صدر اشرف غني د طالبانو سره د اوربند موده غځولو اعلان کړی

د افغانستان صدر ډاکټر اشرف غني دخالي په ورځ امنیتي ادارو ته امر کړی د طالبانو سره د اختر لپاره شوې د اوربند موده دې وغځوي او په طالبانو د هم دغه شان ځوابي ګام غږ کړی.

د وړوکي اختر دویمه ورځ چې د طالبانو سره د اعلان شوي اوربند دویمه ورځ هم وه، صدر غني د افغانستان په ملي ټي وي افغانانو ته په خپله وینا کې د حکومت لخوا د اوربند موده د نامعلومه مودې پورې غځولو اعلان وکړو.

٫٫ مونږ په افغان طالبانو غږ کوو چې دوي دې هم په ځواب کې اوربند وغځوي، په دغه موده کې به مونږ ژوبل شوو طالبانو ته طبعي مرستې ورکوو او که ضرورت وي دوي ته به هرقسمه بشري امداد هم ورسوو. سره د دې به طالب بندیانو ته دا اجازه هم ورکړي چې د خپلو کورنیو سره رابطې وکړي او دوي سره ملاقاتونه وکړي.٬٬

صدر اشرف غني افغان امنیتي عسکرو ته امر کړی د طالبانو سره شوی اوربند دې د اختر څلورمې نېټې نه تر نامعلومه نېټې پورې وغځوي او زیاته کړې يې ده چې ډیر زر به د دغه نوي اعلان جزیات قام ته وړاندې کړي.

افغان صدر ویلي یو شمیر خلک د طالبانو لخوا د اوربند په ځواب کې د مثبت ځواب په اړه شکي وو، خو دغه ټول شکونه د اوربند عملي کیدو وروسته له منځه تللي.

٫٫ مونږ د طالبانو سره په هر اړخیزه ستونزو د خبرو اترو لپاره تیار یو، مونږ دې ته تیار یو چې د سولې په خبرو کې د طالبانو په جاېزو غوښتنو بحث وکړو. افغان حکومت د ګاونډي هیوادونو سره په خپل منځي اندیښنو او د خارجي عسکرو په افغانستان کې په موجودګې خبرو اترو ته تیار دی.٬٬

صدر غني په خپله وینا کې زیاته کړې که چرې دغه اوربند غځیږي نو ټولو افغانانو ته به دا موقع په لاس ورکړي چې د هیواد جنګ ځپلي اولس په خپلو وساېلو مرستې وکړي.