېکړه کې د هیواد استخباراتي ادارو ته امر کړی، د خپلو حدونو څخه دې تجاوز نه کوي اؤ دهغوئ د حدونو ټاکلو د پاره باید قانون سازي وکړل شي.

د فیض اباد د پرلت وهنې د قضیې د پرېکړې اورؤلو پرمهال د سپریم کورټ قاضي فائز عیسی ویلي د پاکستان دستور پوځ د سیاسي فعالیتونو د برخې جوړیدلو څخه منعې کوي اؤ پوځ د یو سیاسي ګوند یا شخصیت ملاتړ هم نه شي کولی.

تیرکال څه شوي وو؟

سترعدالت دغه پریکړه تیرکال د نومبر په میاشت کې د تحریک لبیک په نوم د پاکستان یوې تندروه مذهبي ډلې د مذهب د سپکاوي قانون کې د بدلونونو پر ضد په سرښار اسلام اباد کې پرلت کړی وو او تر څو ورځو پورې یې د اسلام اباد ټولې مهمې لارې تړلې وې.

د پرلت او احتجاج په وخت یادې ډلې ګاډو ته اورونه لګولي وو، ‌په پولیسو یې بریدونه کړي وؤ اؤ خلک یې وهلي ټکولي وؤ خو وروسته په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې ولیدل شول چې د پرلت په ختیمدلو د رینجرز ځواکونو یو مشر د پرلت په برخه والو پیسې ویشي.

د سپریم کورټ فیصله کې څه دي؟

سترې محکمې په خپله فیصله کې ویلي سیاسي ګوند جوړول اؤ احتجاج کول دهر چا ائیني حق دی خو د احتجاج په حق باید د نورو خلکو اساسي حقونه د پښو لاندې نه کړل شي.

محکمې دا هم ویلي چې هرسیاسي ګوند د دې خبرې پابند دی چې د خپلو پنګو سرچینې وښایي. محکمې د ټولټاکنو کمیشن ته امر کړی چې کوم ګوندونه د خپلو پنګو سرچینې نه ښایي د هغوئ پر ضد باید ګامونه واخلي.

سپریم کورټ ویلي ریاست د وګړو د اساسي حقونو په ورکولو کې ناکامهپاتې شوی، د ادارو ترمینځ همکاري نه وه، حکومت اؤ قانون پر ځاېکوونکو ادارو په لاس کې هیڅ تګلاره نه لرله اؤ کله چې د قانون په ماتولو یو چاته سزا نه ورکړل کیږي نو قانون په لاس کې د اخستونکو حوصلې به لوړیږي.

عدالت ویلي چې د مرکزي اؤ صوبایي حکومتونو پر ضد پاروونکې ویناګانې د یاغیتوب په زمره کې راځي چې سزا یې عمري بند دی.

د سپریم کورټ د پرېکړې له مخې تحریک لبیک د مسلمانانو جذباتو سره لوبې کړي اؤ خلکو ته یې د ګواښونو اؤ کنځلو کولو ترڅنګ ودانیو ته هم د۱۶کروړو،۳۹لکو اؤ۵۲ زرو روپو زیانونه رسولي دي.

د تحریک لبیک مرکزي مشر خادم حسین رضوي اؤ د ډلې ځینې نور مشران دا مهال هیواد کې د اړي ګړي پیدا کولو په تورونو زندان ته اچول شوي اؤ د هغوئ دوسیه په محکمه کې روانه ده.

د پاکستان یو شمیر سیاسي اوملتپاله ګوندونه وخت په وخت د هیواد پوځي ا و استخباراتي ادارې د قانوني چوکاټ لاندې راوستلو غوښتنه کوي. خو تر دې دمه دغه سیاسي ګوندونه او پارلیمان دغه شان څه پریکړه کولو کې ناکامه پاتې دي.

د پاکستان پوځ بیا وخت په وخت په سېویلین یا غیر پوځي ادارو کې لاس وهنه او د خلکو په زور بې درکه کولو کې د ککړتیا تورونه ردوي.