​ د سپریم کورټ په ترمیمي پرېکټس اینډ پروسیجر ارډيننس د صدر له لاسلیک وروسته د چیف جسټس اختیارات سیوا شول

په ارډیننس د صدر له لاسلیک وروسته د سپریم کورټ د چیف جسټس اختیارات سیوا شوي اؤ هغه په لمړي قدم کې د ترلاسه شوؤ دغو اختیاراتو په اساس د سپریم کورټ د بینجونو ټاکلو لپاره له جوړې کمیټې یو غړی جسټس منیب اختر ویستلی

د وزیراعظم اؤ وفاقي کابینې له لوري د سپریم کورټ د ترمیمي پرېکټس اینډ پروسیجر ارډینس له مظورېدو وروسته د هیواد صدر اصف علي زرداري هم په دې ارډنینس لاسلیک کړی.

په ارډیننس د صدر له لاسلیک وروسته د سپریم کورټ د چیف جسټس اختیارات سیوا شوي اؤ هغه په لمړي قدم کې د ترلاسه شوؤ دغو اختیاراتو په اساس د سپریم کورټ د بینجونو ټاکلو لپاره له جوړې کمیټې یو غړی جسټس منیب اختر ویستلی اؤ د هغه پځای یې د سینیارټي له پلوه په پینځم نمبر د سپریم کورټ جج ښاغلی جسټس امین الدین په کمیټۍ کې شامل کړی دی.

د قانون وزارت تېره ورځ دغه ارډیننس وزیراعظم اؤ وفاقي کابینې ته لېږلی ؤ چې کابېنې یې منظوري ورکړې وه اؤ بیا د لاسلیک لپاره صدر ته لېږل شوی ؤ.

پاکستاني مطبوعات وایي چې د ارډيننس له امله به د سپریم کورټ د چیف جسټس اختیارات سیوا شي اؤ اوس به چیف جسټس، د سپریم کورټ بل سینیر جج اؤ د چیف جسټس لخوا ټاکل شوی جج بینجونه د اورېدنې لپاره جوړوي.

تر دې وړاندې د قانون له مخې به چیف جسټس اؤ د دوؤ سینیر ترین ججانو بینچونه ټاکل.

د ارډیننس له مخې بینچ به د ولسي اهمیت اؤ بنیادي انساني حقونو له پلوه مقدمو ته ګوري اؤ هره مقدمه به پخپل وار اوري اؤ کومه مقدمه چې د زر اورېدنې لپاره مقرروي نو د هغې وجه به هم ښایي.

ارډیننس کې راغلي چې هر مقدمه اؤ اپیل به ریکارډ کولی اؤ ټرانسکرپټ به یې تیارولی شي اؤ بیا به ټول ریکارډنګز اؤ ټرانسکرپټ ته د ولس لاس رسی وي.

د صدر له لوري په ارډیننس له لاسلیک سره سم دا ارډیننس علمي شوی اؤ په وړومبي قدم کې د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسا د بینچونو د ټاکنې درې کسیزې کمیټې نه جسټس منیب اختر ویستلی اؤ د هغه پځای یې جسټس امین الدین د کمیټې غړی ټاکلی دی.

د سپریم کورټ رجسټرار په دې اړه رسمي اعلامیه هم خپره کړې ده.

جسټس منیب اختر د سپریم کورټ د هغو اکثریتي ججانو څخه ؤ چې په جولاي کې یې حکومت مخالفه ګوند پي ټي آي په قامي اؤ صوبایي اسمبلیو کې د ښځو اؤ اقلیتونو د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره وړ بللی و.

خو جسټس امین الدین بیا د ځانګړو څوکیو په اړوند د سني اتحاد کونسل اپيلونه رد کړي وؤ اؤ دغه ګوند یې د ځانګړو څوکیو حقدار نه ؤ بللی.