صدر زرداري: پارلیمان دې د توندروه نظريو او تشدد ملاتړ کوونکو د مخنيوي په لړ کې رول ولوبوي

د پاکستان صدر اصف علي زرداري ويلي، "پاکستان ضرورت لري چې موجوده کورنيو او بهرنيو امنيتي چېلنجونو ته په کتو امنيتي توان نور سېوا کړي، او ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د قانون نافذونکو ادارو وړتيا زياته کړي".

نوموړي پرون په لسم مارچ د پارلیمان ګډې غونډې ته د پارلیماني کال د پيل وينا کړې ده.

هغه ويلي، "پارليمان دې د توندروه نظريو، تشدد ملاتړ کوونکو وسله والو د مخنيوي دپاره په اتفاق رای جوړولو کې کردار ادا کړي، نن چې ترهګرو ته بهرنی ملاتړ او پيسې ترلاسه کيږي مونږ په هغې خبر يُو، مونږ به ترهګري پرې نه ږدو چې بيا سر راپورته کړي".

پاکستان کې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د تېرې يوې مودې راهسې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

پاکستان کې د تېرې فرورۍ په مياشت کې 79 وسله وال، ترهګر بريدونه شوي، تر ټولو زيات 44 بريدونه پکې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي وو.

غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه، په ټول ملک کې 79 وسله وال بريدونه شوي، 55 ملکي وګړي او 47 امنيتي عسکر پکې وژل شوي، 81 امنيتي عسکر او 45 ملکي وګړي پکې ژوبل شوي وو.

د پاکستان پوځ او حکومت بيا بيا دعوه کوي، د کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.

خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

صدر زرداري ويلي، "مونږ د خليج او مينځنۍ اسيا د دوست هيوادونو سره، د يورپي يونين او امریکې سره خپلو تاريخي، کلتوري او اقتصادي اړيکو پياوړي کولو ته ژمن يُو".

نوموړي زياته کړې، "د امریکې او پاکستان ترمنځ وروستۍ کامیابي د ترهګرۍ ضد ملاتړ ډاډمنوي، دواړو هيوادونو ته د ګډو مقصدونو ملاتړ نوی کول او سېوا کول، په دغو کاميابو اړيکې جوړول پکار دي".

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په پينځم مارچ د کانګرس ګډې غونډې ته د خپلې دویمې دورې لومړۍ کلیزې وینا کې ويلي وو، د کابل هوايي مېدان کې د 13 امریکایي ځواکونو په وژنه کې ککړ مهم تن نیول شوی دی.

صدر ټرمپ په دغه پېښه کې د ککړ تن د نیولو لپاره د پاکستان د حکومت مننه کړې وه. د امریکې د انصاف محکمې د دغه تن پېژندګلو د داعش خراسان د محمد شريف الله عرف جعفر په نوم کړې وه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د صدر ټرمپ مننه کړې، چې د ترهګرۍ خلاف هڅو او د شریف الله په ګرفتارۍ کې يې د پاکستان کردار منلی، او سيمه کې یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د رول او ملاتړ ستاينه کړې ده.

شهبازشریف يه اېکس یو پېغام کې ويلي وو، شریف الله د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې نیول شوی وو.

د کال 2021م د اګست په 26مه نېټه چې د افغانستان د پلازمېنې کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه امريکايي ځواکونه وتل، د کابل په هوايي مېدان کې د ابي ګېټ (دروازې) خوا ته په ځانمرګي برید کې د 13 امریکايي پوځیانو تر څنګ، لږ تر لږه 180 افغانان وژل شوي او شاوخوا 150 نور ژوبل شوي وو.

د حملې پړه داعش ترهګرې ډلې منلې وه.

د پاکستان صدر د پارليمان ګډې غونډې ته په وينا کې په ملک کې سياسي او اقتصادي ثبات، د ژوند په هره شعبه کې د مېرمنو د استازيتوب سېوا کولو ترڅنګ، د تعليم شعبې ته د بجټ سېوا کولو، او سي پېک سره په ګڼو نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي، اېوان او حکومت ته خبرداری ورکوي، چې ځينې يو اړخيزه پالیسۍ يې په وفاق د فشار سېوا کولو سبب ګرځي، د ځینې مرکزي اکايو د سخت مخالفت باوجود حکومت په دريای سيند نور نهرونه جوړوي، د صدر په حېث هغه د دغه يو اړخيز تجويز ملاتړ نه شي کولی.